پر افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو، د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په پشپړ ډول له کړاوونو سره مخ شوی دی. ددغو لویو کړاوونو سربېره، په هېوادوالو د طالبانو بندیزونه زیات شوي او د دولتي ادارو ډیری کارکوونکي منفک شوي دي. نجونې او ښځې هم له زده کړو، ښوونې او له کور نه بهر له کار کولو نه په یوه ډول بې برخې شوي دي. په کور کېښناستلو دوام هېوادوال په ګڼ شمېر رواني ناروغیو اخته کړي دي. د نیمروز د مرکز په زرنج ولایتي روغتون کې یو شمېر سرچینې، په دې ولایت کې د رواني ناروغیو له زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې د یوې میاشتې په موده کې څه باندې ۵۰۰ رواني ناروغان د درملنې په موخه دغه روغتون ته راوړل شوي دي. د هغوی په خبره، زیات شمېر په رواني ناروغیو اخته ناروغان، نجونې او ښځې دي.
په نیمروز ولایت کې د طالبانو د روغتیا ادارې د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، په ورځني ډول لسګونه په رواني اخته ناروغان د درملنې په موخه ددې ولایت ولایتي روغتون ته راوړل کیږي. د شمېرنو له مخې یوازې د سږکال د مرغومي په میاشت کې ۵۳۹ تنه چې ډیری د هغو یې نجونې او ښځې وې، د نیمروز ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه راوړل شوي دي. د نیمروز ولایتي روغتون یو ډاکتر چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، د ۵۳۹ ناروغانو له ډلې چې د مرغومي په میاشت کې دغه روغتون ته راوړل شوي دي، ۲۴۱ هغه یې نوي ناروغان او ۲۹۸ نور یې هغه کسان دي چې د دوهم ځلي لپاره دغه روغتون ته راغلي دي. له ۲۴۱ نویو ناروغانو نه ۶۱ هغه یې نارینه او ۱۸۰ تنه نور یې ښځې او نجونې دي.
فریبا، پیغله نجلۍ ده چې د تېر یوه کال په موده کې اته ځلي د زرنج ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه راغلې ده. اندېښنې او رواني اختلالات هر ځلي نوموړې اړ ایستلې چې د درملنې دغه مرکز ته راشي. فریبا ۸صبح ورځپاڼې ته وايي سره له دې چې په دوامداره توګه درمل کاروي، خو لا تر اوسه یې رواني ستونزې ندي حل شوي. دغه پیغله نجلۍ د ۱۱ ټولګي زده کوونکې ده او په خبره یې چې، د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو وروسته، په رواني ناروغي اخته شوې ده. وايي: « یو کال کیږي. دا نهم ځلي دی چې زه روغتون ته راځم، خو هرڅومره چې هڅه کوم تر اوسه پورې درملو پر ما اغېز نه دی کړی.»
فریبا له خپلې مور سره د رواني دغه مرکز ته راغلې ده. د فریبا مور وايي چې لور یې په هغه عمر کې نده چې په رواني ناروغۍ دې اخته شي. د نوموړې په خبره، ډاکتر ورته ویلي چې فریبا باید اندېښنې کولو ته پرېنږدي، خو په کور کېښناستل او د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدل ددې لامل شوي چې هغه په دې ناروغي اخته شي. د فریبا مور د خپلې لور په اړه وايي:« ورځې ورځې د خونې په یوه کنج کې ځانته ناسته وي. هرڅه چې ورته ووایم، خبرې ته هم غوږ نه نیسي. خپل کنترول یې له لاسه ورکړی دی. زمونږ فریبا وړاندې تردې داسې نه وه. ډېر ژر فشار پرې راځي.»
د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو او په هېواد کې د ښځو پر تګ راتګ د محدودیتونو پر لګولو سربېره، د هېواد په کچه کورنی تاوتریخوالی او په زور سره د نجونو واده کول هم ډېر شوي دي. پر ښځو ددې ټولو فشار راوړل په هغوی کې د رواني ناروغیو د زیاتوالي لامل هم شوی دی.
صنوبر یو بله نجلۍ ده چې د زرنج ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه راغلې ده. نوموړې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په زور سره واده کولو ته اړ شوې او له همدې امله په رواني ناروغتیا اخته شوې ده. د صنوبر له کوژدې پنځه میاشتې تیریږي، خو په خپله خبره یې، کورنۍ یې د هغې له خوښې پرته نامزد کړې ده. ۲۰ کلنه صنوبر وايي چې څو څو ځله یې له پلار سره د خبرو له لارې پدې برخه کې خپله نارضایتي څرګنده کړې، خو د هغې د نه رضایت سربېره هم هغه یې په زور سره بل چاته کوژده کړې ده. صنوبر وړاندې وايي: « مخکې به هم هېچا د نجلۍ خبرو ته غوږ نه نیوه، اوس چې طالبان واک ته رسیدلي، هېڅوک د نجونو خبرو ته غوږ نه نیسي. نامزد مې ددې لپاره چې ملا و او له طالبانو سره یې ښه اړیکه درلوده، پلار مې زه د هغه په نوم کړم. اصلا مې رضایت نه درلود تر دې چې دا مسله مې زړه ته واچوله او اوس دادی په رواني ناروغۍ اخته شوې یم.»
پر زده کړو، تحصیل او د ښځو پر کار د طالبانو محدودیت او دغه راز عمومي حمامونو، تفریحي پارکونو او نورو ځایونو ته پر تللو محدودیت لګول، ډیری نجونې او ښځې یې تر فشار لاندې راوستې دي. د ښځو د حقونو فعالین بیا له وضعیت نه اندېښنه لري او وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.
شیما عرب (مستعار نوم) په نیمروز ولایت کې د ښځو د حقونو فعاله، په دې ولایت کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې هېڅ ارګان نشته څو ښځې له تاوتریخوالي نه د خلاصون او یا هم د شکایت ثبتولو په موخه هلته لاړې شي. د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي چې ډیری وهل ټکول شوې ښځې، د مرمۍ له امله ټپې شوې او حتی ځیني وختونه په اور سره له سوځېدل کېدو وروسته، د زرنج ولایتي روغتون ته راوړل شوې دي، خو د هغو دوسیو ته له رسېدنې پرته له روغتون نه رخصت شوې دي.
د ښځو د حقونو دغه فعاله وړاندې وايي: « طالبانو د ښځو د چارو ریاست تړلی دی. محکمو ته هم که ښځې لاړې شې، په لومړي او دوهم ځل اجازه نه ورکول کیږي خو که وکړای شي محکمې ته لار ومومي، د قاضي له لوري ګواښول کیږي او ورته ویل کیږي چې خپل عفت او عزت وساتي چې د افغانانو او مسلمانانو په فرهنګ کې داسې څه نشته.» د ښځو د حقونو دغه فعاله وړاندې وايي چې هره ورځ په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د زیاتېدو په حال کې دی.