۸صبح، کابل: په بادغیس ولایت کې سرچینې وايي چې یو ماشوم د لاسي بم په برید کې ټپي شوی او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې ده.
دغو سرچینو دوشنبه د چنګاښ پر ۱۵مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې شوې ده.
د معلوماتو له مخې، لاسي بم د ناپېژاندو کسانو له خوا د قادس ولسوالۍ د مرکز اړوند په قادساباد سیمه کې د میرزاخان د استوګنې پر کور غورځول شوی دی.
د سرچینو په وینا، د دغه وژل شوي ماشوم پلار میرزاخان یو عام کس دی.
په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي چې د لاسي بم د غورځولو په تړاو څوک پېژندل شوي او یا نیول شوي دي که نه.
دا پېښې په داسې حال کې دي چې طالبان په ټول افغانستان کې د بشپړ امنیت د تامینولو ادعا کوي.





