۸صبح، لغمان: پرون د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې اووه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس يکشنبه د لړم پر ۱۷مه، راپور ورکړی چې دغه پېښه د لغمان دروازې ته څېرمه د مشلې په سیمه کې شوې ده.
د راپور له مخې، دا پېښه د سراچې او زرنج موټرسایکل د ټکر له امله شوې ده.
دواړه نقلیه وسایط له ټکر وروسته سیند ته لوېدلي دي.
ترافیکي پېښې په افغانستان کې د خلکو د مرګ ژوبلې له مهمو لاملونو دي.
له ټاکل شوي حده زيات سرعت، د موټرچلوونکو بېاحتیاطۍ، د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او د سړکونو خراب وضعیت د دغو پېښو لوی لاملونه بلل شوي دي.





