• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

لوړ لګښتونه او بېوزلي؛ د کندهار پوهنتون محصلین: د لیلیې د نشتوالي له کبله د زده‌کړو پرېښودو ته اړ یو

۸صبح ۸صبح
۲۰ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1720594067]
social media

social media

په کندهار کې د پوهنتون محصلين د لیلیې له نشتوالي شکايت کوي او وايي، دا تشه د دې لامل شوې چې دوی د خپلو زده‌کړو پرېښودو ته اړ شي. د عبدالولي په نوم د ميدان وردګ ولايت يو محصل چې تېر کال د کندهار ولايت پوهنتون ته بریالی شوی، وايي چې په دې هیله يې دغه پوهنتون د زده‌کړو لپاره انتخاب کړی چې لیلیه لري؛ خو په وينا يې دلته ليله نشته او د درې زره افغانیو په بدل کې د ښار په یو کرایه شوې کوټې کې اوسېږي.

نوموړی وايي، د ده نور ملګري چې د لګښتونو پوره کولو وس نه لري او له زده‌کړو بېرته کورته ستانه شوي دي. هغه د ۸صبح ورځپاڼې له سیمه‌ییز خبریال سره په خبرو کې وویل: «موږ فکر کاوه چې دلته ليله شته؛ خو کله چې راغلو ليله نه وه اوس مو په بازار کې کوټې نيولي چې تر له درې زرو نیولې تر څلور-پنځه زره افغانۍ د کرایې لګښت راځي. زموږ دومره وس نه کېږي، لګښتونه مو زيات دي. ډېر محصلين په تمه دي چې تبديلۍ واخلي ځکه دومره لګښتونه دلته نه شي پوره کولای، کار مونږ نه شو کولای او که کار وکړو، نو زده‌کړې رانه پاتې دي، بل کارونه هم نه پیدا کېږي، کنې د زده‌کړو ترڅنګ د لګښتونو پوره کولو لپاره کار ته هم چمتو یو»

د کندهار پوهنتون يو شمېر نور محصلين هم د لیلیې له نشتوالي شکايتونه کوي او په خبره، که د دوی لپاره د اوسېدو ځای برابر نه شي بېرته به کورونو ته ستانه شي او د زده‌کړو بهیر به پرېږدي. امين‌الله د زابل ولايت اوسېدونکي او د کندهار پوهنتون محصل دی چې په لوړو نمرو نوموړي پوهنتون ته بریالی شوی او له تېرو  دوو کلونو راهیسې په دغه پوهنتون کې د ژورنالیزم په پوهنځي کې لوړې زده‌کړې کوي.

هغه وايي، دوی د کندهار په ښار کې د اوسېدو لپاره کوټې نيولي او زيات لګښتونه ترې کېږي. نوموړی وايي، د کندهار پوهنتون ته نږدې د روپیو په بدل کې هم د اوسيدو ځايونه نشته او دوی څو کيلومټره لېرې له پوهنتونه په شخصې ځايونو کې اوسېږي. نوموړی وايي، هره مياشت تر ۷۰۰ افغانۍ د لارې پر کرايه نقله وسایطو ته ورکوي.

دی زیاتوي: «موږ په ښار کې اوسېږو، پوهنتون ډېر زيات رانه لېرې دی، ډېرو په ستونزو کې يو، موږ چې حساب ورته  کړی، هره ورځ چې تر پوهنتون پورې په رکشه يا ټيکسي کې ځو د میاشتي پر موږ ۷۰۰ افغانۍ د لارې کرايه راځي، دلته مو په درې زره افغانۍ کوټه په کرايه نیولې ده. يو محصل کله دومره لګښتونه پورته کولای شي.»

د هلمند ولايت يو اوسيدونکی چې د کندهار دولتي پوهنتون کمپیوټر ساينس پوهنځي ته کامياب شوی؛ خو د اقتصادي ستونزو له کبله يې پوهنتون پرېښې، ۸صبح ته وويل چې تېر کال د کندهار دولتي پوهنتون ته کامياب شو، خو په خبره یې، تر هغه وروسته يې د پوهنتون زده‌کړې پرېښودې چې د ليلیې له نشتوالي خبر شول. دی وايي، په شخصي توګه دومره وس نه لري چې د پوهنتون لوستلو لپاره دې ټول لګښتونه پر غاړه واخلي. د هغه په خبره، اقتصادي ستونزو اړ کړی چې زده‌کړې پرېږدي او پر کور پاتې شي.

دی وايي: «تېر کال کامياب شوم، خو وروسته چې مو معلومات واخیستل او راته وويل شول چې دا پوهنتون ليليه نه لري، حساب مې ورته وکړ ډېر لګښت راباندې راتلو، زه اړه شوم چې زده‌کړې پرېږدم او خپلې ورځ مزدورۍ ته دوام ورکړم، ځکه د ګټې وټې څوک نه لرم او چې پوهنتون کې لیلیه هم ونه لرې، نو لګښتونه به له کومه کېږي؟»

د کندهار د دولتي پوهنتون طالب مسوولان وايي، د دغه پوهنتون د محصلينو لپاره د لیلیې چارې روانې دي او هيلې شته چې ژر بشپړې شي. د دغه پوهنتون د مسوولانو په وینا، دا مهال ۸۰۰ محصلين د کندهار پوهنتون په لیلیه کې اوسېږي. د کندهار پوهنتون چې د هېواد په کچه له مهمو پوهنتونونو شمېر کېږي، دا مهال یې بېلابېلو پوهنځیو کې شاوخوا پنځه زره محصلین پر زده‌کړو بوخت دي چې اویا سلنه یې د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي.

په کندهار کې پر داسي مهال محصلين د لیلیې له نشتوالي شکايتونه کوي چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې په خاص ډول په سوېلي ولايتونو کې د کانکور په ازموينو کې د ګډوالو شمېر د پام وړ کم شوی او سږکال څه باندې ۱۸۰۰ کسانو په دغه ولایت کې په داسې حال کې د کانکور په ازموينه کې ګډون کړی چې نورو نور کلونه په کندهار کې د کانکور  په ازموينه کې د ګډون کوونکو کسانو شمېر تر ۶ زرو پورې رسېده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د هېواد ناوړه اقتصادي وضعیت؛ د کندهار مزدورکاران: د ورځې ۵۰ افغانۍ نه شو پیدا کولای
ځانګړي

د هېواد ناوړه اقتصادي وضعیت؛ د کندهار مزدورکاران: د ورځې ۵۰ افغانۍ نه شو پیدا کولای

۲۴ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1726299302]
په تخار کې طالبانو د پوهنتون فارغانو ته په فراغت غونډه کې د تورې خولۍ او چپنې د اغوستلو اجازه نه ده ورکړې
خبرونه

په تخار کې طالبانو د پوهنتون فارغانو ته په فراغت غونډه کې د تورې خولۍ او چپنې د اغوستلو اجازه نه ده ورکړې

۲۳ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1726220182]
ملګري ملتونه: ډېری افغانان د ځان لپاره د خوړو او استوګنې په برابرولو کې بې‌وسه دي
خبرونه

نړیوال سازمانونه: د افغانستان خلک د نړۍ د بې غورۍ بیه پرې کوي

۲۳ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723544229]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • بې پولې ډاکټرانو له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړه

    پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.