د جرمني په څه باندې ۳۰ ښارونو کې د جبري پوځي خدمت پر ضد او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو په غبرګون کې لاریونونه پیل شوي دي.
ټاس خبري اژانس شنبه د اکتوبر پر ۳۱مه راپور ورکړی چې لاریونوال د جبري پوځي خدمت د لرې کېدو غوښتنه کوي.
هغوی له حکومته غواړي چې د ښوونې او روغتیا په برخو کې پانګونه زیاته کړي او دغه راز د ژوند د لګښتونو د کمولو لپاره اقدام وکړي.
د راپور له مخې، په برلین کې د لاریونونو د امنیت په موخه شاوخوا ۱۵۰۰ پولیس ځای پر ځای شوي دي.
که څه هم د احتجاجونو تنظیموونکو ټینګار کړی چې لاریونونه به سولهییز وي، خو د جرمني امنیتي ځواکونو د ناکراریو او نښتو شونتیا مطرح کړې ده.





