رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې سعودي عربستان شنبه د مارچ پر ۱۲ په یوه ورځ ۸۱ وګړي د ترهګریزو کړنو او نورو جرایمو لکه د «انحرافي باورونو» درلودلو په تور اعدام کړي دي. دا عربستان کې په تېرو څوو لسیزو کې د ډلهییز اعدام تر ټولو لوړه شمېره ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د اعدام شویو په ډله کې اووه کسان د یمن او یو کس د سوریې اوسېدونکی و.
د عربستان د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کسان د سړیو، ښځو او ماشومانو پر وژنه تورن و. سربېره پر دې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې زیاته کړې، چې د دې کسانو له ډلې ځینو یې بهرنیو ترهګرو لکه داعش، القاعده او حوثیانو سره بیعت کړی و.
خبرپاڼې کې راغلي، چې ځينو له ترهګرو سازمانونو سره د یوځای کېدو په موخه د نښتو سیمو ته سفر هم کړی و.
د عربستان د کورنیو چارو وزارت د اعدام د څرنګوالي په تړاو څه ویلي نه دي.
دغه وزارت یادونه کړې، چې د اعدام شویو له ډلې ۳۷ تنه سعودیان وو، چې د امنیتي افسرانو د ترور او پر کاروانونو او د پولیسو پر تمځایونو یې د برید تابیا لرله.
تر دې وړاندې هم عربستان کې په ډلهییزه توګه کسان اعدام شوي. د راپورونو له مخې، یاد هېواد په ۱۹۸۰ کې ۶۳ کسان او په ۲۰۱۶ کې ۴۷ کسان په یوه ورځ کې اعدام کړل.
د سعودي عربستان د بشري حقونو ډلو پر دې چارې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا د بشري حقونو نقض دی.
سعودي عربستان د بشري حقونو د نقض تورنونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د خپلو قوانینو له مخې د هېواد د ملي امنیت ساتنه کوي.





