۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار سیمهییزې سرچینې وايي چې يو ځوان په دغه ولايت کې د خپلې خوښې نجلۍ سره د واده لپاره د کورنۍ مخالفت له کبله ځانوژنه کړې ده.
سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي چې دا پېښه سېشنبه د وږي پر ۶مه، شپه مهال د دغه ولايت مرکز جلالاباد ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا ځوان روحيد نومېده او د توفنګچې په ډزو يې خپل ژوند پاى ته رسولی دی.
د ننګرهار طالب سیمهییزو مسوولانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په ننګرهار کې د ځوانانو ترمنځ د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي.
څه موده مخکې په دغه ولایت کې یو ۱۸ کلن ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځانوژنه کړې وه.





