۸صبح، کابل: د اکټوبر ۱۷مه د بېوزلۍ د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده.
دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې میلیونونه افغانان له بېوزلۍ، بېکارۍ او د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.
بېکاري، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، پر ښځو د کار محدودیتونه، اقلیمي بدلونونه، د پولو تړل کېدل او د نړیوالو مرستو کمېدل هغه عوامل دي چې په افغانستان کې یې بېوزلي زیاته کړې ده.
له ایران او پاکستانه د کډوالو پراخې راستنېدنې هم پر هغو ټولنو فشار زیات کړی چې لا له وړاندې د امکاناتو او معيشتي فرصتونو له کموالي سره مخ وې.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان کال په اوږدو کې له دغو دوو هېوادونو تر ۱.۲ میلیون ډېر افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) هم پرون په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې په راتلونکي ژمي کې به ۱۹.۲ میلیون کسان چې د افغانستان د نفوس ۳۸ سلنه جوړوي، له سختې خوړو ناامنۍ سره مخ شي.
په همدې حال کې، ملګرو ملتونو د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په ټوله نړۍ کې تر ۲.۸ میلیاردو ډېر کسان د مناسب کور له کمښت یا د استوګنې له نامناسبو شرایطو سره مخ دي.
د دغه سازمان په وینا، بېوزله او محروم کسان د نورو پرتله د مناسب کور د نشتوالي له امله ډېر زيانمنېږي.
د بېوزلۍ د له منځه وړلو نړیواله ورځ په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا ونومول شوه او له ۱۹۹۳ کال راهیسې هر کال د اکټوبر پر ۱۷مه نمانځل کېږي.





