د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې دغه هېواد د خبرو په لړ کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د وړاندیز شوي پلان د عملي کولو موده دوو ورځو ته راکمه کړې ده.
عراقچي شنبه د اکتوبر پر ۳۱مه خبر ورکړی چې ایران غواړي بېړۍ د هرمز تنګي له هغه مسیره تېرې شي چې له عمان سره پرې هوکړه شوې او نور مسیرونه تړلي پاتې شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دغه هېواد د شرایطو له مخې د هرمز تنګي بېرته پرانیستل له امریکا سره د ناحل شویو مسایلو په اړه د خبرو د بیا پیل لپاره لاره چاره برابرولی شي.
هرمز تنګی په نړۍ کې د تېلو د لېږد مهمه لار ګڼل کېږي او د سیمې هېوادونو پام وړ تېل او ګاز له همدې سمندري لارې تېرېږي.
پر دغه تنګي د بېړیو پر راتګ راتګ محدودیت د انرژۍ پر نړیوال بازار اغېز لري.





