بې کیفیته درمل د معیاري کیفیت، مؤثره موادو، او کارونې خوندیتوب نه لري. دا ډول درمل ښايي چې د ناروغیو سم علایم کنټرول نه کړاي شي چې له کبله یې ناروغي نوره هم خرابېدای شي. بې کیفیته درمل ممکن خطرناک جانبي عوارض رامنځته کړي، لکه حساسیت، د زهرجنه موادو اثر، یا د نورې ناروغۍ لامل شي.
په افغانستان کې د لسیزو راهیسې د بی کیفیتو او تر وخت تېرو درملو ستونزه موجوده ده چې په دې وروستیو کلونو کې خلک ترې سخت تنګ شوي او د حلېدو غوښتنه یې کوي. طالبانو په کندهار کې څو ځله ویلي چې د درملو لپاره افغانۍ کمپنۍ جوړې شوي او په بازار ته به ډېر ژر افغاني درمل راشي، خو لاهم د ښار په درملتونونو کې په پراخه کچه بې کیفیته او تر وخت تېر درمل پراته دي چې دې موضوع خلکو ته روغتیایي ستونزې پېښې کړې دي.
د کندهار یو اوسیدونکی عبدالله شاه چې د یوې ناروغۍ له کبله بې کیفیت درمل استعمال کړي، وايي چې د درملو له کبله یې ناروغي نه یوازې کمه شوې، بلکې نوره هم ډېره شوې ده. دی وایي چې په کندهار کې د افغاني او بهرنیو درملو کیفیت خورا خراب دی او د ګټېاخیستنې وړ نه دي. عبدالله شاه د شکر ناروغي لري او د بې کیفیته درملو د کارونې له کبله یې وضعیت لا پسې خراب شوی دی.
نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زه د شکر ناروغي لرم، دلته درمل داسې شوي دي چې هېڅ کیفیت نه لري. د ناروغۍ د کمېدو پر ځای، ناروغي نوره هم زیاته شوې ده. ډاکټرانو ماته وویل چې له بهر څخه درمل راوړم، ځکه دلته په موجوده درملو باور نشته.»
ورته مهال، د کندهار یو شمېر نور اوسیدونکي هم د بی کیفیتو او تر وخت تېر درملو د زیاتېدو څخه شکایت کوي او وايي چې دې موضوع د هغوی د کورنیو غړو ژوند ته خطر پېښ کړی دی. همتالله (مستعار نوم) چې د کاکا لور یې د بې کیفیته درملو له کبله مړه شوې، وایي چې د ډاکټر په سپارښتنه یې له ښار څخه راوړي پیچکارۍ استعمال کړې چې د څو ساعتونو په تېرېدو یې ژوند بایللی دی.
هغه زیاتوي: «ډاکټرانو ماته وویل چې پیچکاري د هماغې ناروغۍ لپاره وه، خو د بی کیفیتۍ له کبله حساسیت پیدا کړی او ژوند یې د لاسه ورکړی. که سمې پوښتنې وشي، ټول ښار به ووايي چې په اوسنيو درملو کې هیڅ ناروغي نه ده جوړه شوې.» د کندهار خلکو په خبره، دې ستونزې د خلکو لپاره جدي روغتیایي خطرونه رامنځته کړي او د دې حل کولو لپاره جدي اقدام ته اړتیا ده.
په کندهار ولایت کې د درملو د پیر او پلور یو شمېر کاروباریانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، هغه سوداګر چې د درملو کاروبار کوي، له طالبانو سره په همکارۍ ښار ته بی کیفیت درمل واردوي.
د درملو یو شرکت مسوول چې نه غواړي نوم یې په راپور کې راشي شي، وايي چې د درمل پلورونکي نه غواړي عامو خلکو ته بې کیفیت درمل وپلوري، خو زیاتوي، هغه سوداګر چې کندهار ته درمل راوړي، د درمل جوړونکو کمپنیو ته ځانګړي وړاندیزونه کوي او کمپنۍ د یادو سوداګرو په خوښه بی کیفیت درمل تولیدوي.
هغه زیاتوي: «د درملو کیفیت زموږ په وس کې نه دی. ټول درمل د هغو مسؤلینو لخوا راوړي کېږي چې د درملو کنټرول یې په لاس کې دی. د یوه ښه کپسول قیمت چې ۵۰ افغانۍ دی، د دوی په غوښتنه بی کیفیت کپسول ۲۵ افغانۍ ټاکل کېږي، خو دغه کپسول هېڅ ګټه نه لري. طالبان هم په دې کې شریک دي.»
ډاکټر محمدقریش (مستعار نوم) وايي چې په دې وروستیو کې د ښار کې په ټولو درملتونونو کې بې کیفیت درمل پلورل کېږي. هغه له خلکو غوښتنه کوي چې د هغو درملو د اخیستو څخه ډډه وکړي چې QR کوډ او سريال نمبر یې جعلي وي.
نوموړی ډاکټر زیاتوي: «د ناروغ او ډاکټر ترمنځ بی باوري رامنځته شوې ده. په ښار کې چې کوم درمل پلورل کېږي، ټول یې QR کوډونه او سريال نمبرونه جعلي دي. خلک باید د دغو درملو د اخیستو څخه ډډه وکړي.»
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د په کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا مسوولانو نظر هم راواخلو، خو له ډېر هڅو سربېره بریالي نه شوو.
هېوادوال ځيني هېوادونه او کمپنۍ د بې کیفیته درملو پر جوړونې تورنوي او له حاکم رژیم غوښتنه کوي چې هېواد ته د دې درملو د واردولو مخه ونیسي. ورته مهال، هېوادوال د بې کیفیته درملو په هکله د عامه پوهاوي غوښتنه کوي.





