۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې بدخشان ولایت کې یې د پامیر اوسېدونکو ته پېژندپاڼې ورکړې دي.
دغې ادارې سهشنبه د لړم پر ۱۷ ویلي، چې د هغوی یو پلاوی واخان ته تللی او په دې لیرې پرته سیمه کې یې قرغیزانو ته د تابعیت پېژندپاڼې وېشلې دي.
بدخشان کې د طالبانو د احصایې ادارې مسوولانو ویلي، چې واخان ته په خپل سفر کې یې د دې ولسوالۍ ۵۷۱ اوسېدونکو ته پېژندپاڼې ورکړې دي.
دغې ادارې زیاته کړې ده، چې د دې سیمې پاتې نورو اوسېدونکو ته به هم پېژندپاڼې ورکړل شي.
د بدخشان د واخان قرغیزیان افغانستان کې ترټولو بېبرخې خلک ګڼل کېږي. هغوی د ژوندانه ترټولو کمو امکاناتو ته لاسرسی نه لري او خپل ژوند په مالدارۍ سره پرمخ بیایي.