په پایله کې د بنیامین نتنیاهو د مخالفانو د ایتلاف مشر ګادي ایزنکوت ته د اسراییلو د ولسمشر اسحاق هرتزوګ لهخوا د نوي حکومت د جوړولو دنده وسپارل شوه. ایزنکوت د حکومت جوړولو لپاره د کنست د استازو ۶۷ سپارښتنې ترلاسه کړې چې ډېرې دي. د عربانو دواړه ډلې هم په کې شته. البته، دا ۶۷ یوازې یوه شمېره ده او د یوه رسمي ایتلاف له جوړېدو سره واټن لري. په مقابل کې بیا نتنیاهو ۴۷ سپارښتنې ترلاسه کړې چې د نوموړي د ټاکنیز ایتلاف د ۵۳ څوکیو له شمېره هم کمې دي. د «متحد تورات یهودیت» ګوند چې مخکې د نتنیاهو د حکومت غړی و او اوس یې هم د سیاسي ډلې برخه ګڼل کېږي، له دواړو لورو یوه ته هم سپارښتنه نه ده کړې. اوسمهال دا ګوند په کنست کې اووه څوکۍ لري. د نتنیاهو له حکومته یې د وتلو لامل هم د حریدیانو د پوځي خدمت له معافیت سره د نوموړي د دریځ ناڅرګندتیا وه.
اوس چې ایزنکوت ته د نوي حکومت د جوړولو دنده سپارل شوې، د نتنیاهو د سیاسي برخلیک په اړه پوښتنه پیاوړې شوې: ایا په واک کې به پاتې او که به لرې شي؟
حقیقت دا دی چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره د ایزنکوت ګومارل تر ډېره د دې مانا نه لري چې نتنیاهو به له سیاسي ډګره حذفېږي؛ که څه هم په واک کې د پاتېدا چانس یې ډېر کم دی. د ایزنکوت بلاک، د نتنیاهو بلاک په څېر یو موټی او همغږی نه دی، بلکې له بېلابېلو او ان تر یو بریده له مخالفو سیاسي تمایلاتو جوړ دی(کیڼ اړخي، منځلاري، ښي اړخي او …). همدا کمزوري د نوي حکومت د جوړولو په لار کې د ایزنکوت لپاره د پښې اېښودلو ځای ګرځېدلی شي. د ایزنکوت بلاک د غړو یوازینۍ ګډه ځانګړنه له نتنیاهو ځان لرې ساتل دي؛ هغه هم تر ډېره په شعارونو او خبرو کې، نه ترې ورهاخوا.
البته، له نتنیاهو د ځان لرې ساتلو شعار هم تر ډېره له ټاکنو مخکې په درد لګېده او له ټاکنو وروسته پړاو کې به چندان په درد ونه لګېږي. له دې ورهاخوا، هغه ګوندونه چې له ټاکنو مخکې یې د نتنیاهو پر ضد شعارونه ورکول، اوس یې ښايي په دریځ کې نرمښت راشي؛ په ځانګړې توګه ښي اړخي لیبرال – سیکولر ګوندونه چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره په مخالفت کې نه یوازې له نتنیاهو سره برابر دي، بلکې په ځینو مواردو کې سخت دریځي هم دي.
د «اسراییل زموږ کور» ګوند مشر اویګدور لیبرمن وروستي دریځ چې د ایزنکوت په بلاک کې دی، د نوي حکومت په جوړولو کې خنډ رامنځته کړی دی. نوموړي په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له «متحد تورات یهودیت» ګوند سره د خبرو او ایتلاف جوړولو شونتیا شته؛ هغه ګوند چې د حریدیانو کلک ملاتړی دی او نه غواړي چې دا ډله پوځي خدمت ته اړه شي. دا دغه ګوند ته «سره کرښه» ده. دغه راز د «شاس» ګوند لپاره چې دا مهال د نتنیاهو د حکومت فعال غړی دی. دا په داسې حال کې ده چې لیبرمن د حریدیانو د پوځي خدمت د معافیت سرسخت مخالف دی. لیبرمن له ۲۰۱۸ کال راهیسې څو وارې ټینګار کړی چې حریدیان دې د پوځي خدمت د معافیت له امتیازه بېبرخې شي. ښکاري چې اوس یې په لنډمهاله توګه دریځ نرم کړی دی. دلته بیا خبره ایزنکوت ته سختېږي؛ له دې کبله چې حریدیانو ته د پوځي خدمت د معافیت نه ورکولو په شعار او ژمنې یې رایې ترلاسه کړې دي. که ایزنکوت په دې برخه کې له خپل دریځه شاته شي او د «متحد تورات یهودیت» ګوند غوښتنې ومني، بېشکه به یې خپل شعارونه او ژمنې تر پښو لاندې کړې وي؛ داسې څه چې لګښت به ورته ولري.
ولې لیبرمن له خپل څو کلن دریځه په شا کېږي او د حریدیانو له ملاتړو ګوندونو سره د خبرو پر اړتیا ټینګار کوي؟ ظاهراً موخه یې دا ده چې ایزنکوت د دوو عربو ګوندونو مرستې ته اړ نه شي؛ ځکه لیبرمن ته له عربو سره ایتلاف د منلو نه دی؛ هماغسې چې نتنیاهو ته هم نه دی. که څه هم د تورات یهودیت ګوند په ګډون سره د لیبرمن د خوښې حکومت د جوړولو لپاره نصاب نه بشپړېږي، خو غواړي د حریدیانو بل ملاتړی ګوند (شاس) هم د ایزنکوت بلاک ته راجلب کړي. په دې سره به نصاب بشپړ او عربو ګوندونو ته به اړتیا پېښه نه شي.
که فرض شي چې دواړه حریدی ګوندونه له ایزنکوت سره ایتلاف وکړي؛ په دې حالت کې به د حریدی زدهکوونکو د پوځي خدمت پر سر د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې څرنګوالی لا هم بېځوابه پاتې شي. دواړه ګوندونه د حریدیانو د معافیت غوښتونکي دي، خو ایزنکوت بیا د معافیت مخالف دی. د دواړو لورو ترمنځ منځنی حللاره هم چندان اسانه نه ده.
د ایزنکوت په بلاک کې د درز رامنځته کېدو ګواښ د نفتالي بېنت له خوا هم شته؛ هغه چې له یائیر لاپید، د «یش عتید» ګوند له مشر سره یوځای د «ګډ ایتلاف» مشري کوي. داسې اوازې شته چې بېنت د نتنیاهو له بلاک سره یوځای کېدو ته لېواله دی. له نتنیاهو سره د بېنت د خبرو ژبه هم تر یو بریده سولهییزه ده. مهمه دا چې تر اوسه یې نه دي ویلي چې د بيبي په مشرۍ حکومت کې ګډون ورته د شرم خبره ده. په مقابل کې بیا نتنیاهو هم هڅه کوي د ایزنکوت له بلاکه خپل ملاتړي رامات کړي. بېنت ورته هغه کس دی چې د راماتولو شونتیا یې شته. د نتنیاهو پر لور د بېنټ د ورماتېدو احتمال هغه مهال پیاوړی کېږي چې ایزنکوت له عربو ګوندونو سره ایتلاف ته اړ شي. نتنیاهو د ایزنکوت په بلاک کې د ملاتړ راماتولو او درز رامنځته کولو په برخه کې خورا جدي هم دی؛ تر دې چې له عباس منصور سره هم له اړیکو ډډه نه کوي. رسنیو په دې وروستیو کې خبر ورکړ چې نتنیاهو په پټه د رعام ګوند له مشر عباس منصور سره په اړیکه کې دی؛ په داسې حال کې چې په خبري کنفرانسونو کې د نوموړي ګوند او حماس یو ګڼي.
په اپوزیسیون بلاک کې د دوو مسایلو په اړه اختلاف (له عربو او حریدیانو سره اتحاد)، د ایزنکوت لهخوا د نوي حکومت جوړېدل حتمي نه دي. ایزنکوت د خپلې دندې د بشپړولو لپاره ۲۸ ورځې وخت لري. دا موده د ۱۴ نورو ورځو لپاره هم غځېدای شي. که بریالی نه شي، نتنیاهو به د نوي حکومت جوړولو لپاره راتلونکی نوماند وي. په دې پړاو کې به د نتنیاهو د بریا چانس لوړ وي. که هغه هم بریالی نه شي، نو خبره به نویو ټاکنو ته ځي؛ هغه چې د اټکل له مخې به یې د نتنیاهو بلاک وګټي.
له پورتنیو ټکو ورهاخوا بیا هم د «ملي وحدت» حکومت د جوړېدو شونتیا پياوړې ښکاري. نتنیاهو د دې لپاره چې له سیاسي ډګره ونه شړل شي، د داسې حکومت د جوړېدو په تمه دی؛ خو مخالفان یې نه. بيبي به په دې برخه کې له دوو حربو کار واخلي: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پر حزبالله یا ایران د نوي برید له لارې د چاپېریال امنیتي کول. که جګړه ونښلي، اپوزیسیون به هم د ملي وحدت حکومت جوړېدو ته غاړه کېږدي؛ داسې حکومت چې څرګنده نه ده نتنیاهو به تر پایه په راس کې وي که به هم په نوبتي ډول اداره کېږي.






