۸صبح، کابل: د هېواد په ختیځ کې له نورستان څخه ځایي سرچینې وایي، چې یوه ځوان د خپلو دوو ملګرو په همکارۍ خپل پلار په تبر وژلی دی.
د نورستان امنیې قوماندانۍ رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په لېږلو ویلي، چې دغه پېښه د وانت وایګل ولسوالۍ نیشیګرام کلي کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د دې پېښې په تړاو د مقتول د زوی په ګډون درې تنه نیول شوي دي.
د سیمې د اوسېدونکو په خبره، کابو یوه میاشت مخکې چې محمدیعقوب خپل پلار وژلی، سل زره افغانۍ له کور څخه غلا کوي، چې وروسته له هغې یې پلار پوځیانو ته شکایت کوي. یعقوب چې د دې کار له امله له خپل پلار سره کینه په زړه کې لري، کلي ته له بېرته ستنېدو وروسته د خپلو دوو ملګرو په همکارۍ خپل پلار وژلی.
تېره یوه میاشت کې دا د هېواد په ختیځ کې دویمه ورته پېښه ده. تر دې مخکې، یوه بله پېښه کې په ننګرهار کې شوې وه، چې یوه زوی خپل پلار وژلی و.