۸صبح، هلمند: د هلمند ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور درې کسان نیولي دي.
سرچینو سهشنبه د سلواغې پر ۹مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا کسان پرون د دغه ولایت له نادعلي ولسوالۍ څخه نیول شوي دي.
د سرچینو په وینا، دا کسان د پخواني حکومت غړي وو.
په هلمند کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم د دې درېیو کسانو نیول منلي او په وینا یې، له هغوی یې وسلې ضبط کړي دي.
د مقاومت جبهې تراوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې طالبانو د تخار په چال ولسوالۍ کې پنځه کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي وو.





