افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د هڅو پر اړتیا د ایران او تاجیکستان ټینګار

د ایران د پوځ لوی درستیز محمد باقري د تاجیکستان له ولسمشر سره په لیدنه کې، افغانستان کې د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره د دواړو هېوادونو پر هڅو ټینګار وکړ.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې محمد باقري تاجیکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ کې، د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره په دې اړه خبرې اترې کړې دي.

د تاجیکستان ولسمشر ویلي، چې د تاجیکستان وسله وال پوځ، له ایراني ځواکونو سره له هر ډول دوه اړخیزو دفاعي او پوځي همکاریو څخه هرکلی کوي.

همداراز، د ایران د وسله وال پوځ لوی درستیز ویلي، چې د دواړو هېوادونو وسله وال ځواکونه د سیمه ییزو او پوځي همکاریو په پراخولو کولای شی، افغانستان کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې د ګاونډیو هېوادونو سیاسي او پوځي چارواکو د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه په ناستو کې خبرې اترې کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button