۸صبح، کابل: طالبانو د کابل په پغمان ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۲۲ جریبه ځمکه د ځانګړې محکمې په حکم «امارتي» اعلان کړې ده.
د طالبانو عدلیې وزارت شنبه د تلې پر ۲۵مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړې محکمې، د اسنادو او مدارکو له ارزونې وروسته دا ځمکه «امارتي» تثبیت کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا ځمکه د کابل د پغمان ولسوالۍ د کوزې ارغندۍ په سیمه کې موقعیت لري چې له دې مخکې د طالبانو د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون «امارتي» اعلان کړې وه.
نوموړي وزارت زیاته کړې، پر لومړۍ پرېکړې د ځينو کسانو د نه قناعت له امله قضیه ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ځینې ځمکې راګرځولې دي.





