کابل – غور لویه لار د واورو له امله وتړل شوه

۸صبح، غور: سیمهییزې سرچینې وایي، چې کابل – غور لویه لار د سختو واورو له امله د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.
سرچینې یکشنبه د مرغومي پر اتلسمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې کابل – غور لویه لار د بکک کوتل په سیمه کې تړل شوې ده.
غور کې طالبانو د دغه خبر په تایید له خلکو غوښتي، چې له واورو د دې لویې لارې تر پاکولو پورې دې پر دغه سړک له سفر څخه ډډه وکړي.
تېرو دوو اونیو کې دا درېیم ځل دی، چې کابل – غور لویه لار د سختو واورو له امله د تګ راتګ پرمخ تړل کېږي.