۸صبح، کابل: د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال او د بندیانو د لېږد کمېټې مشر عسکر جلالیان وايي چې دغه هېواد به په راتلونکو دوو میاشتو کې زر افغان بندیان طالبانو ته وسپاري.
د اعتماد روز خبري اژانس چهارشنبه د لړم پر ۲۳مه د جلالیان په حواله لیکلي چې د دې شمېر بندیانو لېږد د کابل او تهران ترمنځ د ۱۳۸۵ لمریز کال د هوکړې پر بنسټ کېږي.
د هوکړې پر بنسټ، یوازې هغه بندیان چې خپل هېواد ته استول کېږي چې د بند په سزا محکوم شوي وي.
د ایران د بندیانو د لېږد کمېتې مشر ویلي چې په دې بندیانو کې د مخدره توکو یو شمېر قاچاقبران هم شامل دي.
هغه زیاته کړې ده: «په راتلونکو دوو میاشتو کې پلان لرو چې زر افغان بندیان افغانستان ته ولېږدوو ترڅو د محکومیت دوره په خپل هېواد کې تېره کړي او په دې لېږد کې د ایران د اسلامي جمهوریت نظر د بشري حقونو د اصولو او قوانینو پربنسټ دی.»
نوموړي ایراني چارواکي ویلي چې له طالبانو سره د دې بندیانو د لېږد په تړاو د خبرو په موخه کابل ته سفر کوي.
د ایران د عدلیې وزارت د مرستیال د څرګندونو له مخې، د دغه هېواد شاوخوا ۱۰ بندیان د طالبانو په بندخونو کې دي.
د جلالیان په وینا، له طالبانو سره د تهران د تعامل زیاتوالی د ایران او دغې ډلې د یو شمېر «بدغوښتونکو» د اندېښنو لامل شوی دی.
دا مهال د ایران په بندخونو کې د افغان بندیانو ټولیز شمېر نه دی څرګند.
تېر لمریز د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د دغه هېواد په بندخونو کې څه کم شپږ زره افغانان بندیان دي.





