• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د یوناما راپور؛ د ښځو د ځپلو سختېدل او د خپلسرو نیونو دوام

نیما نیما
۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792090657]
BBC + WikiPedia

BBC + WikiPedia

د یوناما د بشري حقونو څانګې د ۲۰۲۶ کال د درېیمې ربعې په راپور کې ویلي چې د طالب محتسبانو له خوا یې د خپلسرو نیولو او توقیف لږ تر لږه ۴۴۳ او له وګړو سره د ناوړه چلند ۹۷ پېښې ثبت کړې دي. د راپور له مخې، ښځې د طالبانو د پام وړ حجاب د نه مراعتولو په تور نیول شوې او په یوه پېښه کې یوې ۱۳ کلنې نجلۍ یوه شپه په توقیف‌ کې تېره کړې ده. دغه راز په دې موده کې د افغان پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو څلور غړي وژل شوي او د هغوی د خپلسرو نیولو او توقیف ۱۴ پېښې ثبت شوې دي. یوناما په دغه راپور کې د خبریالانو نیولو، د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونو، د شعیه‌ګانو اړوند بنسټونو تړل کېدو او پر ښځو او نورو اوسېدونکو د محدودیتونو دوام ته هم اشاره کړې ده.

له زده‌کړو د ښځو محرومیت

د یوناما په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو کې د نجونو محرومیت پنځه کلن شو. دغه راز، د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راوروسته ښځې هم له لوړو زده‌کړو محرومې پاتې دي.

یوناما د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له قوله لیکلي چې نوموړي د اګست پر ۲۵مه له رسنیو سره په خبرو کې د نجونو د ښوونځيو د پرانېستل کېدو په اړه ویلي و چې په دې برخه کې شرعي ملاحظات شته او د دې ډلې علما دې یو توافق ته ورسېږي.

یوناما په خپل راپور کې د ذبیح‌الله مجاهد له قوله لیکلي چې نوموړي د اګست پر ۱۶مه د ښځو د کار په اړه ویلي و چې په دفترونو کې کار کول د ښځو حق نه شي ګڼل کېدای، بلکې د هغوی د کرامت خوندیتوب ارزښت لري. د مجاهد په خبره، ښځو ته د روغتیا، ښوونې او روزنې، پاسپورټ او هوايي ډګرونو په څېر برخو کې چې د شریعت له اړخه اړین ګڼل کېږي، د کار اجازه شته.

یوناما راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۷مه په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ننوتلو له بندیزه یو کال تېر شوی دی.

د حجاب نه مراعاتولو له کبله د ښځو نیول

د یوناما د بشري حقونو څانګې د جولای، اګست او سپټمبر په میاشتو کې په کابل او هرات کې د حجاب د لارښوونو د نه مراعتولو په تور د ښځو د نیولو څه باندې ۵۰ پېښې مستندې کړې دي. یوه بله ورته پېښه په بدخشان کې هم ثبت شوې ده.

د یوناما په خبره، په دغو پېښو کې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ د حجاب د لارښوونو د نه مراعتولو په تور نیول شوې او یوه شپه یې په توقیف کې تېره کړې ده. هغه په بله ورځ د خپل پلار له ورتګ وروسته خوشې شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د جولای پر ۱۰مه د طالبانو محتسبانو د هرات په جمعه‌بازار کې ۱۰ ښځې د چادرۍ نه اغوستلو په تور نیولې او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست دفتر ته یې لېږدولې دي. د راپور له مخې، د دغو ښځو خوشې کېدل د هغوی د کورنیو او د سیمې د استازو له ضمانت سره تړل شوي و چې په راتلونکې کې به حجاب په پام کې نیسي. د یوناما په خبره، په یوه بله پېښې کې محتسبان له هغه پلار سره مخ شوي چې ۱۲ کلنې لور یې چادري نه وه په تن کړې. د راپور له مخې، دا کس د لنډې مودې لپاره ونیول شو او د حاضرو کسانو له منځګړیتوب او خپلې لور ته د چادرۍ اخیستلو له ژمنې وروسته ازاد شو.

یوناما د هغو پېښو خبر هم کړې چې ښځې پکې د طالبانو د پام وړ حجاب د نه مراعتولو یا محرم نه لرلو له امله په نیولو او وهلو ډبولو ګواښل شوې دي. د یوناما په خبره، د جولای پر دویمه په فراه کې د طالبانو محتسبانو په یوه لویه غونډه کې له نارینه‌وو غوښتي چې د خپلو کورنیو د ښځو پر جامو څار وکړي او په ماښام کې یې بازارونو ته د تګ او له محرم پرته د عامه ترانسپورټ د کارولو مخه ونیسي.

د یوناما په راپور کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند سیف‌الاسلام خیبر له قوله راغلي چې نوموړي د سپټمبر پر ۲۷مه په کابل او هرات کې د ښځو نیول تایید کړي او د پام وړ حجاب نه مراعتول یې «جدي جرم» بللی دی. نوموړي ویلي چې ښځې مکلفې دي خپل ټول بدن، د سر له وېښتو د پښو تر نوکانو پورې پټ کړي.

د ښځو پر تګ‌راتګ او ورځني ژوند محدودیتونه

د یوناما راپور ښيي چې د محرم اړوند محدودیتونو بنسټيزو خدماتو ته د ښځو پر لاسرسي هم اغېز کړی دی. د راپور له مخې، د اګست پر اتمه په پروان کې محتسبانو دوه ښځې یوه روغتیايي مرکز ته له ننوتلو راګرځولې، ځکه هغوی د دې ډلې په خبره، محرم نه درلود. دغه راز، د اګست پر ۱۷مه د طالبانو محتسبانو له همدې کبله په هلمند کې یوه ښځه یوه سوداګریز مرکز ته له ننوتلو راګرځولې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د اګست پر شپږمه د راتلونکې ورځې د جمعې لمانځه خطبه د هېواد د ټولو جوماتونو امامانو ته استولې وه. په خطبه کې ټینګار شوی و چې ښځې دې په کورونو کې پاتې شي، د خپلو مېړونو اطاعت دې وکړي او د هغوی له اجازې پرته دې له کوره نه وځي.

د یوناما د راپور له مخې، د طالبانو عدلیې وزارت د اګست پر ۱۶مه د «واعظانو نصاب» خپور کړ چې پکې مېړه د کورنۍ د حاکم په توګه معرفي شوی دی. دغه راز، له واعظانو غوښتل شوي چې نارینه دې تر سرپرستۍ لاندې ښځو د هڅولو لپاره وهڅوي، څو د نامحرمو پر وړاندې حجاب مراعات کړي.

د کرښې په اوږدو کې نښتې او سلګونو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله

یوناما ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې، د سرحدي پېښو له امله ۵۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او یو زرو ۲۳۶ نور ټپيان شوي دي. د راپور له مخې، له دې ډلې د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې ۳۳ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله ثبت شوې چې ۱۳ کسان پکې وژل او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي چې د جولای پر نهمه د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د طالبانو له ځواکونو سره د نښتې پر مهال د پاکستاني پوځي ځواکونو د توپچي ډزو له امله یو ملکي وګړی ټپي شو.

دغه راز، د سپټمبر پر ۲۱مه پاکستاني ځواکونو د کونړ د نورګل ولسوالۍ پر یو کور هوايي برید وکړ په پایله کې یې درې ملکیان ووژل شول. په وژل شویو کې یوه ښځه، یو نارینه او یوه ۱۶ کلنه نجلۍ وه. په دغه برید کې څلور نور چې یوه ښځه، دوه سړي او یو څلور کلن هلک و، ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د سپټمبر پر ۲۷مه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په انګور اډه کې پر پلي کسانو د پاکستاني پوځي ځواکونو د ډزو له امله یو ملکي کس ووژل شو.

یوناما په خپل راپور کې په سرحدي سیمو کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنو پېښو خبر هم ورکړی دی. د راپور له مخې، په کونړ کې د څلورو جلا پېښو په پایله کې درې تنکي هلکان او یو سړی ټپي شوی دی. دا کسان د څارویو د څرولو پر مهال ټپيان شوي دي.

پخواني امنیتي ځواکونه لا هم په نښه کېږي

د یوناما د بشري حقونو برخې راپور په دې موده کې د پخوانیو افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د غړو د خپلسرو نیولو او توقیف لږ تر لږه ۱۴ او د هغوی د وژنې څلور پېښې مستندې کړې دي. د دغه راپور له مخې، ځينې هغه کسان هم په نښه شوي چې په بهر کې له کلونو ژوند وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د یوناما په خبره، د جولای پر نهمه له پخواني حکومت سره تړاو لرونکی یو کس له ایرانه تر راستنېدو درې اوونۍ وروسته، په پکتیکا کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې په یوه بله پېښه کې د خوست د محافظت قطعې یو پخوانی غړی چې له پېښې لس ورځې مخکې له امریکا افغانستان ته راستون شوی و، د جولای پر ۱۸مه د چکر پر مهال د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو. د یوناما په خبره، د جولای پر ۲۸مه د ملي پولیسو یو پخوانی چارواکی یا غړی، افغانستان ته د بېرته راستنېدو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د استخباراتو ریاست له خوا ونیول شو.

په درېیو میاشتو کې ۲۸ کسان په دُرو وهل شوي

یوناما ویلي، که څه هم د طالبانو سترې محکمې د اپرېل له ۲۲مې راهیسې پر خپلې وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو د بدني سزاوو په اړه د رسمي خبرپاڼو خپرول درولي، خو دغه بنسټ د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربعه کې د ۲۸ کسانو چې ۲۲ نارینه او شپږ ښځې پکې دي، د بدني سزا پېښې مستندې کړې دي.

د راپور پر بنسټ، د اګست پر څلورمه د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو ابتداییه محکمې څلور نارینه او یوه ښځه د غلا او نامشروع اړیکو په تور پر ۳۶ او ۳۹ دُرو ووهل. د یوناما په خبره، دا سزا په عام محضر کې ورکړل شوې او له عکس اخیستلو او ویډيو کولو مخنیوی شوی و.

د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین کې د درېیو ملکیانو مړینه

یوناما ویلي، طالبانو د اګست له لومړۍ تر ۱۶مې په بدخشان کې د کوکنارو کښت د له منځه وړلو په کمپاین کې د محلي اوسېدونکو د اعتراضونو په ترڅ کې درې ملکي وګړي ووژل. د راپور په حواله، د یفتل ولسوالۍ او اتفاق بازار په سیمه کې د کوکنارو د کښت په تور د یوه کس د نیولو لپاره د طالب جنګیالیو هڅه له دې سره مخ شوه چې یاد کس وتښتېد او مور یې له ځينو سیمه‌ییزو اوسېدونکو سره یوځای اعتراض وکړ.

د یوناما د راپور له مخې، د اعتراضونو له پراخېدو سره طالبانو پر سیمه‌ییزو اوسېدونکو ډزې وکړې چې په پایله کې یې دوه نارینه او یوه ښځه وژل شوې او اته نور ټپیان شوي دي. دغه راز، د دې پېښې پر مهال ناپېژاندو کسانو د طالبانو د ځانګړو ځواکونو دوه غړي په ډزو وژلي دي.

پر رسنیو تازه محدودیتونه او د خبریالانو نیول

یوناما ویلي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اګست پر دویمه رسنیو ته امر وکړ چې واک ته د دې ډلې د بېرته رسېدو د کلیزې اړوند پروګرامونو ته پوښښ ورکړي او د جمهوریت دوره د «ظلم او تاوتریخوالي» په نوم یاده کړي.

د راپور له مخې، د طالبانو عدلیې وزارت په کابل کې د اصلاح راډیو فعالیت هم د جولای پر ۲۷مه د دې رسنۍ د نوم او له جمهوریت سره تړلې یوې سیاسي ډلې ته د ورته‌والي د ادعا له امله وځنډوه.

د یوناما په وینا، د طالبانو د استخباراتو ریاست د اګست پر ۲۶مه الپیس رسنیز مرکز وتاړه. د دې اقدام لامل له بهر سره د دغه مرکز د تړاو ادعا بلل شوې ده. دغه راز، د سپټمبر پر شپږمه د شیعه‌ګانو اړوند د راه فردا ټلویزیون فعالیت وځنډول شو. دا شبکه مخکې هم د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۸مه، پر پاکستان د بریدونو له غندلو وروسته ځنډول شوې وه.

ورته مهال تمدن ټلویزیون چې د جون له ۲۳مې راهیسې تړل شوی و، خپل فعالیتونه یې په انلاین بڼه له هېواده بهر بېرته پیل کړي دي.

یوناما د خبریالانو د نیول کېدو خبر هم ورکړی دی. د دغه بنسټ په وینا، د طالبانو استخباراتو د اګست پر پنځمه په بدخشان کې یو خبریال د سیمه‌ییزو اوسېدونکو پر وړاندې د تبعیضي چلند د نیوکې له امله نیولی او د اګست پر ۲۴مه بېرته خوشې شوی دی. یو بل خبریال چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له شپږمې راهیسې په بند کې دی، لا هم د محکمې له حکم پرته د طالبانو د استخباراتو په توقیف کې ساتل کېږي.

خاتم النبیین پوهنتون او د شیعه‌ګانو اړوند بنسټونه تړل

یوناما له شیعه ټولنې سره د تړلو ځينو ښوونیزو، فرهنګي او مذهبي بنسټونو د کارکوونکو د نیولو او د دغو بنسټونو د تړل کېدو خبر ورکړی دی. د راپور له مخې، دا اقدامات تر ډېره د ځمکو د مصادرې او د واکمنو چارواکو له خوا د مالکیت له ادعاوو سره تړاو لري.

په راپور کې راغلي چې د سپټمبر پر پنځمه د طالبانو امنیتي ځواکونه او د عدلیې وزارت کارکوونکي د کابل په دارالامان سیمه کې د خاتم‌النبیین پوهنتون ته ننوتل او د دغه پوهنتون ۲۸ نارینه کارکوونکي یې ونیول. څلور استادان په هماغه ورځ خوشې شول او نور هم د سپټمبر تر اتمې او نهمې پورې خوشې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د سپټمبر پر ۱۶مه په کابل او غزني کې د خاتم‌النبیین پوهنتون د فعالیت جواز لغوه کړ. دغه وزارت د دې پرېکړې لامل د دې ډلې له مقرراتو «پرله‌پسې سرغړونه او د اصلاحي تدابیرو نه پلي کول» بللی دی.

د یوناما په خبره، د سپټمبر له شپږمې تر نهمې پورې شپږ نور کسان هم د پوهنتون د تړل کېدو پر ضد د نیوکې یا اعتراض له امله نیول شوي. د راپورونو له مخې، د دغو کسانو د توقیف موده له څو ساعتونو څخه تر اوو ورځو پورې وه.

همدارنګه، د سپټمبر پر ۱۹مه د کابل په قلعه ناظر سیمه کې د خاتم‌الانبیاء ښوونځي او فرهنګي مجتمع شپږ کارکوونکي نیول شوي. په دې پېښه کې زده‌کوونکي له ښوونځي ایستل شوي او مرکز د عدلیې وزارت په امر تړل شوی دی.

د سپټمبر پر ۲۷مه د کابل په لویدیځ کې د شیعه‌ګانو اووه خدماتي، ښوونیز او مذهبي مرکزونه تړل شوي. په دغو مرکزونو کې یو روغتیايي کلینیک، دوه ښوونیز بنسټونه، یو ورزشي کلپ، دوه مدرسې او یو جومات دی.

د شرطه قانون؛ پر لاریونونو بندیز او د زور د کارولو واک

د یوناما په راپور کې راغلي چې د طالبانو د «شرطه» قانون د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۲۲مه د رسمي جریده په ۱۴۹۶ ګڼې کې خپور شوی دی. د راپور له مخې، د دغه قانون ځينې مادې د عامه نظم د ساتلو په پلمه د تورنو کسانو پر وړاندې د چلند لپاره د طالبانو امنیتي ادارو ته پراخ واکونه ورکړې دي.

یوناما لیکلي، د طالبانو د «شرطې» قانون د دویمې مادې له مخې، جرم هر هغه سرغړونه ده چې د دې ډلې د مشرتابه د نافذو اوامرو له مخې منع یا واجب اعلان شوې وي. دغه راز، د دغه قانون ۱۶مه ماده تر اووه کلنۍ د کم‌عمره ماشومانو مجازات منع کوي. له اووه کلنۍ څخه تر بلوغ پورې د ماشومانو په اړه قانون وړاندوینه کوي چې که مور او پلار یا سرپرست یې د اصلاح ژمنه وکړي، هغوی ته دې ارجاع یا د اصلاح او روزنې مرکز ته ولېږل شي.

د یوناما د راپور په حواله، د طالبانو د «شرطې» قانون ۴۱مه ماده د دې ډلې امنیتي مسوولینو ته اجازه ورکوي چې د تورنو کسانو د اصلاح لپاره له نصحیت، توبې او د لویو جرمونو په اړه پر مرګ د ګواښلو په څېر له لارو چارو کار واخلي.

د یوناما په راپور کې راغلي چې د طالبانو د دغه قانون له ۳۷مې تر ۳۹مې مادې پورې، په ځانګړو شرایطو لکه د عامه نظم د تامین، وسله‌واله جګړه او پاڅون کې د اړتیا له مخې د زور، وسلو، اوبو شیندونکو وسایلو او چاودېدونکو توکو کارول مجاز ګڼل شوي دي. دغه راز، د دغه قانون ۵۰ مه ماده هر ډول لاریون منع کړی دی.

د راپور پر بنسټ، د طالبانو ویاند د سپټمبر پر دویمه ویلي چې لاریون په اسلامي نظام کې ځای نه لري او له ډيموکراتیکو او جمهوریت دورو سره تړاو لري.

د طالبانو د محتسبانو له خوا د نیولو ۴۳۳ پېښې

د یوناما د راپور له مخې، د طالبانو محتسبانو په ټول هېواد کې په بېلابېلو پلمو په خپلسر د خلکو نیولو ته دوام ورکړی دی. په یوه پېښه کې د اګست پر ۱۷مه د پکتیکا په علی‌خېلو ولسوالۍ کې دوه سلمانان په لویدیځ سبک د پېرودونکو د وېښتانو او ږیرو د اصلاح کولو په تور نیول شوي او یوه میاشت توقیف شوي دي.

دغه راز، د یوناما په خبره، محتسبانو د اګست پر ۲۱مه د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۰۰ دوکانونه له دې کبله وتړل چې دوکانداران پر جماعت لمانځه ته نه و حاضر شوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

فطرت: څه باندې ۱۰۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې
خبرونه

فطرت: تېره ورځ څه باندې ۶۰۰ کسان په جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792086963]
کابل ته د بریتانیا د ځانګړي استازي لومړنی سفر؛ لیندسي: طالبان دې بشري حقونو ته درناوی وکړي
خبرونه

د بریتانیا ځانګړي استازي کابل ته په سفر کې د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو پر کمولو او د ښځو د حقونو پر رعایت ټینګار وکړ

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792085960]
مجاهد: له امریکا پاتې تجهیزات د جګړې غنیمت دي او هېوادونه له طالبانو سره پټ تعامل لري
خبرونه

د مجاهد غبرګون: یوناما هڅه کوي له افغانستان څخه نړۍ ته ناوړه تصویر وړاندې کړي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792081239]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.