۸صبح، کابل: ایټالوۍ مرستندویه سوزانا فیورټي ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یې یو پټ ښوونځی جوړ کړ چې د طالبانو د ځینو غړو لوڼو هم پکې زدهکړې کولې.
هغې د ایټالیا له «کورییره دلا سرا» ورځپاڼې سره په مرکه کې چې دوشنبه د لړم پر ۴مه، خپره شوې، ویلي چې د ښځو پر زدهکړو او تحصيل له بندیز وروسته یې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې یو پټ ښوونځی جوړ کړي.
فیورټي زیاته کړې چې د دغه ښوونځي د فعالیت له پیله دوه کاله وروسته پوهه شوه چې ځينې زدهکوونکې د طالبانو د غړو لوڼې دي.
هغې ویلي چې په لومړیو دوو کلونو کې د طالبانو هېڅ کوم غړی د پلټنې لپاره دغه ځای ته نه و ورغلی.
فیورتټي ټینګار کړی چې درسونه په یوه خونه کې لوستل کېدل چې د خياطۍ ماشینونه پکې وو، څو د پلټنې په صورت کې ښوونیز فعالیت د خياطۍ د یوه کارغالي په توګه وښودل شي.
هغې زیاته کړې چې د طالبانو د ځینو غړو کورنیو هم غوښتل چې لوڼې یې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
فیورټي ټینګار کړی: «ځینې افغانان له حکومت سره اړیکې هم لري، خو نسبتاً منځلاري لیدلوري لري او غواړي هغه بندیزونه چې ناسم یې ګڼي، په پټه بدل کړي.»
هغې زیاته کړې چې د دغو نجونو پټې زدهکړې له خطر سره ملې وې او که موضوع افشا شوې وای، زدهکوونکې او د ښوونځي جوړوونکي ښايي له جدي پایلو سره مخ شوي وای.
په يوه له دغو پروګرامونو کې ښځو ته د ډوډۍ پخول او حسابداري ورزده کول کېږي، څو وکړای شي له دې لارې عاید ترلاسه کړي.





