د کرېکټ نړیواله شورا: د افغانستان کرېکټ بورډ باید له سیاسي لاسوهنې پرته فعالیت وکړي

۸صبح، کابل: د کرېکټ نړیوالې شورا د دولتي څېرو له لاسوهنې پرته د افغانستان د کرېکټ بورډ د فعالیت غوښتنه کړې ده.
یوې هندي رسنۍ سي ایکس د کرېکټ د نړیوالې شورا له قوله دوشنبه د لړم په ۲۳مه رپوټ ورکړی چې دا شورا به د افغانستان د کرېکټ بورډ پر فعالیت څارنه وکړي.
د خپرو شویو مالوماتو له مخې، د کرېکټ د نړیوالې شورا پلاوي د استرالیا د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په څنډه کې ویلي: «د افغانستان د کرېکټ لوبډلې تنوع او هراړخیزوالی دا دی چې له دولتي لاسوهنو پرته په خپلواکه توګه فعالیت وکړي.»
د کرېکټ د نړیوالې شورا رییس عمران خواجه ویلي: «زموږ ناسته مثبته او د متقابل درناوي پر بنسټ وه او د کرېکټ د نړیوالې شورا د اساسي قانون په تېره بیا د افغان مېرمنو د کرېکټ په اړه د افغان دولت د استازي څرګندونو صراحت درلود.»
له بلې خوا، د کرېکټ نړیوالې شورا ټینګار کړی چې ښايي په افغانستان کې د ښځو کرېکټ له یو لړ ننګونو سره مخ وي؛ خو دا شورا به د افغانستان له کرېکټ بورډ سره ګډ کار وکړي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د مدیره پلاوي رییس عزیزالله افضلي ویلي، چې که افغان مېرمنې د اسلامي قواعدو رعایتولو ته ژمن وي، د کرېکټ لوبو اجازه به ولري.
افغانستان تېر کال ژمنه کړې وه چې د کرېکټ لوبو لپاره به د ښځو یوه لوبډله جوړه کړي؛ خو دا تصمیم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته وځندول شو.