د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي د نایجریا په ختیځ کې د بوکوحرام وسلهوالې ډلې بریدونه چې ۸۱ کسان پکې ووژل شول، غندلي دي.
د نوموړي سازمان بیان چې چهارشنبه د سپټمبر پر ۴مه خپور شوی، راغلي چې د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طاها دا بریدونه «جنایت او ناڅاپي کړنه» بللې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي همکاریو سازمان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د نایجریا له مشرتابه او خلکو څخه ملاتړ کوي.
هغه دا بریدونه «ترهګریز او افراطي» بللي دي.
د یادونې ده چې پرون د نایجریا په ختیځ کې د بوکوحرام وسلهوالې ډلې په بریدونو کې څه باندې ۸۰ کسان ووژل شول.
د دغه هېواد یوه پوځي چارواکي ویلي چې په دغو بریدونو کې ځینې کسان نادرکه هم دي.
بوکوحرام وسلهواله ډله له څو کلونو راهیسې د نایجریا په شمال ختیځ کې د دغه هېواد د حکومت پر ضد فعالیت کوي.





