د کابل پوهنتون د نصاب لپاره د طالبانو د علماوو وروستۍ کمېټې د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو له ښوونیز پروګرامه ۹۶ عنوانه کتابونه او درسي رسالې لېرې کړي دي. د هغه نوملړ کاپي چې د ۸صبح ورځپاڼې لاسته رسېدلې، ښيي چې دغه پراخ حذف په لومړي سر کې د بشري علومو پوهنځي په تېره بیا د ټولنپوهنې، حقوقو او سیاسي علومو او ښکلو هنرونو پوهنځي په نښه کړي دي. هغه مضامین چې په منځپانګه کې یې فلسفي او لوېدیځې تیورۍ، عصري ټولنپوهنه، سیاسي او رسنیز تحلیلونه، ټولنیز نقد، سینمايي او هنري سرچینې، انګلیسي کتابونه او بهرنۍ اکاډمیکې سرچینې وي، له نصابه اېستل شوي دي. له دې سره هممهاله، طالبانو ۱۹۴عنوان کتابونه د اصلاح او بیا کتنې په شرط تائید کړي او ۹۸۱ نور کتابونو او رسالو ته یې د تدریس اجازه ورکړې ده.

د طالبانو د علماوو کمېټې له خوا د رد شویو مضامینو نوملړ چې د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته رسېدلی، ښيي چې تر ټولو زیات کتابونه د ټولنیزو علومو، فلسفې، ټولنپوهنې، تاریخ، سینما، حقوقو او عامه ادارې په پوهنځیو پورې اړه لري. دا کتابونه له کوم څرګند دلیل پرته له نصابه لرې شوي، خو سرچینې وايي چې طالبان دا کتابونه له شریعیته د خپلې انګېرنې له مخې، له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ګڼلي او له همدې امله یې حذف کړي دي.

په کابل پوهنتون سرچینې وايي چې دا شمېر یوازې د کابل پوهنتون پورې اړه لري او په ټول هېواد کې د حذف شویو کتابونو او رسالو شمېر څو برابره دی. یوه باوري سرچینه وايي: «واقعي شمېره د دې څو برابره ده. فکر وکړئ چې په ټول هېواد کې له ۳۴ پوهنتونونو څومره کتابونه د طالبانو د دې کمیته له خوا رد شوي دي. دا یوازې په کابل پوهنتون پورې اړه لري.»

دا کمیته له ۴۰ طالب ملایانو جوړه ده چې د پوهنتونونو ټول مضامین یې د خپلې ډلې د لیدلوري له مخې بیا کتلي او سلګونه درسي رسالې او اثار یې له نصابه لېرې کړي دي.

هغه نوملړ چې د ۸صبح ورځپاڼې لاسته ورغلی، ښيي چې طالبانو د علماوو د کمیټې له خوا د ټولنیزو علومو پوهنځي ۱۲، د ژورنالیزم پوهنځي ۷، د ښکلو هنرونو پوهنځي ۱۰، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ۱۵، د اقتصاد پوهنځي ۱۱، د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي ۹، د ژبې او ادبیاتو پوهنځي ۱۳، د شرعیاتو پوهنځي ۷، د روزنیزو علومو او اروا پوهنې پوهنځي ۴، د ځمکپوهنې او جغرافیې د پوهنځي ۳ او د نورو څانګو څو مضامین لېرې شوي دي.
د ټولنپوهنې له پوهنځي لېرې کړای شوي مضامین
دا نوملړ ښیي د ټولنیزو علومو پوهنځي له درسي نوملړه د عصري فلسفې، د سیاسي ټولنپوهنې، فلسفي مفاهیمو، د منځني ختیځ د تاریخ، د صنعتي ټولنپوهنې او یو شمیر نور کتابونو لېرې شوي دي. استادان وايي دا حذفونه لا هم دوام لري او د دې پوهنځي وجودي فلسفه یې تر پوښتنې لاندې راوستې او پوهنځی یې د بشپړ حذف له خطر سره مخ کړی دی.
د ټولنیزو علومو حذف شوي مضامین
| پوهنتون | پوهنځی | د تدریس مقطع | مولف | کتاب | شماره |
| کابل | علوم اجتماعی | لیسانس/ فلسفه و جامعه شناسی | گلاب شاه امانی | فلسفه عصر جدید | ۱ |
| علوم اجتماعی | لیسانس/ تاریخ عمومی | ربیعالله بصیری | تاریخ شرق میانه | ۲ | |
| علوم اجتماعی | لیسانس/ فلسفه و جامعه شناسی | محمد خالد حبیبی | جامعه شناسی سیاسی | ۳ | |
| لیسانس/ تاریخ عمومی | احمد ولی | مبادی تاریخ | ۴ | ||
| لیسانس/ فلسفه و جامعه شناسی | بریالی فطرت | فلسفه اسلامی (۱-۲) | ۵ | ||
| ماستری/ افغانستان شناسی | ندارد | مفاهیم فلسفی | ۶ | ||
| لیسانس/ فلسفه و جامعه شناسی | محمد خالد حبیبی | اقتصاد افغانستان | ۷ | ||
| لیسانس/ تاریخ عمومی | غلام فاروق عبدالله | تاریخ افغانستان در دوره تجزيه و تقسيم (م۱۷۴۷م تا ۱۵۰۱) | ۸ | ||
| لیساس/ باستان شناسی | عصمتالله عثمانی | مبادی انسان شناسی | ۹ | ||
| ماستری/ افغانستان شناسی | بریالی فطرت | جامعه شناسی افغانستان | ۱۰ | ||
| لیسانس/ فلسفه و جامعه شناسی | محمد خالد حبیبی | جامعه شناسی صنعتی | ۱۱ | ||
| لیسانس/ فلسفه و جامعه شناسی | محمد خالد حبیبی | جامعه شناسی | ۱۲ |
د ارتباطاتو او ژورنالیزم د پوهنځي حذف شوی مضامین
د طالبانو دې کمېټې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنځي په مخ پر ودو هېوادونو کې د پراختیایي اړیکو، د فردي او عامه اړیکو مفهوم او ځینې نورې درسي رسالې لېرې کړي دي.
| پوهنتون | پوهنځي | درسي کچه | مولف | کتاب | شماره |
| ژورنالیزم و ارتباطات
|
ماستری | مشخص نیست | ارتباطات توسعه در كشور های در حال توسعه | ۱ | |
| لیسانس | ندارد | د عامه اړيكو تاريخ | ۲ | ||
| لیسانس | عبدالقهار جواد | ترغیب و نفوذ اجتماعی | ۳ | ||
| مطالعه ارتباطات | لیسانس | میرعزیزاحمد فانوس و حامد رسالت | ارتباط مفهوم فردی و همگانی | ۴ | |
| لیسانس | Joyce L. Hocker and William W. Wilmot | Interpersonal Conflict | ۵ | ||
| مطالعه ارتباطات | لیسانس | W.B. Croft, D. Metzler | Search Engines (Information Retrieval Practice) | ۶ | |
| مطالعه ارتباطات | لیسانس | Phil Venditti | An Itroduction to Group Commucation | ۷ |
د ښکلو هنرونو له پوهنځي د لېرې کړای شویو کتابونو او رسالو نوملړ
| شماره | کتاب/ لچکر نوت | مولف/مترجم/ گردآورنده | مقطع درسی | پوهنځی |
| ۱ | تاریخ سینمای افغانستان | سید مجیبالدین جواد | لیسانس/ سینما | ښکلي هنرونه |
| ۲ | فلم نامه نویسی | محمد مصطفی ابراهیمی | لیسانس /ادبیات نمایشی | هنرهای زیبا |
| ۳ | نقد فلم (۱) | دیپارتمنت سینما | لیسانس/ سینما | هنرهای زیبا |
| ۴ | دوبلاژ | دیپارتمنت سینما | لیسانس/ تیاتر | هنرهای زیبا |
| ۵ | فلمنامهنویسی (۱) | دیپارتمنت ادبیات نمایشی | لیسانس /تیاتر | هنرهای زیبا |
| ۶ | زیباشناسی | گلاب شاه امانی | ماستری/هنرهای بصری و نمایشی | هنرهای زیبا |
| ۷ | هنر گره سازی | جواد شفایی | لیسانس | هنرهای زیبا |
| ۸ | تحلیل و تجزیه ادبیات نمایشی | رکن الدین سروری | لیسانس | |
| ۹ | طنز وکاربرد آن در آثار نمایشی | محمد همایون بی ریا | لیسانس | هنرهای زیبا |
| ۱۰ | گهره چینی در معماری اسلامی | حسین زمرشیدی | لیسانس | هنرهای زیبا |
د حقوقو او سیاسي علومو حذف شوي مضامین
| پوهنځی | د تدریس مقطع | مولف | کتاب | شماره |
| حقوق علوم سیاسی | مرکز آموزش حقوقی | بریالی بریال | رهنمود جزایی | ۱ |
| لیسانس حقوق خصوصی | محمد اسحق رحیمی | مقدمه و کلیات علم حقوق | ۲ | |
| حقوق جزا و علوم جنایی | دیپارتمنت حقوق جزا | حقوق جزایی اختصاصی | ۳ | |
| لیسانس حقوق جزا و علوم جنایی | ولی محمد ناصح | حقوق بین الملل خصوصی | ۴ | |
| علوم سیاسی و روابط بینالملل | سید احمد نجیب محمود | امنیت بینالملل | ۵ | |
| حقوق و وجایب | سید احمد نجیب محمود | عقود معین | ۶ | |
| حقوق | حفیظالله دانش | جزاشناسی | ۷ | |
| لیسانس حقوق جزا و علوم جنایی | دیپارتمنت حقوق جزا | مطالعه (درآمدی بر سیاست جنایی موردی افغانستان | ۸ | |
| حقوق خصوصی لیسانس | ولی محمد ناصح | حقوق مالکیتهای معنوی | ۹ | |
| علوم سیاسی و روابط بینالملل | عتیقالله رحیمی | رهبری سازمانی (مبانی و اصول رهبری و سیاسی) | ۱۰ | |
| حقوق خصوصی لیسانس | محمد اسحق رحیمی | مسوولیت مدنی و حقوق وجایب (الزاهای خارج از قرار داد ۲ | ۱۱ | |
| حقوق خصوصی- لیسانس | نصرالله ستانکزی | اصول محاکمات مدنی | ۱۲ | |
| ماستری پالیسی عامه | فیص محمد ځلاند | دعامه اداری اساسات | ۱۳ | |
| علوم سیاسی روابط بینالملل | عبدالوکیل حمیدی | مسایل سیاسی و اقتصادی کشورهای کم توسعه | ۱۴ | |
| ماستری- پالیسی عامه | اجمل آرین | مدیریت مالی عامه | ۱۵ | |
| علوم سیاسی و روابط بینالملل- لیسانس | سنتالله انصاری | تشریفات دیپلماتیک | ۱۶ |
داقتصاد او مدیریت څانګې حذف شوي مضامين
| پوهنتون | پوهنځی | د تدریس مقط | مولف | کتاب | شماره | ||||||
| اقتصاد | امور مالی و بانکی | ندارد | Bank Management | ۱ | |||||||
| اقتصادی | ز | فیاض احمد سیار و جاوید شهیدی | روش تحقیق | ۲ | |||||||
| امور مالی و بانکی | احمد جاوید شعبی | مهام | ۳ | ||||||||
| محاسبه | ندارد | Taxation | ۴ | ||||||||
| Taxation | احمد جاوید شعبی | حقوق تجارت | ۵ | ||||||||
| اقتصاد ملی – لیسانس | Charles J.Corrado | FUNDMINTALAS OF Investments | ۶ | ||||||||
| لیسانس منجمنت و اداره تشبثات | اجمل آرین | بازارها و نهادهای مالی | ۷ | ||||||||
| ماستری | Frederic S. Mishkin and Stanley G. Eakins | Finincial Markets and Institutions | ۸ | ||||||||
| احصاییه – لیسانس | زین الله صادقی | پروگرام سازی خطی | ۹ | ||||||||
| ماستری | Ross/Westerfield/Jordan | Essential of Corporate Finance | ۱۰ | ||||||||
| ماستری | Michael Armstrong | Strategic Human Resource Management | ۱۱ | ||||||||
د اداري او عامه پالیسۍ حذف شوي مضامین
| پوهنتون | پوهنځی | مقطع تدریس | مولف | کتاب | شماره |
| پالیسی عامه | پالیسی عامه/ لیسانس | ذبیح الله مدثرم | محاسبه مالی | ۱ | |
| اداره عامه/ لیسانس | محمد فرید نورزاد | جامعه شناسی سازمانها | ۲ | ||
| عمومی/لیسانس | محمد رفیع اکربی | توسعه پایدار بینالملل | ۳ | ||
| عمومی/ لیسانس | دیپارمتنت مدیریت توسعه | مدیریت ارتباطات سازمانی | ۴ | ||
| اداره عامه/ لیسانس | عباس موحد | مبادی اداره عامه | ۵ | ||
| پالیسی عامه/ لیسانس | مدیریت تعارضات سازمان | ۶ | |||
| اداره و پالیسی عامه – ماستری | حکمتالله واحدی | روشهای تحلیل پالیسی عامه | ۷ | ||
| اداره و پالیسی عامه – ماستری | خلیلالرحمن سروری | رهبری | ۸ | ||
| عمومی – لیسانس | عباس محمد زاده | تحول به مثابه ستراتیژی (مدیریت توسعه) توسعه | ۹ |
ژبه او ادبیات
فولکلور او فولکلوري، عرفاني ادبیات، افغانستان په اوستا کې، د ژبپوهنې تاریخ، الأدب العربي المعاصر، خوشحال پېژندنه، د نړۍ ادبیات، نړیوال اديب شهکارونه، اسطوره، د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ او ژبپوهنه هغه مضامین دي چې په ادبیاتو پوهنځي کې په پښتو، دري او عربي څانګو کې حذف شوي دي.
| پوهنتون | پوهنځی | مقطع تدریس | مولف | کتاب | شماره |
| زبان و ادبیات پشتو | احمد شاه زغم | فولکلور او فولکلوري | ۱ | ||
| ماستری- فارسی | حسن شاه رحیمی | ادبیات عرفانی | ۲ | ||
| ماستری- پشتو | دوست محمد شینواری | افغانستان په اوستاکی | ۳ | ||
| فارسی- لیسانس | راحله حمیدزی | تاریخ زبان شناسی | ۴ | ||
| عربی / لیسانس | شوقی ضیف | األدب العريب | ۵ | ||
| انگلیسی / لیسانس | Keith S. Folse | Great Writing | ۶ | ||
| پشتو / لیسانس | شاه ولی | خوشحال پېژندنه | ۷ | ||
| پشتو / لیسانس | اجمل ښکلی | د نړۍ ادبیات | ۸ | ||
| پشتو/ ماستری | محمد اسماعیل یون | نړیوال اديب شهکارونه | ۹ | ||
| انگلیسی / لیسانس | ندارد | Reading Short Stories | ۱۰ | ||
| پشتو/ ماستری | ندارد | اسطوره | ۱۱ | ||
| پشتو / لیسانس | بریالی باجوړي | د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ | ۱۲ | ||
| فارسی/لیسانس | آلن کروز- ویلیام کرافت | زبان شناسی | ۱۳ |
د شرعیاتو او اسلامي علومو حذف شوي مضامین
| دانشکده | مقطع تدریس | مولف | کتاب | شماره |
| شرعیات | دعوت – لیسانس | عبدالغیاث سهرايب | أصول الدعوة إلی الله تعالی | ۱ |
| دعوت – لیسانس | عبدالغیاث سهرابی | خصایص الدعوة إلی الله سبحانه و تعالی | ۲ | |
| دعوت – لیسانس | عبدالغیاث سهرابی | الحوار و آدابه يف اإلسلام | ۳ | |
| دعوت – لیسانس | عبدالغیاث سهرابی | اعداد الداعي | ۴ | |
| تفسیر و حدیث- ماستری | تفسیر و حدیث – ماسترتی | مناهج املحدثین | ۵ | |
| دعوت – لیسانس | محمد ابراهیم ابراهیمی | الهیات درعلم عقاید اسلامی | ۶ | |
| تفسیر و حدیث – ماسترتی | عبدالباری حمیدی | الجرح و التعدیل | ۷ |
تعلیمي علوم او ارواپوهنه
د ښاروندۍ ښوونه او روزنه، د کورنۍ مشوره او د روزنیزو پروګرامونو تیورۍ هغه مضامین دي چې د طالبانو د علماوو د کمېټې له خوا د روزنیزو او اروا پوهنې له علومو لېرې شوي دي.
| پوهنځی | مقطع تدریس | مولف | کتاب | شماره |
| روان شناسی و علوم تربیتی | لیسانس | دیپارتمنت پیداگوژی | تعیلم و تربیت شهروندی | ۱ |
| لیسانس | بیژن ایوبی | مشاوره خانواده | ۲ | |
| لیسانس | نظام الدین عبدالله | حقوق فامیل | ۳ | |
| لیسانس | محمد حیدر یعقوبی | تئوریهای برنامهریزی آموزشی | ۴ |
ځکمپوهنه او جغرافیه
د طالبانو د علماوو کمېټې د کابل پوهنتون د پوهنځیو د درسي کتابونو او رسالو د لېرې کولو په لړ کې د ځمکپوهنې پوهنځي له درسي نوملړه د حیاتي جغرافیې، د اسلامي هېوادونو تاریخي جغرافیه او Disaster Risk Managementهم لېرې کړي دي.
| پوهنځي | د تدریس مقطع | مولف | کتاب | شماره |
| ځکمپوهنه | لیسانس | ندارد | Disaster Risk Management | ۱ |
| لیسانس | محمد کاظم یوسفی | جغرافیای حیاتی | ۲ | |
| لیسانس | محمد خالد خواص | جغرافیای تاریخی کشورهای اسلامی | ۳ |
انګلیسي درسونه او لوېدیځې سرچینې؛ د حذفونو لویه برخه
په حذف شویو مواردو کې څو انګلیسي سرچینې لکه Research Design (جان کرسول)، Financial Markets and Institutions، Corporate Finance او Interpersonal Conflict هم شاملې دي.
| پوهنځی | مقطع تدریس | مولف | کتاب | شماره |
| تکنالوژی معلوماتی و مخابراتی | لیسانس | John W. Creswell | Research Design | ۱ |
| زراعت | زراعت – لیسانس | حسن ګل آریویې | په هند کي د فارم مدیریت | ۲ |
| انجنیری | انجیرنیک – لیسانس | غالم رضا کامیار | حقوق شهرسازی | ۳ |
دغه راز ۱۹۴عنوانه کتابونه او درسي مواد د طالبانو د علماوو کمېټې له خوا د تعدیل په شرط د تدریس لپاره تایید شوي دي. دا نوملړ په تاریخ، ټولنپوهنه، ادبیات، فلسفه، ارواپوهنه، مدیریت، نړیوالو اړیکو، سیاسي علومو، اقتصاد، جغرافیه، بیولوژي، کرنې، مالدارۍ، طب، درملجوړونې، انجینرۍ او هنر او رسنیو کې پراخ موضوعات رانغاړي. د طالبانو په امر ټول دا کتابونه او رسالې باید د دوی د مقرراتو له مخې وروستۍ شي او بیا په کابل پوهنتون کې د تدریس اجازه ورکول کېږي.
د یوه بل سند له مخې چې د ۸صبح ورځپاڼې لاسته رسېدلی، د طالبانو د علماوو کمېټې په کابل پوهنتون کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا د کچو لپاره په بېلابېلو څانګو کې ۹۸۱ عنوانه کتاب، لیکچرنوټونه او درسي مواد د تایید کړي دي.
د ۸صبح ورځپاڼې د یو بل راپور له مخې، د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د ۳۰ ملايانو او شیخانو، ۲۰ استادانو او د دغه وزارت د ۲۰ استادانو په ګډون یوه شاوخوا ۵۰ کسیزه کمېټه جوړه کړې چې د «اسلامي کولو» په موخه یې د ټول هېواد د لوړو زدکړو د نصاب بیاکتنه پیل کړې ده. دا کمېټه ټول هغه کتابونه چې د طالبانو له عقایدو، حنفي مذهب، سیاستونو او مقرراتو سره په ټکر کې وي یا یې علمي محتوا نامناسبه وګڼي، له نصابه حذف لېرې کوي.





