په دې وروستیو کې، له هېواده بهر د ګوندونو د جوړولو او د سیاسي جریانونو د جوړولو بازار غوړېدلی دی. د څو ګوندونو او سیاسي جریانونو مشران او بنسټګران چې د جمهوري نظام له ړنګیدو وروسته فصل کې، رامینځته شوي، ډېری یې، د هغه نظام، لوړپوړيچارواکي او مدیران ول. د نویو رامنځته شویو جریانونو تصمیم نیوونکي، په تېرو دوو لسیزو کې، په هېواد کې د جمهوري نظام، د امنیت او سیاست او قانونجوړونې، مغزونه ول. دوی تر ټولو مهمې او کلیدي دولتي څوکۍ، په واک کې لرلې. دوی د هغه وخت اساسي قانون، د «سیمې تر ټولو غوره اساسي قانون» ګڼلو، دوی د واک له زیات تمرکزه دفاع کوله، او په ډېرو مواردو کې یې، د سیاسي او قومي مصلحتونو له امله، د دولت د درېګونو قواوو، د واکونو پر استقلالیت سترګې پټې کړې او د سیاسي نظام د بدلون او غیرمرکزي کیدو خبرې یې دښمني ګڼله.
ددې جریانونو د مشرتابه په کچه، ډېری شخصیتونو، د انحصاري سیاستونو او د واکمنۍ ترلاسه کولو لپاره او د ټاکنو د بنسټونو په دندو او د ټاکنو په اداره کولو کې مخامخ د لاسوهنې سره، د ټاکنو بهیر له اصلي لارې راګرځولی و. دوی په ټاکنو کې د تقلب، لاسوهنې او جعلکارۍ ملاتړ کړی او په ډېر ښه حالت کې یې، د هغه په عصري مفهوم سره، د سیاسي ګوندونو د پیاوړتیا مخه نیولې وه. اوس چې د نویو جوړو شویو ګوندونو او جریانونو د موجودیت د اعلان بهیر په زیاتیدو دی او طالبان هېڅ مخالف غږ پورته کېدو ته نهپرېږدي، د دوی د سیاسي او پوځي ایډیالوژۍ او عقایدو مخالف سیاسي جریان ته د فعالیت اجازه نهورکوي، د خلکو لخوا د حکومت کولو حق په رسمیت نه پیژني، دوی د وګړو له ټولو بنسټیزو ازادیو او مدني فعالیتونو سره دښمني لري، دا هم په داسي وخت کې، چې دوی د «د نظام د جوړښت د بدلون په اړه خبرې اترې» کوي او دا هم مني چې مرکزي نظام په افغانستان کې، د سیاسي واک د شخړې د حل لاره نهده.
د دموکراسۍ پلوه سیاسي جریانونو زیاتوالی، په داسې حال کې چې د طالبانو د تورې واکمنۍ سیوري په هر ګوټ لا خپریږي، د طالبانو پر وړاندې د عامه افکارو د راپارولو لپاره، یو له مهمو اړتیاوو څخه ده. نو که ددې پرځای چې یوازې یو یا دوه سیاسي – نظامي جریانونه، له طالبانو څخه د خلاصون هڅه وکوي، ښه به داوي، چې ټول جریانونه- د چلند له توپیر سره سره- د «سیاسي جوړښت بدلون خبرې اترې” او له طالبانو وروسته دوره کې، د غیر متمرکز کیدو ملاتړ وکړي. ددې پرځای چې دوی د تړلو توکمیزو- ایډیالوژیکي افکارو او نظرونو څخه سر راپورته کړي، ښه داده چې هر جریان او وګړی، باید د طالبانو د وروسته پاتيوالي پر وړاندې، د دموکراسۍ په ګډ صف کې ودرېږي؛ نو بیا به هېواد ډېر ژر وژغورل شي! خو د تېرو څلورو لسیزو د جریانونو او ګوندونو تجربه ښیي چې سیاسي ګوندونه، د سیاست او واک په اړه پر دوی واکمن نظر، ایډیالوژیکي یا قومي دی!
په تېرو څلوېښتو کلونو کې، د سیاسي ګوندونو د وضعیت په اړه، تر ټولو شونی لوی انځور دادی، چې د اسلامپالانو-په دودیزه توګه، د علم او سیاسي پروګرامونو سرچینه، (دیوبندي مدرسه) ګڼي او په غوره حالت کې، اخوانالمسلمین، نجف او قم، کیڼ اړخي بیا روسیه یا چین، د نړۍ قبله ګڼي او د قدرت خاوندتکنوکراتان هم، غني ډوله وو، چې د ټاکنو ټول بهیر یې، بدنامه کړه – البته، ددې انځور معنی د هغو ګوندونو انځور دی چې واک ته رسیدلي. له همدې امله، نوي تاسیس شوي ګوندونه باید پر خپلو پخوانیو کړنو له سره کتنه وکړي. د نننۍ ټولنې واقعیتونه او تجربې- په ځانګړي توګه- په پام کې ونیسي؛ ځکه چې سیاسي جریانونه په هر ځای کې، د پیاوړتیا او سیاسي پرمختګ لپاره، د ضروري بنسټونو په توګه کار کوي، که دا خلک چې د څو لسیزو د سیاسي مدیریت د ناکامۍ ترخې تجربې، پخپلو ریکارډونو کې لري، د خود غرضۍ، انحصارطلبۍ او توکمپالنې لړۍ ته دوام ورکړي، او دې سره دوی د “ملي ستونزې عادلانه حل” په اړه د فکر او پلان جوړولو پرځای، له واقعیته مخ واړوي یا د واک شخړه ساده وګڼي، د ټولنې موجود واقعیتونه له پامه وغورځوي؛ پایله به ناکامه وي؛ ځکه چې په اوسنیو شرایطو کې همغږي، نوي پلان او نویو کلمو ته اړتیا لري. د نه تمرکز دا نوی پلان، باید تعریف شي. هېوادوال او سیاسي قوتونه باید په دې پوه شي چې کله پر مرکزيت نیوکه کوي، د غیر مرکزي رګ و ريښې څه دي؟ ولې په تېرو او تېراېستونکو څرګندونو سره، يو ځل بيا غواړي سياست او واک، په داسې طریقه پر مخ بوځي چې کلونه کلونه تجربه شوي او د هېواد پر ولسونو، چې د غم اواز يې تر اسمانونو رسېدلى، ناورينونه او کړاوونه راوړي دي.
هغه ګوندونه چې په هېواد کې، د دموکراسۍ او جمهوري نظام د ناکامۍ له ترخې تجربې وروسته رامینځته شوي، سره له دې چې له پخوانیو عناصرو او څېرو سره، د جلاوطني سیاست په لیکو کې شامل شوي دي، خو دوی دا منلې چې مرکزيت په متکثره ټولنه کې سیاسي حل نه دی، دا د ستاینې وړ ګام او د اصلاح لپاره یو اقدام دی. له همدې امله د سیاسي ټولنې د غوښتنو پر بنسټ، د سیاسي واک سرچینې باید په عادلانه او د خلکو په خوښه ووېشل شي او د سیاست د لوري په بدلولو کې باید ولس پرېکنده رول ولري. د خلکو رایو ته په درناوي سره هغو ته باید د خپل برخلیک ټاکلو حق ورکړل شي، د نظام بڼه باید ټولپوښتنې ته وړاندې شي او خلک باید پریکړه وکړي چې څه ډول نظام غواړي؛ ځکه چې هېوادوالو ته د خپل برخلیک ټاکلو د حق سپارل او د خلکو په رایو باور کول، د یوه عصري سیاسي جریان د جوړولو اساسي برخه ده.