په افغانستان کې شته سیاسي بې ثباتي، ناوړه اقتصادي وضعیت، د طالبانو ناسم مدیریت، اقلیمي بدلونونه او اقتصادي بندیزونه د دې لامل شوي چې د هېواد اقتصاد وشړېږي او ډېره قرباني یې د ټولنې بېوزله قشرونه ورکړي.
په کندهار ولایت کې د کوچنیو کاروبارونو مزدورکاران وایي چې د دوی کاروبار سخت خراب شوی او د په وینا یې، د پخوا په څېر هېڅ مزدوري نه شي پیدا کولای.
۵۵ کلن عبدالباقي چې د کندهار ولایت په ښار کې ټوله ورځ لاسي ګاډۍ چلوي، وایي چې ډیری ورځې تش لاس کور ته ستنېږي. نوموړی زیاتوي چې په دې وروستیو میاشتو کې د دوی کارونه زښت زیات خراب شوي او هېڅ مزدوري ورته نه پیدا کېږي. دی وايي: «په دې وروستیو میاشتو کې هېڅ کارونه نشته، هېڅ کار نه پیدا کېږي. ډیری ورځې تش لاس کورونو ته ستنېږو. اوس چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی، زموږ لپاره هم هېڅ مزدوري نشته، مونږ ته څوک هېڅ پاملرنه نه کوي.»
په کندهار ولایت کې یو شمېر نور د لاسي مزدورۍ کاروباريان هم د اقتصادي ستونزو او بېروزګارۍ څخه شکایت کوي او ادعا لري چې هېڅ لاسي مزدوري نه لري.
په یاد ولایت کې د شريفالله په نوم یو بل مزدور هم د دې ډول شکایتونو په کولو سره وایي چې ان د ورځې ۵۰ افغانۍ هم نه شي پیدا کولی. نوموړی زیاتوي: «په ټوله ورځ ۵۰ افغانۍ هم نه پیدا کېږي. موږ د ډېرو ستونزو سره مخ یو. هغه بازارونه او د سوداګریز ځایونه چې پخوا فعال وو، اوس یې نیمایي برخې سقوط شوي دي. کار نشته، موږ ته په ډېرو ځایونو کې اړتیا نه پیدا کېږي. په ډېرو کار ځایونو کې هغوی خپله کار کوي.»
د کندهار ښار یو بل مزدورکار، سېداحمد، وایي چې په داسې حال کې چې اوس مهال لګښتونه زیات لوړ شوي ، د دوی مزدوري په ټپه درېدلې او ټوله ورځ یې بې کاره تېرېږي. هغه زیاتوي چې په کندهار ولایت کې د مزدورکارانو او پنډیانو شمېر هم د پخوا په پرتله زیات شوی او ډیری هغه کسان چې بېروزګار دي، لاسي مزدورۍ ته یې مخه کړې ده.
نوموړی وایي چې نه پوهیږي د خپل ژوند د مخته وړلو لپاره څه وکړي. دی وايي: «زموږ اقتصادي ستونزې بېخي زیاتې شوې دي. ټول ورځ لمر ته ناست یو، هېڅ کار نه پیدا کېږي. پخوا چې موږ دلته ۱۰۰ کسان وو، اوس هغه شمیر ۲۰۰ ته رسېدلی دی. په هره برخه کې چې خلک بې کاره شي، دلته لاسي مزدورۍ او پنډيتوب کوي. هم د پنډیانو شمېر زیات شوی، هم کار کم شوی دی. هېڅ نه پوهېږو چې د خپل کورنۍ لپاره ډوډۍ څنګه پیدا کړو.»
په کندهار کې یو شمېر فعالان هم د کار نشتوالي ته د یوې لویې ستونزې په توګه ګوري او وایي چې د کار روزګار د نه شتون له امله په دې ولایت کې جنايي پیښې زیاتې شوي دي، او نږدې هره ورځ یوه پیښه رامنځته کېږي.
په دغه ولایت کې یو فعال، چې موږ یې په راپور کې مستعار نوم حضرت الله یاد کړی دی، وایي چې اوسني وضعیت ته ډېر اندېښمن دی. هغه زیاتوي چې د خلکو روان وضعیت ورځ تر بله ترېنګلی کېږي، او د بېروزګارۍ کچه په لوړ حد ته رسېدلې ده. د یاد فعال په وینا، که خلکو ته کاري فرصتونه پیدا نه شي، نو په راتلونکي کې به په دې ولایت کې جنايي جرمونه زیات شي او خلک به اړ شي چې د هرې لارې څخه د خپل ځان لپاره ډوډۍ پیدا کړي.
دی په همدې تړاو وايي: «په کندهار ولایت کې د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. نه لوستي خلک کار پیدا کولای شي او نه هم نالوستي خلک. زه ډېر اندیښمن یم چې دا خلک به څه کوي؟ هره ورځ جنايي پیښې رامنځته کېږي، چې ډیری لامل یې د کار روزګار نشتوالی دی. د توکو قیمتونه لوړ دي او د چا وس ور نه رسیږي، او کار نشته.»
په کندهار ولایت کې د طالبانو ځايي مسوولانو تر اوسه د د دې مزدورکارانو د ستونزو په تړاو څه نه دي ویلي.
د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. اوچا په دې راپور کې ذکر کړې چې د مختلفو لاملونو له امله، د افغانستان اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دی.





