• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه؛ د کندهار ولس: د ژوند خوشحالۍ مو رانه اخیستل شوي

۸صبح، کندهار ۸صبح، کندهار
۲۱ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728709963]
social media

social media

وروسته له دې چې په افغانستان کې جمهوري نظام ړنګ شو او طالبان پر هېواد واکمن شول، د دې ډلې د امر بالمعروف غړو لخله خوا محدودیتونه ډېر شوي دي. په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو د مشر په ځانګړو فرمانونو او د امر بالمعروف د محتسبینو له خوا په ښارونو کې په شفاهي او رسمي ډول خلک له بېلابېلو پروګرامونو څخه منع شوي دي.

کندهار ولایت کې په دې وروستیو کې د نورو ښارونو په پرتله محدودیتونه ډېر زیات شوي چې له کبله یې د خلکو د ژوند خوشحالي ترې اخیستل شوې ده. د کندهار اوسېدونکي وایي چې په تېرو دوه میاشتو کې د طالبانو له خوا د لډو لوبې، د میوې پر چلم، د تصویر اخیستلو او ټیک‌ټاک کارول بندیزونه لګول شوي دي.

د کندهار یو اوسېدونکي، جاوید احمد په دې هکله وویل چې د لډو پر لوبې بندیز لګول د ځوانانو په تفریحي فعالیتونو کې کموالی راوستی. هغه څرګنده کړې ده: «اوس ځوانان د جمعې په ورځو کې مېله ځایونو ته نه ځي، بلکې خپلې رخصتۍ په کورونو کې تیروي.»

جاوید زیاتوي چې د طالبانو لخوا تازه لګول شوي محدودیتونه له ځورونکو او جدي څارنې سره مل دي. هغه وايي: «یوازي په دې دوه میاشتو کې دومره بندیزونه پر خلکو لګیدلي چې حساب یې نه کېږي. خلک د زندان په شان ژوند کوي او د لډو لوبې بندیدل یې په سختۍ سره پر دوی تاثیر کړی.»

په ورته وخت کې د کندهار یو بل اوسېدونکی، احمدالله هم د طالبانو د تدریجي محدودیتونو څخه سر ټکوي. هغه وایي چې د امر بالمعروف او نهي المنکر ریاست کارکوونکي په مسجدونو کې ګرځي او خلکو ته سپارښتنې کوي چې په کورونو کې د خپلو ښځینه غړو لپاره کمره لرونکي موبایلونه مه پرېږدئ. احمدالله زیاتوي: «د طالبانو له خوا په دې بیانونو کې ویل شوي چې که خلک د دوی سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړي، په راتلونکي کې به له زور څخه کار واخیستل شي.»

دی زیاتوي: «ورځ په ورځ محدودیتونه زیاتېږي. هره ورځ نوي خبرتیاوې خلکو ته ورکول کېږي. اوس تازه په مسجدونو کې خلکو ته ویل شوي چې په کورونو کې د خپلو ښځینه غړو لپاره کمره لرونکي موبایلونه مه پریږدئ. هغوی وایي که تاسو زموږ خبرو ته غوږ ونه نیسئ، بیا به یې په زور درباندي عملي کړو.»

د کندهار نور ځوانان هم د ورته شکایتونو په کولو سره وايي چې د طالبانو له خوا د نويو محدودیتونو په لګېدو سره یو شمېر کاروباريان هم زیانمن شوي دي. لال اغا چې د کلونو راهیسې په کندهار کې د لډو او نورو ورته لوبو هټۍ لري، وایي چې د طالبانو د تازه پرېکړې له کبله یې خپل هټۍ تړلې او د ده له خوا راوړل شوي سامانونه ورسره زیانمن شوي دي.

نوموړي وویل: «زما سره دلته په دوکان کې ۳۰۰ د لډو تختي وې، ټول مې کور ته وړي دي، ځکه هېڅوک یې نه غواړي. زما تاوان ترڅنګ، په دې تفریحي ځایونو کې کیدای شي تاسو لیدلي وي چې ډېری ځوانان د لډو تختي ګرځولي او مېلمنو ته یې په کرايه ورکولې، اوس ټول بېکار شوي دي.»

د کندهار ترڅنګ په ټول افغانستان کې د طالبانو له خوا محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي. په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي المنکر قانون هم خپور شوی چې په دې کې د عامو خلکو پر مختلفو برخو محدودیتونه لګول شوي دي.

د یادونې ده چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر هېوادوالو په ځانګړې توګه پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي پر پورته زده کړو بندیز، له تحصیل، کار، سفر، تفریح او نورو حقونو بې برخې کېدو، ښځې په پراخه کچه له ټولنې اېستلې او د سیسټماټیک تاوتریخوالي، جبري ودونو، ځان‌وژنې او سختې لوږې سره یې مخ کړې دي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د قانون له مخې چې تازه په رسمي جریده کې خپور شوی، د ښځو غږ «عورت» بلل شوی او که ښځه د اړین حاجت لپاره له کوره ووتله، مکلفه ده چې د خپل غږ، مخ او بدن ستر وکړي. د دغه قانون له مخې، د ښځو غږ، سندرې، نعتونه او په مجمع کې په زوره قرائت ویل، عورت دی او د موټر چلوونکو له خوا له محرم پرته د ښځو لېږد منع شوی دی. په دې قانون کې پر هګۍ جنګولو، توشله‌بازۍ، بېډۍ [بجلې] او چهارمغزو ګټلو او نورو ساتیریو باندې بندیز لګېدلی دی. د غربیانو په بڼه د وېښتانو اصلاح کول له کفارو سره مشابهت ګڼل شوی او ویل شوي چې نارینه دې ږېرې پرېږدي او تر یوې قبضې دې نه لنډوي.

په دې قانون کې د نیکټايي پر تړلو بندیز لګېدلی او هغه یې د صلیب نښه بللې او سوداګر، کسبګر او بزګر د مالیاتو د ورکړې سربېره د زکات او عشر په ورکولو هم اړ شوې دي. په اشتهاراتو کې د ذی‌روح مجسمو کارول منع شوي او د دې ډلې محتسبان له یو ساعته تر درېیو ورځو پورې د بندي کولو واک لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي
خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1756752298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.