د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مطالعې کلتور پر پېکه کېدو اندېښنه ښيي. دوی وايي ناهیلي او د انګېزې نشتوالی کتاب لوستلو ته د ځوانانو د نه لېوالتیا تر ټولو مهم لاملونه دي. د دوی په وینا په کندهار کې نجونې کتاب پلورنځیو او کتابتونونو ته د تګ او ان د مطالعې اجازه نه لري او ډېری یې د ځیرکو موبایلونو له لرلو هم بېبرخې دي. دا اوسېدونکي همداراز وايي چې د مطالعې کلتور د دودېدو او د کتاب لوستلو د ارزښت په تړاو د عامه پوهاوي لپاره اغېزناک پروګرامونه نه دي جوړ شوي. د دوی په باور طالبانو هم په دغه ولایت کې ډېر شمېر کتابونه راټول کړي دي. له دې سره هممهاله د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی معین وايي چې د طالبانو واکمني د علم او پوهې د پراختیا پر ځای «پر پوهې د ناپوهۍ د بریا» لامل شوې او د کلتوري، ټولنیز او فکري فقر د ژورېدو زمینه یې برابره کړې ده.
د کندهار یو اوسېدونکی نعمتالله (مستعار نوم) وايي چې په دغه ولایت کې ځوانان له مطالعې سره د پام وړ مینه نه لري. هغه ناهیلي او د انګېزې نشتوالی له کتاب لوستلو سره د ځوانانو د نه لېوالتیا اصلي لاملونه ګڼي. هغه وايي: «سره له دې چې په کندهار کې د «علامه حبیبي» په نوم یو مشهور او لوی کتابتون شته، خو د کتاب پلورنځیو شمیر خورا لږ دی. له بلې خوا د مطالعې کلتور د پراختیا لپاره کافي پوهاوی نه دی ورکړل شوی او دغه کلتور په کندهار ولایت کې وده نه ده کړې.» د هغه په وینا د ځوانانو لهخوا د ټولنیزو شبکو پراخ کارول هم له مطالعې سره د علاقې د کمېدو یو بل لامل دی.
دا ځوان زیاتوي: «په کندهار ولایت کې نجونې کتاب پلورنځي او کتابتون ته د تګ یا د زدهکړو او مطالعې د دوام اجازه نه لري. ډېری یې ان د موبایل کارولو اجازه هم نه لري. د کندهار خلک د نجونو د جامو په اغوستلو، د وېښتانو په جوړولو او د څېرې په سینګارولو کې ازادي ګناه او بد کار ګڼي؛ مطالعه خو پرځای پرېږده. یوازې محدود شمېر نجونې، هغه هم داسې نجونې چې یو څه وخت یې په کابل کې ژوند کړی دی، تر یوې کچې له مطالعې سره بلدې دي، خو اوس هغوی هم کتابتون او کتاب پلورنځي ته د تګ یا ان له کوره د وتلو اجازه نه لري او که موبایل ته لاسرسی ولري د هغه له لارې مطالعه کوي.»
د کندهار دا اوسېدونکی وايي که څه هم د کتابونو بیې نسبتاً مناسبې دي خو داسې کتابونه چې ځوانان د مطالعې مینه وال کړي په دغه ولایت کې په کافي اندازه نشته. د هغه په وینا د کتاب پلورنځیو او کتابتونونو شمېر د کابل له ولایت سره د پرتلې وړ نه دی.
نعمتالله په کندهار کې د زدهکړو او تحصیل وضعیت ته په نغوتې سره وايي: «د کندهار ډېری خلک له ښه مالي وضعیته برخمن دي له همین امله د تحصیل د دوام لپاره انګېزه نه احساسوي او وايي پوره شتمني لرو نو ولې درس ووایو؟ دغه راز ځینې یې وایي دا چې پښتانه دي، نو هیڅکله به بېکاره پاتې نه شي. خو په ټوله کې په ټول افغانستان کې زدهکړې او مطالعې ته د ځوانانو د نه لېوالتیا تر ټولو بنسټیز لامل ناهیلي او د انګېزې نشتوالی دی.»
د کندهار یو بل ځوان بلال (مستعار نوم) وايي چې په دغه ولایت کې د مطالعې کلتور هیڅکله د پام وړ ځای نه دی لرلی او د طالبانو په راتګ سره هغه کمه علاقه هم چې په ځینو ځوانانو کې له کتاب لوستلو سره وه له منځه لاړه. هغه وايي: «نویو کتابونو ته لاسرسی نه شته او طالبانو ډېر کتابونه ټول کړي دي. د کندهار خلک ډېری وخت په ساتېرۍ، چکر او د ځان په خوښ ساتلو تېروي او لږ کسان له مطالعې سره مینه ښيي. ان کله ناکله که څوک د کتاب لوستلو په حال کې وګوري مسخره کوي یې. د نجونو په تړاو وضعیت تر دې هم سخت دی؛ د کندهار ډېری خلک د نجونو زدهکړه او مطالعه شرم ګڼي.»
په کندهار ولایت کې یو کتاب پلورونکی سلیمان (مستعار نوم) وايي چې له مطالعې سره د خلکو مینه سخته کمه شوې او د کتابونو د پلور بازار له ځوړ سره مخ دی. هغه وايي: «په کندهار کې باید خلکو ته د پوهاوي پروګرامونه جوړ شي څو د کتاب لوستلو په ارزښت پوه شي. د کلتوري نندارو، ټلوېزیون، راډیو او انټرنیټ له لارې خلک د مطالعې له اهمیت سره بلدېدای شي. که دا پوهاوی په دوامداره توګه ترسره شي نو ورو ورو به په خلکو کې د کتاب لوستلو کلتور پراخ شي.»
له دې سره هممهاله د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی معین عبدالمنان شیوای شرق وايي چې د طالبانو واکمني د علم او پوهې د پراختیا پر ځای «پر پوهې د ناپوهۍ د بریا» لامل شوې او د افغانستان اوسني ناورین معنوي، کلتوري، ټولنیز او سیاسي فقر لا پسې ژور کړی دی.
ښاغلی شیوا وايي: «طالبانو د داسې چلندونو له لارې چې له عقل، پوهې او عامه پوهاوي سره په ټکر کې دي، د ځوانانو د خپګان، زړه توروالي او له مطالعې د هغوی د لرېوالي زمینه برابره کړې ده. د افغانستان ټولنه تر بل هر وخت اوس پوهې، عامه پوهاوي او مطالعې ته اړتیا لري؛ ځکه د ډېرو ستونزو د هواري لاره کتاب لوستل او د پوهاوي پراخول دي. خو دا ټولنه د راډیکالیزم، تحجر او وروسته پاتې والي په کنده کې لوېدلې او طالبان د دې وضعیت اصلي عاملان دي. هغوی د یوې تیاره، وروسته پاتې، بېوزلې او په بدبختۍ کې د ښکېلې ټولنې د رامنځته کېدو مسوولین دي.» د هغه په باور د مطالعې کلتور د پېکه کېدو او له کتاب سره د ځوانانو د علاقې د کمېدو یو اساسي لامل اوسنۍ واکمني او د هغې پایلې دي.
د مخکیني حکومت دغه چارواکی زیاتوي: «بندیزونه، د ازادۍ نشتوالی، اېډیالوژیک چلند او د تور فکر فضا چې پر افغانستان واکمنه ده، له ځوانانو د فکر کولو، پوښتنې کولو او مطالعې چانس اخیستی دی. د دې وضعیت تر ټولو لوی لامل اوسنی نظام دی چې د تحجر او وروسته پاتې والي پر بنسټ کار کوي. له بلې خوا د متحرک اقتصاد نشتوالی او په کلتوري او سیاسي ډګرونو کې کمزورتیا هم د یوې پرمختللې ټولنې د رامنځته کېدو مخه نیولې ده. پرمختګ بې له ازادۍ ممکن نه دی او ازادي د پرمختګ زمینه برابروي.» هغه ټینګار کوي: «له یوې خوا د طالبانو واکمني او د دغه رژیم تګلارې او له بلې خوا بې وزلي، بېکاري او د عاید نشتوالی د دې لامل شوي چې په افغانستان کې له کتاب او مطالعې سره مینه واله ټولنه ونه لرو.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې یو شمېر هېوادوالو په ځوانانو کې د مطالعې کلتور د کمېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه. هغوی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې اقتصادي ننګونې د طالبانو د پراخو بندیزونو او راتلونکي ته د ناهیلۍ ترڅنګ په هېواد کې د مطالعې کلتور د کمېدو لامل شوي دي. د دوی په باور د نجونو پر زدهکړو بندیز، د هلکانو لپاره د کاري فرصتونو کمښت، له انټرنیټه بېځایه او ناسمه ګټه اخیستنه او د کتاب لوستلو کلتور په دودولو کې د رسنیو، ښوونځیو او پوهنتونونو بې پروایي له مطالعې سره د ځوانانو د علاقې د کمېدو اصلي لاملونه دي.





