۸صبح، کابل: د بشري حقونو څار سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په دري شپېتمه ناسته کې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او ماشومانو پر وړاندې له بشري حقونو د سرغړونو له زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي بنسټ دوشنبه د وږي پر ۱۶مه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راوروسته ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو بنسټيزو حقونو محرومې شوې او نویو قوانینو هم ترې حقوقي ملاتړ محدود کړی دی.
د دغه بنسټ په خبره، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، معترضان او د مخکېني حکومت کارکوونکي د بشري حقونو له جدي نقض سره مخ دي.
د بشري حقونو څار سازمان د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي چې د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت وغځوي او سملاسي د بشري حقونو شورا د حساب کتاب خپلواک میکانیزم فعال کړي.
دغه بنسټ په افغانستان کې د جرمي شواهدو د راټولولو او ساتلو او له بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د پېژندلو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو څار سازمان له هېوادونو غوښتي چې د بشري حقونو د څرګندو معیارونو په پام کې نیولو پرته له طالبانو سره اړیکې عادي نه کړي.
یاد بنسټ افغانستان ته د جبري ستنولو د مخنیوي او د بشریت پر ضد د جرم په توګه د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندلو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.





