۸صبح، کابل: د هلمند سیمهییزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د انساني درمل جوړونې یو شرکت جوړ شوی دی.
سرچینو جمعه د لړم پر ۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دغه شرکت د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې پېل کړی دی.
د سرچينو په وینا، په دغه شرکت کې به له دوه سوو ډېرو کسانو ته په مستقيم او غيرمستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.
د دغه شرکت مسوولینو زیاته کړې چې په راتلونکي کې د بېلابېلو درملو د جوړونې او تولید لپاره عملي پروګرامونه په پام کې لري.
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې هم شاوخوا دوه اوونۍ مخکې یو روغتیايي مرکز فعالیت پېل کړ.
هلمند او اروزګان هغه ولايتونه دي چې د روغتيايي اسانتياوو له کمښت سره مخ دي.





