بې کوري او کډوالي؛ په پاکستان کې  تر زرو زیات افغان کډوال نیول شوي دي

د طالبانو لاسته د افغانستان تر لوېدو وروسته، زرګونه تنه د هېواد پرېښودو ته اړشوي دي. د سفارتونو د ځایي کارکوونکو او زیانمنونکو هېوادوالو په ګډون ډیری هغه کسان، چې د کابل د هوایي ډګر له لارې د لېږد له بهیره پاتې دي اوغواړي د پاکستان له لارې ټاکل شویو هېوادونو ته ورسېږي، د ډيرې مودې لپاره په دغه هېواد کې پاتې کیږي او تل شکایت کوي چې د پاکستان پولیس یې ځوروي. بل خوا، زرګونه تنه نور د بې روزګارۍ، بېوزلۍ او لوږې د زیاتېدو له امله د ښه ژوند او خپلو ماشومانو ته د ښه راتلونکي په لټه، د کډوالۍ او بې کورۍ کړاو ګالي. خو په ګاونډیو هېوادونو کې هم پر اقتصادي ستونزو سربېره، د دغو هېوادونو د پولیسو له لوري له پراخو ستونزو سره مخ کیږي.

په دې وروستیو کې د پاکستان پولیسو په سند ایالت کې تر زرو زیات افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، نیولي دي.

د دوشنبې پر ورځ د لړم پر۱۶، رسنیو خبر ورکړ چې په تېرو دوو میاشتو کې د سند ایالت پولیسو ۱۱ سوه افغانان نیولي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

بي بي سي فارسي هم، په پاکستان کې د یوه مدافع وکیل له خولې رپوټ ورکړی دی چې ۳۴۰ کډوال د «جمشرو» په سیمې او ۷۰۰  نور په  کراچۍ کې د پولیسو په بند کې دي. دا په داسې حال کې ده چې په کراچۍ کې د طالبانو د کونسلګرۍ چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې، په تېرو دوو میاشتو کې په سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۳۰۰کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د دغو رپوټونو له مخې، په تېروو دوو میاشتو کې د دغه ښار د پولیسو له لوري د نیولو شویو کسانو په ډله کې شاوخوا ۲۵۷ ښځې او ۳۲۶ ماشومان هم شامل دي.

د دغه پاکستاني مدافع وکیل په وینا، د دغه ښار پولیسو افغانان د ناقانونه اوسېدو په تور بندیان کړي دي. د دغه رپوټ د معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

بل خوات په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو هم  له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړه، چې په دغه ښار کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي. دوی ادعا کوي، چې د کراچۍ پولیس ترې په بېلابېلو پلمو پیسې اخلي، خو اوسېدو د قانوني اسنادو د تمدید لپاره یې کوم کار نه کوي.

بل خوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه ټویټ کې د پاکستان د پولیسو له لوري د ۱۱۰۰ افغانانو د نیولو خبر ورکړی دی.

پخواني ولسمشر د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دغه چلند د خواشینۍ وړ او انديښمنوونکی  بللی دی. هغه د دغه هېواد له حکومته غوښتې دي چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو موازینو او بشري حقونو پر بنسټ او د یوه ښه ګاونډي په څېر چلند وکړي.

ښاغلي کرزي له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو هم غوښتي دي، چې په پاکستان کې افغان کدوالو ته د ښه ژوند د شرایطو په برابرولو کې هڅې او د هغوی له حقونو دفاع وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم افغان کډوالو په ځلونو د پاکستان د پولیسو له ناسم چلنده شکایت کړی دی. تر د وړاندې پاکستاني رسنیو هم د سه شنبې پر ورځ، د وږي پر ۲۲مه، د دغه هېواد د پولیس چارواکو له خولې خبر ورکړی و، چې د هغو افغانانو د نیولو بهیر دوام لري، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. د کراچۍ د پولیسو د مشر مرستیال سهیل فیض هغه مهال عرب نیوز ته ویلي وو، چې تر ۵۰ زیات افغان کډوال د دوی له لوري د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي.

بل خوا یو افغان خبریال چې د کابل له سقوط وروسته، د پاکستان په کراچۍ ښار کې ژوند کوي، تاییدوي چې د دغه ښار پولیس له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي. هغه د پاکستان پر پولیسو سربېره، د افغانستان له کونسلګرۍ هم شکایت کوي چې، په وینایې، په دغه ښار کې د افغانانو له حقونو دفاع نه شي کولای.

یو شمېر افغان وګړي چې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې ژوند کوي، هم په غه هېواد کې د ژوندانه پرستونزو سربېره شکایت کوي چې د پاکستان پولیس یې ځوروي. دوی ادعا کوي چې په ځینو برخو کې پولیس ترې په زور پیسي اخلي او دوی د پولیسو له وېرې د باندې نه شي تللای.

امید یو له هغو افغان کډوالو دی، چې د طالبانو لاسته د هېواد له لوېدو وروسته، پاکستان ته تللی دی. هغه له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« دلته له ډیرو ستونزو سره مخ یو، کار او دنده نشته، زموږ ویزه نه تمدیږي، په شرکتونو کې د ویزې له لرلو پرته کار نه ورکوي، ژوند ډیر سخت دی او افغانستان ته هم نه شو تللای، خدای دې خپله رحم وکړي»

دغه افغان کډوال چې د امنیتي ستونزو له امله یې په رپوټ کې د اوسېدو د ځای له نوم اخیستو ډډه شوې ده، وایي:« پر پولیسو سربېره، د کورونو خاوندان هم له زوره کار اخلي. هغه پیسې چې په لومړي سر کې یې د تړون د لاسلیک پرمهال د سیکورټي په نوم اخلي، د کور د پرېښودو پرمهال موږ ته بېرته نه راکوي او دا له زوه کار اخیستل دی.» خو هغه څرګندوی چې په دې بهیر کې یو شمېر افغان کډوال هم رول لري، د ده په وینا، کله چې د دغو افغانانو وېزه له بل هېواده راځي، د کور له څښتنه دغه پیسې نه اخلي او هغوی عادت شوي او ان د هغو کسان پیسې هم بېرته نه ورکوي چې اړتیا ورته لري.

په داسې حال کې دغه افغانان نیول کیږي،چې له څه مودې راهیسې د پاکستان په بیلابیلو لویو ښارونو کې د دغه هېواد د مخکیني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د پلویانو پراخ لاریونونه روان دي. عمران خان تېره اونۍ د لاريون پرمهال د ډزو په پایله کې په پښه ټپي شو او اوس د دغه هېواد د بهرنیو چارو مخکیني وزیر او د تحریک انصاف ګوند غړی شاه محمود قریشي په دغه هېواد کې د لاریونوالو مشري پرغاړه لري.

ورته لیکنې

Back to top button