د پاکستان لاهور ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د جماعت الدعوة ډلې مشر حافظ سعید ته د ترهګرو د مالي ملاتړ په جرم د ۳۲ کاله بند سزا اورولې ده.
هندي رسنیو راپور وکړی، چې سعید جمعه د اپریل پر ۸ محاکمه شو.
حافظ سعید په دې تړاو دوه جلا قضیو کې تورن و، چې لومړی قضیه کې ورته د ۱۵ نیم او دویمه کې ورته د ۱۶ نیم کالو بند سزا ورکړل شوې ده.
د محکمې په پرېکړه کې راغلي، چې حافظ سعید د لشکر طیبه ډلې غړی دی او همداراز د جماعت الدعوة ډلې د رهبرې شورا غړیتوب هم لري.
امریکا او ګڼ نور هېوادونه تور لګوي، چې د جماعت الدعوة ډله په اصل کې د لشکر طیبه ډلې یوه برخه ده او په غیرمستقیمه توګه د ترهګریزو فعالیتونو لپاره چنده ټولوي.
له دې وړاندې پاکستان کې یوې بلې محکمې حافظ سعید په ۳۶ کاله زندان محکوم کړی و، چې د دغو دوو حکمونو له اجرايي کېدو سره به نوموړی ټولټال ۶۸ کاله بند په زندان کې تېروي.
یوه وکیل رسنیو ته ویلي، چې دواړه حکمونه یوځايي پر حافظ سعید پلي کېږي.
پر دې سربېره، محکمې نوموړی د ۳۴۰ زره پاکستانۍ کلدارو نقدي جریمې په ورکړې هم محکوم کړی دی.
اوسمهال دغه افراطي اسلامپالی د پاکستان د لاهور په لخپات زندان کې تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې بندي دی.
پر حافظ سعید تور دی، چې د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ په بریدونه کې یې لاس لاره. د دغو بریدونو له کبله د شپږو امریکايانو په ګډون ۱۶۶ کسان ووژل شول، چې امریکا د نوموړي د نیولو په سر ۱۰ میلیونه امریکايي ډالر انعام اېښی دی.
نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې د ترهګرۍ د دوو مالي قضیو کې د لاس لرلو له کبله ونیول شو.





