که څه هم په هېواد کې د ماشومانو له خوا سخت کار یوه عامه ښکارنده ده، خو د بې وزلۍ زیاتوالي زیاتې کورنۍ اړې کړې چې خپل ماشومان د کار لپاره بازار ته واستوي. پر هېواد د طالبانو واکمنېدل او ورپسې د ملاتړو هېوادونو د مالي مرستو ځنډېدل او د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل کېدل هغه لاملونه بلل کېږي، چې د بېوزلۍ د پراخېدو لامل شوي دي. په دې توګه، ماشومان د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مجبور دي چې کار وکړي. ډېری کارګر ماشومان پر کار کولو خوښ نه دي، خو له مجبورۍ یې درنو کارونو ته ملاتړلې ده. بلخ یو له هغو ولایتونودی چې د تېر کال په پرتله پکې د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی دی. په بلخ کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي مني چې په دغه ولایت کې د کارګرو ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.
وحيد يو څورلس کلن هلک دی چې په مزارشريف ښار کې بارونه لېږدوي. هغه تر پنځم ټولګي پورې په يوه خصوصي ښوونځي کې زده کړې کړي او په وينا یې په ټولګي کې اول نومره و. خو اوس یې د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځی پرېښی او د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې پر پیداکولو بوخت دی.
دغه کارګر ماشوم وايي، چې هیله یې لرله چې زده کړې وکړي او راتلونکي کې پيلوټ شي، خو اوس مجبور دی چې په ښار کې کاروکړي او بارونه ولېږدوي څو له لوږې مړه نه شي. لکه څنګه چې وحید وايي، مور او پلار یې مړه شوي او هغه او خویندې یې له سخت اقتصادي حالت سره مخ دي.
په هېواد کې د بې وزلۍ په پراخېدو سره د ښارونو په کوڅو او شاوخوا سیمو کې ډېر داسې ماشومان لیدل کېږي، چې په ماشومتوب کې د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو مسوولیت پر غاړه لري.
۸ کلن فیروز یو بل هغه ماشوم دی چې پلار یې د بغلان په جګړه کې وژل شوی او اوس د یوې نهه کسیزې کورنۍ سرپرستي کوی. هغه په لړزانده بدن له واورو ډکو واټونو کې پلاسټېکې کڅوړې پلوري. فيروز وايي، چې د ورځې له ٥٠ تر ٨٠ افغانيو پورې عايد لري. د هغه لړزانده بدن ته د هر لاروي زړه سوځوي.
مژګان یوه بله ماشومه ده، چې پخوا یې له خپلې مور سره په یوه دولتي ښوونځي کې د ملازمې په توګه کار کاوه، خو اوس د ښوونځي د تړل کېدو له امله له خپلې مور سره سوالګرۍ کوي. مژګان وايي: «پلار مې فلج دی او یو پنځه کلن ورور لرم چې د زړه ستونزه لري. موږ د خوړلو او کور ګرمولو لپاره څه نه لرو. ژمی ډير سوړ دی.»
په مزارشريف ښار کې د وحيد، فيروز او مژګان په څېر سلګونه نور ماشومان د یوې مړۍ ډوډۍ په پیدا کولو پسې ستړي دي. دا ماشومان پر فزیکي کړاوونو سربیره، رواني او احساساتي زیانونه هم تجربه کوي. دوی حق لري چې په دې عمر کې ښوونځي ته ولاړ شي، زده کړه وکړي او هوسا ژوند ولري، خو د بې وزلۍ زیاتوالی او لویو سیاسي لوبو ماشومان له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي دي.
بلخوا، په بلخ کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي وايي، په مزارشريف کې د کارګرو ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره زيات شوی دی. په بلخ ولايت کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو رييس نصير احمد ابو خالد وايي، دې ادارې په دې وروستيو کې د يونيسف په همکارۍ د کارګرو ماشومانو د شمېر د چمتو کولو لپاره يوه سروې ترسره کړې ده. د دغې سروې له مخې اوس مهال د مزارشريف ښار په واټونو کې شاوخوا دوه زره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي. د دغې سروې پربنسټ، تېر کال په مزارشریف کې د کارګرو ماشومانو شمېر شاوخوا ۹۶۵ تنه و.
بل خوا په بلخ کې مدني فعالان د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسوولینو د ادعاوو په غبرګون کې وايي چې د مزارشریف په واټونو کې د کارګرو ماشومانو شمېر د طالبانو د ځایي چارواکو له لوري تر ورکړل شویو شمېر زیات دی.
مدني فعال، سليمان (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:« ښايي چې د کارګرو ماشونو شمېر له څلورو زرو ډېر وي. ځکه چې د مزارشريف په ټولو سيمو کې کارګر ماشومان زیات دي.» هغه زیاتوي:« د جمهوریت په وروستیو کلونو کې له ۲۵۰۰ نه زیاتو ماشومانو د مزارشریف په واټونو کې درانه کارونه کول، خو اوس چې بې وزلي له ۴۷ سلنې نه ۹۷ سلنې ته لوړه شوې، د کارګرو ماشومانو د شمېر دا زیاتوالی ښيي چې بېوزلي په هیواد کې خورا ډیره ده. » د هغه په وينا، د طالبانو ځايي چارواکي هڅه کوي، چې د خپلې کمزورۍ د پټولو لپاره د کارګرو ماشومانو شمېر کم وښيي.
د بشري حقونو يو فعال حميدالله په ښار کې د کارګرو ماشومانو پر پراخ حضور د اندېښنې په څرګندولو سره وایي:« که په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ د پراختیا د مخنيوي لپاره اقدام ونه شي، شونې ده، چې د ماشومانو وضعیت تر دې هم خراب شي.» د بشري حقونو دغه فعال دغه راز څرګندوي، چې اوسمهال د بلخ ولايت په هېڅ برخه کې داسې اداره نشته چې له ماشومانو سره د تاوتريخوالي پېښې وڅېړي او تعقیب کړي.
د کار پر وړاندې د ماشومانو زیانمنتیا
کارګر ماشومان د تغذيې، روغتیا او خطرناک کارونو له پلوه په نامطلوبو شرایطو کې دي.دا ماشومان په آسانۍ سره د مسلکي مجرمینو، لکه غلو یا د مخدره توکو د وېش د ډلو او د فسادخانو.. او نورو په لاس د لوبېدو اله ګرځېدلای شي. دغه راز له زده کړو، ټکنالوژۍ، تحصیل او تخنیکه ګټه نه پورته کول د ښه ژوند په جوړولو کې له نورو ماشومانو سره د دغو ماشومانو د سالم رقابت توان سلب کوي.
په ټوله کې، کارګر ماشومان د نامناسب عاطفي حالت او د ژوند د ځانګړي شرایطو له امله د ورته عمر د ماشومانو په پرتله ډیر حساس او له عاطفي پلوه زیانمنوونکي دي. نو د دغو ماشومانو پر وړاندې نه پاملرنه او بې غوري د هغوی په لاشعور کې د پټې غوسې د رېښو د غځېدو سبب کیږي او کله چې لویان شي په ټولنه کې به د ډېرو ناخوالو لامل شي.
د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر مهدي آرین وايي، داچې کارګر ماشومان د مینې او د ماشومانو له نړۍ بې برخې لویېږي، له ټولنیز پلوه سخت زیانمنیږي او ډیر احتمال شته چې په ځوانۍ کې په تاوتریخجنو، غوسناکو او ان داسې کسانو بدل شي چې ټولنه زیانمنولای شي. د رواني ناروغیو دغه ډاکټر زیاتوي، چې ټولنیزې نابرابرۍ، تاوتریخوالی او د خلکو ناوړه چلند د دې لامل کېږي، چې ماشومان عقده يي لوی شي.
ښاغلی آرین زیاتوي:«خلک کارګرو ماشومانو ته د یوې وسیلې په سترګه ګوري او تل ترې استفاده کوي، دا د دې لامل کیږي چې ماشوم له ټولنې نه ځان لېرې ونیسي او په راتلونکي کې د ټولنې لپاره په یوه جدي خطر بدل شي.»
د بې وزلۍ د پراختیا او د کارګرو ماشومانو د شمیر د زیاتوالي په اړه د نړیوالو سازمانونو اندیښنې
د ناروې د کډوالو د شورا (ان. آر. سي ) د ماشومانو د ملاتړ سازمان، پاملرنې او ورلډ وېژن انټرنیشنل هم ویلي چې نوې شمېرې ښيي چې د ۱۴ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۸ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مشر عبدالله عبدالرزاق در دري په هېواد کې د بې وزلۍ اوسنۍ کچه له ۹۰ سلنې نه زیاته بللې ده. عبدالله عبدالرزاق دردري ویلي: افغانستان د ناورین په درشل کې دی او د هېواد ۹۰ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. ښاغلي در دري دغه راز زیاته کړې: «داسې انګېرلای شو چې په افغانستان کې نږدې ۹۰ سلنه ماشومان په یوه نه یو ډول له خپلو کورنیو سره د معیشت د برابرولو په برخه کې مرسته کوي.»