حوثیانو اعلان کړی چې د یمن په شمال کې د صعده ولایت پر فضا یې د سعودي عربستان یوه بېپیلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع سه شنبه د اکټوبر پر ۱۳مه، ویلي چې دغه بېپیلوټه الوتکه «وینګ لونګ ۲» ډوله وه.
هغه زیاته کړې چې دغه الوتکه د «دښمنانه ماموریتونو» د ترسره کولو پر مهال په نښه شوې ده.
سریع ټینګار کړی چې د دې ډلې ځواکونو د یوې مناسبې وسلې په کارولو سره دغه بېپیلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده.





