• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ژورنالیزم او زموږ د ناکرارې نړۍ راتلونکی

د «کانتینیوم» (Project Kontinuum) بنسټ ایښودنکی برانکو برکیچ او د «حقیقت ویونکو» (Truth Tellers) سازمان بنسټ ایښودنکې، لیکواله او ایډيټره تینا براون، د سېر هري ایوانز نړیوال ژورنالیزم ناسته. د «کانتینیوم» (Project Kontinuum) بنسټ ایښودنکی برانکو برکیچ او د «حقیقت ویونکو» (Truth Tellers) سازمان بنسټ ایښودنکې، لیکواله او ایډيټره تینا براون، د سېر هري ایوانز نړیوال ژورنالیزم ناسته.
۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790586569]
Exclusive

Exclusive

د ژورنالیزم په اړه یوه جالبه خبره ده: څوک چې د واک په لټه وي، مړ یې بولي، خو بیا هم غواړي کنټرول یې کړي. واک پالونکي پرې برید کوي، الیګارشیان (د واک او شتمنۍ کړۍ) یې د پېرلو هڅه کوي او مبلغان ترې تقلید کوي. د ټيکنالوژۍ ځواکمن پلاټفورمونه هغه خبرونه چې لولئ یې، فلټر کوي، څو خپله میلیارد ډالري امپراتوري جوړه کړي او هممهاله، ژورنالیزم ناڅيز او بې ارزښته ښيي. حکومتونه هم په دې موخه چې وروسته پاتې نه شي، هغه کسان ګواښي او تر قانوني څار لاندې یې راولي چې هڅه کوي حقایق درسره شریک کړي، کله کله یې بندیانوي او ترې جاسوسي کوي. هغوی همداراز خپرندویان او خپرونې یې بندوي.

که ژورنالیزم او خپلواک حقیقت تر دې کچې نااړونده او بشپړ مړ وای، نو ولې یې د ښخولو لپاره دومره ډېرې پیسې، سیاسي انرژي او غوسه لګول کېږي؟ دا یوه مهمه پوښتنه ده. شتمن تل له بېوزلو ځواکمن وي. حکومتونو له خپل واکه ناوړه ګټه اخیستې. کاروبارونو له بنسټونو نفوذ پېرلی؛ محکمې له بې دفاع خلکو په خوندیتوب کې پاتې راغلې دي. ان «څلورم رکن» هم هڅه کوله څو د خپل چلند ترمنځ یو ډول تعادل رامنځته کړي. خبریالي هېڅکله هم هومره سپيڅلې نه وه چې خبریالان یې کله کله غواړي په یاد ولري؛ خو لږ تر لږه دا سیسټم د تشخیص وړ و.

واک، فیزیکي نښې لرلې. حکومتونه تر ډېره د رسمیت پېژندل شویو پولو دننه شتون لاره. ورځپاڼو ایډیټران لرل. شرکتونو خاوندان لرل. قوانین کم تر کمه د تیورۍ تر کچې په قضایي حوزو کې د پلي کېدو وړ و. وروسته د ټيکنالوژۍ ستر شرکتونه راڅرګند شول. دا تعادل تر هغې ډېر چټک بدلون وکړ چې بنسټونه مو وکړای شي ځان ورسره عیار کړي. نن یوه نوې واکمنه طبقه د داسې پراخې شتمنۍ او ځواک په لرلو سره چارې پر مخ وړي چې ځینې یې له ځمکې د نږدې ټولو دولتونو تر ځواک او امکاناتو هم لویه دي. هغوی د میلیاردونو انسانانو ترمنځ اړیکو ته بڼه ورکوي او غوره کوي چې کوم اطلاعات خپاره او کوم په تشه کې ورک شي. هغوی د مډرنې نړۍ د واقعي عامل سیسټم په توګه، داسې بنسټیزه زېربنا جوړه کړې چې سیاست، سوداګري، کلتور، پوهه او نږدې بل هر بنسټ پرې ولاړ دی. که هغوی ودرېږي، مډرنه نړۍ هم درېږي.

باید د اوسني رامنځته شوي واک ټکر ته حیران نه شو. دا زاړه او نوي سیسټمونه په بېلابېلو پېړیو کې او د بشپړو جلا قوانینو پر بنسټ رامنځته شوي دي. اوسنی پېر مو رښتیا هم له کمسارې ګډوډۍ سره مخ دی او ښکاري چې خبري رسنۍ ارزښتناکې جایزې وي چې هر ځواک یې په شدت غواړي. دغه نوې ترینګلتیا او اصطحکاک نوی پیل شوی او ښايي د پراخو شخړو او لویو کړاوونو لامل شي. د جګړې هغه ډګر چې د دغې مبارزې ډېره برخه پکې روانه ده، د اطلاعاتو چاپېریال دی.

هغوی چې ژورنالیزم مړ یا نا‌اړوند ګڼي، پر یو څه پوهېږي چې زموږ د همدغه صنعت ځینې برخې یې ډېری مهال هېروي: اطلاعات، تر ټولو ځواکمنه ټیکنالوژي ده چې د بشر د یو نسل له خوا رامنځته شوې دي. د بشریت د راتلونکي لپاره مبارزه په چټکۍ د واقعیت پر سر د مبارزې په توګه پېژندل کېږي. هغه څه چې خلک پرې پوهېږي، کنټرول کړئ؛ په دې سره به پر باورونو اغېز وکړئ. پر هغه څه چې باور لري، اغېز وکړئ؛ په دې سره به له هغه څه چې وېرېږي، پر چا باور وکړي، څنګه رایه ورکوي، څه پېري، له چا کرکه لري او په پایله کوم ډول واک د مشروع واک په توګه پېژني، بڼه ورکوئ.

همدا لامل دی چې د خبري رسنیو د مرګ په اړه پرلپسې اعلامیې دې خبریالان په ټول ژوند کې یوې مبارزې ته چمتو کړي. د باور بحران رښتیانی دی او یوازې پر خبریالۍ نه دی تپل شوی. که څه هم موږ خبریالان، سردبیران او خپروندویان له پراخ او ځواکمن برید سره مخ شوې یو او یاستو، خو له دغه واقعیته سترګه نه شي پټېدای چې خپل صنعت مو هم د بحران له رامنځته کولو سره مرسته کړې ده. مخکې له دې چې د ټيکنالوژۍ لوی شرکتونه د تبلیغاتو بازار په لاس کې واخلي، ډېرو خبري رسنیو د عمومي خدماتو ماهیت هېر کړی دی. له لوستونکو سره د شمېرو او ارقامو په څېر چلند وشو، خبري پوښښ، منځپانګې ته راکم شو او د غوسې راپارول د کاروبار پر یوه موډل بدل شو. دا مو خپلې تېروتنې وې چې د ټيکنالوژۍ لویو شرکتونو ته اجازه ورکړل شوه چې ترې ناوړه ګټه پورته کړي.

راتلونکی مو له دې سره تړلی چې څومره وس لرو خپلې ټولنې ته دا موضوع روښانه کړو چې یوه مډرنه اطلاعاتي ټولنه، کټ مټ لکه څنګه چې اغېزمنو محکمو، ښوونځیو، برېښنايي شبکو او د پاکو اوبو سیسټمونو ته اړتیا لري، باوري خبریالۍ ته هم اړتیا لري. بنسټیزې زېربناوې هغه مهال په څرګنده توګه درک کولی شئ چې له کاره ولوېږي او موږ مخکې له مخکې د دغې موضوع درک پیل کړی چې کله اطلاعاتي زېربنا له کاره ولوېږي، څه پېښېږي.

بدیهي حقایق مو لا پر ځای دي: د عمومي ګټو لپاره صادقانه او کره اطلاعات د معاملې وړ نه دي. د سیاسي او سوداګریز واک خپلواکي دې شعاري نه وي چې یوازې په مناسب وخت کې ترې ګټه پورته شي. له هغو ټولنو سره مو اړیکه چې د خدمت لپاره یې یو، باید د هر هغه کار په محور کې وي چې ترسره کوو یې.

باید هڅه وکړو چې «څنګه پوهېږو پر څه چې پوهېږو»، په تشریح کې په بنسټيز ډول عمل وکړو. دومره زړورتیا باید ولرو چې خپلې تېروتنې ومنو، کله چې شونې وي شواهد وړاندې کړو، ډېر واورو او ښه غوږ ونیسو. باور هغه څه نه دی چې د خبریالانو له تېرو نسلونو څخه یې د میراث په توګه د ترلاسي حق ولرو؛ بلکې هر نسل دې یې تجدید او بیارامنځته کولو هڅو ته دوام ورکړي.

ټيکنالوژي مو په ذات کې دوښمنه نه ده؛ داسې باور به هم ناپوهانه او احمقانه وي؛ ځکه ترې د مډرن ژوند په هر ساعت کې ګټه پورته کوو. ټیکنالوژي ژورنالیزم ته اجازه ورکوي چې داسې مخاطبانو ته لاسرسی ولري چې هېڅکله مو تصور هم نه کاوه. مصنوعي ځيرکتیا، راپور ورکول، تجزیه او تحلیل، ژباړه، څېړنې او خپرول به بدل کړي چې تازه مو یې درک پیل کړی دی.

پوښتنه دا نه ده چې ایا ټيکنالوژي به خبریالۍ ته بڼه ورکړي که نه؛ بېشکه دا کار به کوي. اصلي پوښتنه دا ده چې ایا د ټيکنالوژۍ له خوا رامنځته شوی ځواک به د سیالۍ وړ پاتې شي او ایا موږ به د رسنیو په توګه، وکړای شو د دغه ځواک د ساتلو، تر کنټرول لاندې راوستلو او د ټولو په ګټه یې د کارولو لپاره د دغې ننګونې پر وړاندې ودرېږو؟ ښايي مجبوره شو خپله بڼه، د فعالیت څرنګوالی او مخاطبانو ته د لاسرسي لارې چارې بدلې کړو، خو نه شو کولی خپله موخه پرېږدو. خبره دا نه ده چې په خبري رسنیو کې بې کچې ځواک ولرو؛ بلکې بشپړه برعکس ده. د شتون موخه مو دا ده چې ډاډ ترلاسه کړو بل هېڅوک داسې ځواک نه لري.

خبري پلاټفورمونه به راشي او لاړ شي. د کاروبار موډلونه به راشي او لاړ شي. خو ایا لا به هم څوک وي چې دنده یې پر حقیقت پوهېدل او نورو ته یې رسول وي، بې له دې چې څوک له دې چارې د مخنیوي هڅه وکړي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د واقعیت لویه برخه مو ورسره تړاو لري.

د «خبر نړیوالې ورځې» په مناسبت مو د راتلونکې په اړه د ټولو اندېښنو سربېره، ښايي دا هماغه ژمنه وي چې ژورنالیزم دې یو ځل بیا ورکړي. نه دا چې تل په حقه یو، او نه دا چې خلک دې په اسانۍ راباندې باور وکړي؛ بلکې باوري یو چې دا چاره راڅخه ډېره تمه لري: موږ د هغو ټولنو ترڅنګ چې خدمت یې کوو، وبه درېږو، نه ترې پورته. دا کار به وکړو. وبه ښيو چې څنګه مو ترسره کړی دی. کله چې تېروتنه کوو، ځان به اصلاح کړو او مهمه دا چې هڅه به وکړو څو د واقعیت ګډ څراغ بل وساتو.

یادښت: د دغې نظري – څېړنیزې مقالې سپارښتنه د «خبر نړیوالې ورځې» په مناسبت شوې؛ نړیوال کمپاین چې د حقایقو او روڼتیا په وړاندې کولو کې د خبریالۍ پر بنسټيزې ونډې ټينګار کوي. بیاخپرونکې دې پورته پراګرافونه هماغسې خپاره او د اصلي لیکوال نوم دې یاد کړي. بیا خپرول او ژباړه یې وړیا ده، په دې شرط چې ژباړه د متن اصلي منځپانګه انعکاس او مانا یا مضمون یې بدل نه کړي. د لنډیز یا رسنیز سبک سره د سمون لپاره واړه سمونونه د همدغه اصل پر بنسټ جواز لري. که امکان وي، هیله کېږي د خبر نړیوالې ورځې (worldnewsday.org) سره لینک ورکړئ.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

امریکا یو وخت د ډيموکراسۍ سلاکوټ وه؛ اوس د مطبوعاتو پر بې‌وسلې کولو بوخته ده
شننه

امریکا یو وخت د ډيموکراسۍ سلاکوټ وه؛ اوس د مطبوعاتو پر بې‌وسلې کولو بوخته ده

۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790585401]
د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو
خبرونه

د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو

۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790584937]
په اسلام‌اباد کې د شانګهای د همکاریو سازمان د ملي همغږي کوونکو لومړۍ غونډه
بهرني خبرونه

په اسلام‌اباد کې د شانګهای د همکاریو سازمان د ملي همغږي کوونکو لومړۍ غونډه

۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790581608]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.