د کابل پوهنتون د لیلیې ادارې حکم: د موسیقۍ اورېدل منع دي

۸صبح، کابل: د کابل پوهنتون د لیلیې ادارې محصلانو ته د موسیقۍ اورېدلو په اړه نوی حکم ورکړی دی.
په هغه اطلاعیه کې چې یکشنبه د چنګاښ پر ۵ د کابل پوهنتون په مرکزي لیلیه کې لګول شوې، راغلي چې د موسیقۍ اورېدل منع دي او محصلان حق نه لري په خونو یا خوړنځای کې موسیقي واوري.
په دغه تازه حکم کې لنډ لاسي جامې، سګرټ څکول، پربازي، د لیلیې بام ته وتل او د کابل پوهنتون د ونو میوې کارول هم منع شوي دي.
د کابل پوهنتون د لیلیې مسوولانو خبرداری ورکړی، چې له دغه حکم څخه د سرغړونې په صورت به له زده کړیالانو سره جدي چلن وشي.
په دې لړ کې، کابل پوهنتون کې یو شمېر محصلان وایي، چې د نویو محدودیتونو په رامنځته کولو سره، داسې احساس کوي لکه په زندان کې چې وي.
کابل پوهنتون او د دغه پوهنتون د لیلیې ادارې په دې وروستیو کې پر محصلانو ګڼ محدودیتونو لګولي دي. داسې چې په یوه بل حکم کې، د درېیم او څلوم ټولګیو ټول زده کړیالان له دغې لیلیې څخه وایستل شول، تر څو د نویو محصلانو ته ځای پاتې شي.