۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي چې هېواد ته د کډوالو په پراخه کچه راستنېدو پر بنسټیزو خدمتونو او زېربناوو فشار زیات کړی دی.
دغه بنسټ دوشنبه د لړم پر ۴مه، پر اېکس پاڼه لیکلي چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ شاوخوا ۴.۹ میلیونه کسان افغانستان ته را ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې د اقتصادي بیا رغونې د طرحې له لارې په ټاکل شویو سیمو کې له سیمه ییزو ټولنو سره مرسته کوي، څو د خلکو د ژوند د ښه کېدو او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.
په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د کډوالو راستنېدو د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې نوې ننګونې رامنځته کړې دي.
د کاري فرصتونو برابرول او د سیمه ییزو ټولنو ملاتړ د راستنېدونکو د مرستې او پر زېربناوو د فشار د کمولو لپاره له مهمو اړتیاوو ګڼل کېږي.





