د جرمني په پلازمېنه برلین کې سلګونو لاریونوالو د جګړې د پای ته رسېدو، اسراییلو ته د جرمني د وسلو د صادراتو د درېدو او د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
الجزیرې يکشنبه د نومبر پر ۸مه، راپور ورکړی چې دغو لاریونوالو د بالفور اعلامیې د ۱۰۹مې کلیزې په مناسبت لاریون کړی دی.
هغوی په دې لاریون کې د جګړو د پای ته رسېدو او له اسراییلو د جرمني د پوځي ملاتړ د درولو غوښتنه کړې ده.
د بالفور اعلامیه په ۱۹۱۷ کال کې د بریتانیا حکومت خپره کړه او په هغې کې دغه هېواد په فلسطین کې د یهودانو لپاره د یوه ملي کور له جوړېدو ملاتړ کړی و.





