په ننګرهار کې د مهاجرت نړیوال سازمان په مالي مرسته د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه

۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په دغه ولایت کې د نجونو د لپاره د یوې لېسې ودانۍ جوړه کړه.
په ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې رياست وياند فرهاد احمد ستانکزي نن سه شنبه (د غوایي په ٢٦مه)، وويل چې د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د کنډي باغ لېسې ودانۍ جوړه شوې ده.
د ستانکزي د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځى اته درسي ټولګي، دوه دفتري خونې، څو تشنابونه، د څښاک د صحي اوبو يوه څاه او ذخيره، د کمپيوټر لاب، او يو لابراتوار لري.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند زياته کړه، چې د کنډي باغ د نجونو د لېسې پر ودانۍ ٢١٧ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د مهاجرت د نړيوال سازمان له خوا ورکړل شوي دي.
د دغه ښوونځي زده کوونکي د خپل ښوونځي د ودانۍ د بشپړېدو هرکلی کوي.
په ننګرهار کې د نجونو د لیسې ودانۍ په داسې حال کې پرانیستل شوه چې طالبانو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.
تر اوسه طالبانو د زده کوونکو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام نه دی کړی چې د نجونو د ښوونځیو دروازې د ښځینه زده کوونکو پر مخ خلاصې کړي.