د راپورونو له مخې د ایران قضائیه قوې په دغه هېواد کې د وروستیو لاریونونو د ګډونوالو په ګډون ۸۰ زره تورن کسان بښلي دي.
نیشن راپور ورکړی چې د ایران د قضايي قوې عمومي بخښنه د دوشنبې په ورځ (مارچ ۱۳) اعلان شوه.
د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین اجیعي وویل چې زیاتره بخښل شوي لاریونوال په بند کې نه دي او محاکمې یا سزا ته په تمه دي.
ویل کیږي چې په دې بخښنه کې هغه ۲۲ زره لاریون کوونکي هم شامل دي چې نیول شوي دي.
باید وویل شي، چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې د دغه هېواد د ارشاد ګزمې ځواکونو په زندان کې د یوې ځوانې نجلۍ له وژل کېدو وروسته زرګونه ایرانیان واټونو ته راووتل.
د راپورونو له مخې، د ایران حکومت د دغو لاریونونو د ځپلو لپاره خپل ټول توان په کار واچاوه، چې څو میاشتې یې دوام وکړ او یو شمېر لارین کوونکو ته یې د اعدام سزا هم ورکړه.