۸صبح، کابل: شپږ افغانان چې څو کاله یې په هند کې په جعلي اسنادو ژوند کاوه، د دغه هېواد پولیسو نیولي او ټاکل شوې چې افغانستان ته ولېږل شي.
اینډین اېکسپرېس دوشنبه د لړم پر ۵مه راپور ورکړی چې دا کسان د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په روغتیايي ویزو هند ته راغلي او د ویزو له ختمېدو وروسته یې په دغه هېواد کې په ناقانونه اسنادو ژوند کاوه.
د راپور له مخې، د دغو کسانو پنځه یې د کابل او یو یې د کندهار اوسېدونکی دی.
هغوی له نیول کېدو وروسته له بمبئي ډیلي ته لېږدول شوي څو د سه شنبې پر ورځ افغانستان ته ستانه کړای شي.
هندي پولیسو ویلي چې دغو کسانو ځانونو ته جعلي هندي هویتونه جوړ کړي او په هند کې یې د صراف، د املاکو د سلاکار او د پارچو د پلورونکي په توګه فعالیت کاوه.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او یوازې پرون یو زرو ۵۶۵ افغانې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.





