• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

زه اعتراض لرم؛ څلور کاله وېره، څلور کاله هڅه او مبارزه

دینا طاهري دینا طاهري
۱۸ كب/حوت ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶ [t_time:1773044970]
Social media

Social media

زه یوه اتلس کلنه نجلۍ یم چې د تنکۍ ځوانۍ کلونه مې د طالبانو د ظلم تر سیوري لاندې تېر کړل او ښايي ځواني مې هم همداسې تېره شي. په دې ټولو کلونو کې د هغو شرایطو پر وړاندې چې پکې ژوند کوم او د هغو ټولو بنسټیزو او انساني حقونو لپاره چې له موږه اخیستل شوي دي، معترضه پاتې شوې یم. د مارچ اتمه دا راپه یادوي چې د افغان ښځو او نجونو چې له خپلو ټولو حقونو بې‌برخې شوې دي – چیغو او فریادونو ته باید غوږ ونیول شي. دا ظلم او بې‌عدالتي بس ده.

زه د ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکې وم چې طالبان راغلل او ښوونځي یې وتړل. زما نهم ټولګی نیمګړی پاتې شو. که د نجونو لپاره د زده‌کړو پروګرامونه نه وای بند شوي، اوس به مې لسم، یوولسم، دوولسم ټولګي او د پوهنتون لومړی کال بشپړ کړی وای او نوی ښوونیز کال به مې د پوهنتون د دویم کال په پیلېدو سره پیل کړی وای.

زه د «امر ثاني» له قربانیانو یم؛ هغه امر چې د افغانستان د میلیونونو نجونو ژوند او راتلونکی ورپورې تړل شوی دی. تمه کېده چې موږ به یې ومنو او هېڅ هڅه به ونه کړو، خو داسې ونه شول. د طالبانو د واکمنۍ لومړی کال په ګډوډ ذهن او دې هیلې سره تېر شو چې ښايي راتلونکی کال بېرته ښوونځي ته ولاړه شم. په بل کال مې د وري پر درېیمه، په ډېر شوق  د لسم ټولګي کتابونه له بازاره واخیستل او پلار مې د لیکلو لپاره یوه کتابچه راوړه. قلم، کتابونه او کتابچې مې برابرې کړې. د ښوونځي یونیفورم – تورې جامې او سپین ټېکری مې هم تیار کړ. د نوي کال د مبارکۍ لپاره د خپل تره کور ته لاړم. هغه ډېر ټینګار کاوه چې شپې ته هم هلته پاتې شم، خو ما، مور او پلار مې په خوشحالۍ وویل: «سبا دینا ښوونځي ته ځي؛ باید کور ته ولاړ شو څو سبا پر وخت درس ته ولاړه شي.»

موږ کور ته ستانه شو، بې له دې چې پوه شو زموږ ټوله خوښي او هیجان به بې‌ګټې شي. د ښوونځیو د بندېدو خبر خپور شوی و او طالبانو نجونې تر «امر ثاني» پورې په تمه ساتلې وې. دا زما او د افغانستان د میلیونونو نجونو پر وړاندې ستر ظلم و.

خو ما ځان بندي پرېنښود او ومې نه غوښتل لکه زما مور او ډېرې نورې ښځې یوازې په کور کېنم. کله چې ښوونځي ته تلل او درس ویل بند وو، ما د ښوونیزو کانالونو له لارې خپلو درسونو ته دوام ورکړ. تمدن ټلوېزیون د نجونو لپاره ګټور ښوونیزو پروګرامونه خپرول. هره ورځ به مې څلور ساعته درس لوست. هماغه کال مې د نهم او لسم ټولګي درسونه خپله ولوستل او په دې کار سره مې ځان او خپلو کوچنیو خویندو ته هیله ورکوله.

بل کال یوه مرکز په پټه د هغو نجونو لپاره درسي ټولګي جوړ کړي وو چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې وې. زما په زړه کې لویه هیله راژوندۍ شوه. هلته به موږ له یوې ډلې نجونو سره درس لوست. په بشپړ حجاب به حاضرېدو؛ داسې چې یوازې زموږ سترګې او لاسونه به لیدل کېدل.

پنځلس ورځې تېرې شوې. یوه ورځ مدیر ټولګي ته راغی. سترګې یې سرې وې، لکه چې ژړلي وي او ډېر خپه ښکارېده. ویې ویل: «نور باید ټولګیو ته رانشئ. پروګرام بندېږي. طالبان موږ څاري او خبرداری یې راکړی چې که دوام ورکړو، زیانمن به شو.

مدیر لاړ، خو خبرې یې زموږ ترمنځ د ناامېدۍ د بم په څېر وچاودېدې. زموږ ښوونکې ښځې وې؛ ژړل یې او نجونې یې غېږ کې نیولې. موږ هم یو بل په غېږ کې نیول او ژړل مو. خو بیا مو یو بل ته وویل: «که څه هم د نجلۍ په جرم غواړي موږ له زده‌کړو محرومې کړي، خو موږ تسلیمېږو نه. خپلو درسونو ته به دوام ورکوو او خپل کورونه به ښوونځی او پوهنتون ګرځوو.» موږ هرې یوې له ځان سره ژمنه وکړه چې دوام به ورکوو او د خپل ژوند د جوړولو لپاره به مبارزه کوو.

محدودیتونه او بدلونونه د نجونو او ښځو ترمنځ د خپګان لامل شوي وو. ډېرو نجونو له کوره د وتلو جرأت نه درلود. زه هم په کور ناسته وم او له وتلو به وېرېدم. دغو محدودیتونه زما ذهن ګډوډ کړی و، خو ځان مې د ریاضۍ، فزیک، کیمیا، دري او د انګلیسي لغتونو د یادولو پر تمرینونو بوخت ساته. کله کله به دومره درس لوست چې سر به مې درد کاوه او ذهن به مې د ریاضۍ له پېچلو پوښتنو ډک شو.

وروسته یو بل مرکز په پټه د نجونو لپاره ټولګي جوړ کړل. میاشتنی فیس یې ۱۳۰ افغانۍ و. هلته لاړم او ځان مې بیا له درس سره بوخت کړ. د شپې مې به تر یوولسو یا دولسو بجو پورې د ریاضۍ او فزیک سوالانونه حلول او د ورځې به مې انګلیسي او نور درسونه لوستل. له غرمې وروسته به هم ټولګیو ته تلم.

خو څو ځله طالبان مرکز ته راغلل او نجونې یې ووېرولې. هغه ورځ مې ښه په یاد ده چې طالبان راغلي وو او ټول یې وېرولي وو.

نجونې د ټولګي په یوه کونج کې د دیوال ترڅنګ ناستې وې؛ لکه له چا چې ځان پټوي. په لړزېدلي غږ یې راته وویل: «طالبان دلته راغلي دي.» د هغوی په سترګو کې وېره ښکاره وه او ورو ورو یې دعاوې کولې.  ټېکري یې داسې پر سر کړي وو چې وېښتان او آن وروځې یې هم نه ښکارېدې. پزه او خوله یې هم په ماسک او ټيکري پټې کړې وې او یوازې سترګې یې د دې شېبو شاهدې وې.

نیم ساعت تېر شو او طالبانو لا هم له مدیر سره خبرې کولې. زه، مریم او فرشته – زما خور – څنګ په څنګ ناستې وو او د کیمیا د «کیمیاوي اړیکو» درس مو لوست او تمرینونه مو حلول. خو هر څومره چې مو هڅه کوله ځانونه پر کتابونو بوخت کړو، نه کېده. زموږ د زړه درزا تېزه شوې وه او لاسونه مو د لیکلو پر مهال رپېدل. زموږ غږونه بدل شوي وو او ژبه مو بنده بنده کېده.

کله چې به مو نورو نجونو ته کتل، حالت یې له موږ هم خراب و. رنګونه یې تښتېدلي وو او وېره یې په حرکاتو کې ښکاره وه. خو بیا به مو هم یو بل ته ډاډ ورکاوه او ویل مو: «نن ورځ به په خیر تېره شي او طالبان به زموږ له حضوره خبر نه شي.

د حویلي په انګړ کې څو کسان هډور سړي چې اوږدې ږیرې یې لرلې، کېدل. موږ د یوې شېبې لپاره ساه بنده کړه. په ټولګي کې چوپه چوپتیا وه.

لږ وروسته د دروازې د تړل کېدو غږ واورېدل شو. طالبان تللي وو. نجونو ساه واخیسته. ټولې خوشحالې شوې او یو بل یې غېږ کې ونیولې. له درس سره د مینې لپاره مجبوره وم چې داسې ورځ تجربه کړم.

یو نیم کال پر تدریس بوخته وم. هغو نجونو ته مې چې زما په څېر له زده‌کړو محرومې شوې وې، انګلیسي ورزده کوله. ان درې میاشتې ما او ملګرو مې پرېکړه وکړه چې ریاضي، فزیک او کیمیا په وړیا ډول تدریس کړو. په دې کار سره مو هڅه کوله هم ځان او هم څو نورې نجونې پر درس بوختې وساتو.

د ښځو د سخت وضعیت په لیدو مې لیکلو ته مخه کړه. زما لومړۍ لیکنه د خپلې وېرې په اړه وه.

لنډه کیسه یې داسې وه: «د پنجشنې په ورځ له تدریس وروسته کور ته روانه وم. هوا تیاره شوې وه. په لاره کې مې دوه طالبان ولیدل. هغوی راته کتل او په پښتو یې له یو بل سره خبرې کولې او زما پر لور یې اشاره کوله. زه ډېره وېرېدلې وم. کله چې له لرې یوه کوچنۍ نجلۍ راغله، خوشحاله شوم. انتظار مې وکړ څو له هغې سره یو ځای لاړه شم. دواړه په منډه روانې شوو څو له هغو دوو طالبانو لېرې شو، په داسې حال کې چې هغوی په لوړ غږ خندل.

دا وېره مې له کورنۍ یا ملګرو سره شریک نه کړه، خو ومې لیکله. له هغې وروسته لیکل زما لپاره جدي شول او پر ورځني عادل بدل شول.

که څه هم محدودیتونه لکه زنځیر موږ بندوي، خو زه – دینا – نه غواړم خپل ژوند، ازادي او ارمانونه وبایلم.

د ښځو په ورځ له نړۍ غواړم چې د افغانستان د نجونو غږ واوري. موږ هغه نجونې یو چې له ټولو محدودیتونو سره سره لا هم هیله لرو؛ لا هم لیکل  کوو، لا هم زده‌کړه کوو او لا هم د خپل راتلونکي لپاره مبارزه کوو.

موږ له نړۍ غواړو چې زموږ حقونه په رسمیت وپېژني: د زده‌کړې حق، د ازاد ژوند حق او د داسې راتلونکي د جوړولو حق چې موږ یې وړ یو.

زما کیسه د دې خاورې د زرګونو نجونو کیسه ده؛ هغه نجونې چې له وېرې او محدودیتونو سره سره لا هم ولاړې دي او د روښانه راتلونکي لپاره مبارزه کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ګوټرېش راپور؛ بشري ناورین لاپسې زیات شوی او  د طالبانو ځپونکي تګلاره لا سخته شوې
بهرني خبرونه

ګوتېرېش د څه باندې ۱۰۰ کډوالو تر ډوبېدو وروسته د کډوالۍ لپاره د خوندي لارو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791831090]
ټرمپ د امریکا د مشرانو جرګې له خوا د جګړې د صلاحیتونو د پرېکړه لیک تصویب «بې‌وخته او بې‌مانا» وباله
بهرني خبرونه

ټرمپ له روسیې سره د ډیزلو تېلو د برابرولو هوکړه «سم انتخاب» بللی

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791826700]
په پروان کې د ۱۳ کارګرو نیول؛ له ۲۶ ورځو راهیسې یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته
خبرونه

په پروان کې د ۱۳ کارګرو نیول؛ له ۲۶ ورځو راهیسې یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791823939]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.