۸صبح، کابل: یو شمېر نړیوالو مرستهرسوونکو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړۍ په یو «هېرشوي» بشري ناورین د بدلېدو په حال کې دی.
د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان، د ډنمارک د کډوالو شورا، د ژغورنې نړیوالې کمېټې، د ناروې د کډوالو شورا، ورلډویژن نړیوال سازمان او د اسلامي مرستو سازمان سېشنبه د زمري پر ۲۳مه په یوې ګډه بیانیه کې ویلي چې د افغانستان خلکو په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې «ترټولو ستر بشري ناورین» تجربه کړی دی.
د دغې بیانیې پر بنسټ، هېوادوال سملاسي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري.
یاد بنسټونه زیاتوي چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې اړمنو خلکو ته د مرستې رسونې په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.
د دغې بیانیې له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې ۵۲ سلنه یې ماشومان او ۲۵ سلنه ښځې دي.
په بیانیه کې راغلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني زیاته شوې او ۶.۳ میلیونه کسان په کور دننه بې ځایه شوي دي.
مرستهرسوونکو سازمانونو همداراز ویلي چې په هېواد کې ۱۲.۴ میلیونه خلک د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره لاس او ګریوان دي.
د بیانیې له مخې، په هېواد کې د بېکارۍ کچه هم د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.
د دې بیانیې لاسلیککوونکو ټینګار کړی چې په افغانستان کې اوسنی ناورین یوازې د بشري مرستو له لارې نه شي حل کېدای او د بنسټيزې حللارې موندنې ته اړتیا لري.
د مرستهرسوونکو سازمانونو په باور، په افغانستان کې د حیاتي پروژو د پلې کېدو لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کېدو ته له طالبانو سره ډیپلوماتیک تعامل اړین دی.
د یادونې ده چې تر دې دمخه هم نړيوالو مرستهرسوونکو بنسټونو په هېواد کې د بشري وضعيت د خرابېدو په تړاو اندېښنه ښودلې وه.





