په وروستیو ورځو کې په سمنګان کې یو شمېر پخواني چارواکي او سرتېري نیول شوي دي

۸صبح، سمنګان: سرچینې وایې؛ طالبانو په وروستیو ورځو کې په سمنګان ولایت کې د پخواني حکومت ګڼ چارواکي او امنیتي منسوبین نیولي دي.

په دې وروستیو کې د ملي پخلاینې د عالي شورا پخوانی سلاکار او د سمنګان ولایت د خرم و سارباغ ولسوالۍ پخوانی ولسوال ملاحفیظ د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

سیمه ییزو سرچینو پنجشنبې د لړم په ۱۹مه، ۸صبح ته وویل، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو ملا حفیظ په کابل ښار کې نیولی او سمنګانو ته یې لېږدولی دی.

تر اوسه د طالبانو د استخباراتو له خوا د نوموړي د نیولو لامل نه دی روښانه شوی.

په همدې حال کې په سمنګان ولایت کې د څو تنو چارواکو او پخوانیو سرتېرو د برخلیک په اړه چې د طالبانو له خوا نیول شوي، څه نه دي ویل شوي.

په وروستیو ورځو کې طالبانو د سمنګان ولایت د خرم و ‌سارباغ ولسوالۍ د امنیت پخوانی آمر حاجي کبیر او د ملي امنیت درې پخواني کارکوونکي سمر‌دین، فرید او جمعه خان نیولي دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه د طالبانو له خوا د پخوانيو امنيتي ځواکونو د نيولو، شکنجې او وژلو په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button