۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی، چې کرواسیا په روان کال کې له افغانستان سره ۱۰۰ زره امریکایی ډالر مرسته کړې ده.
دغه بنسټ دوشنبه د لړم پر ۱۶ اعلان کړی، چې کرواسیا دغه پیسې د افغانستان له بشردوستانه صندق سره مرسته کړې دي ترڅو د دغه هېواد خلکو ته ورسېږي.
اوچا د کرواسیا له مرستو په هرکلي ویلي، چې دغه پیسې به په افغانستان کې ترټولو زیانمنونکو اړمنو ته د مرستې او بېړني وضعیت لپاره ولګول شي.
د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر د ژمي موسم له رارسېدو سره یو ځل بیا له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي ترڅو له افغانانو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي.
د دغه بنسټ په وینا کمه موده پاتې ده، ترڅو افغانستان کې یو ځل بیا ګڼې کورنۍ د سخت ژمي له خطر سره مخ شي.
د ویلو ده، چې د طالبانو له واکمنېدو او په هېواد کې د بېوزلۍ او وزګارۍ له زیاتېدو سره د ملګروملتونو سازمان، مرستندویه بنسټونو او د نړۍ هېوادونو تل له بشري ناورین څخه خبرداری ورکړی او د بېړنۍ مرستې غوښتنه یې کړې ده.