• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کندهاریو بېځایه شويو مېرمنو ته مسلکي زده کړې

د ۸صبح پښتو مجله، راپور: احمد شاه شاداب

 د ۸صبح پښتو مجله، راپور: احمد شاه شاداب د ۸صبح پښتو مجله، راپور: احمد شاه شاداب
۱۶ ليندۍ/قوس ۱۳۹۹ - ۶ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1607249190]

په کندهار کې د ښځو چارو ریاست له لوري زیات شمېر بېوزلو، بېځایه شويو ښځو لپاره په څو برخو کې د مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده.
په دغه مرکز کې د ۱۲۰ بېځایه شوې او کډوالې ښځې د ګنډلو، سینګار او کورشنیل زده کړې کوي. دا مېرمنې په دې کار خوښي څرګندوي او وايي چې د راتلونکي لپاره یې د اقتصاد د پیاوړتیا لاره همدا ده.
دغه ښځې وايي چې حرفوي زده کړې یې په ژوند کې مثبت بدلون راولي او کولای شي له دې لارې خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
ددغو ښځو له ډلې پنځه ويشت کلنه سونا، چې د جګړو او تاوتریخوالي له امله کندهار ښار ته راکډه شوې، دا مهال ددې ولایت د عينومېنې د مسلکي زده کړو په مرکز کې د خياطۍ په زدکړو بوخته ده. سونا وايي د خپلې کورنۍ د اقتصادي اړتياوو د پوره کولو لپاره يې د کسب زده کړې ته مخه کړې ده. هغه وايي چې ددې کسب زده کړې ته به په کور کې دوام ورکوي چې له خپلو نارينه وو سره د کور په لګښتونو کې همکاري وکړي.
د جګړو ځپلو کورنیو ترڅنګ هېواد ته له کډوالۍ راستنې شوې نورې مېرمني، سلما او حجاڼي هم د مسلکي زده کړو په دې مرکز کې بوختې دي. دوی وایي چې په هېواد کې پرلپسي ناورينونو او جګړو مېرمنې اړ کړې چې د خپل ژوند او کورنيو د پايښت لپاره خوارۍ وګالي. سلما او حجاڼي وايي چې له دې لارې یوازې خپل ژوند نه؛ بلکي د اولادونو ښه راتلونکی هم جوړولای شي؛ ځکه ترلاسه شوې پیسې د اولادونو پر تعليم لګوي.
په کندهار ښار کې دا مهال ددې ولایت له لسو ولسوالیو څخه شاوخوا شل زره بېځایه شوې کورنۍ ژوند کوي، چې ډېری یې د ژوند له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
د کندهار د ښځو چارو رئیسه روقيه اڅکزۍ وایي چې د مېرمنو د وضعيت د ښه کېدو لپاره يې تر پخوا اسانتیاوې کمې شوې، خو دوی د نړيوالې ټولنې د بديل معشيت او ناقانونه کډوالۍ د پروګرام په مرسته د مېرمنو د لاسنیوي لپاره د مسلکونو د زده کړې لړۍ پېل کړې ده. نوموړې وايي چې هڅه کوي د کسبونو د زده کړې ترڅنګ د ښځو لپاره د کرنې برخه کي هم پروګرامونه عملي کړي چې د تېر په څېر یو ځل بیا په کندهار کې زیاتې میرمنې د چرګانو او څارویو او نباتاتو په روزنه بوختې شي.
ددې ترڅنګ کندهارۍ مېرمن سوله او مریم وايي چې ښځې له ډېرو اسانو لارو کولای شي د سولې په برخه کې کار وکړي، نو اړینه ده چې د سولې په برخه کې هم کندهارۍ ښځو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
هغوی پر طالبانو غږ کوي چې د سولې لاره خپله کړي چې نور د هېواد مېرمنې بې سرپرسته پاتې نشي.
له دې ټولو سره سره لاهم مېرمنې په کندهار کې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو ځورېږي.
د کندهار د ښځو چارو ادارې د مارچ د اتمي، يا د ښځو د نړيوالي ورځې په مناسبت يو پېغام کې ویلي ؤ، چې د تېر کال راهيسې په دې ولایت کې د مېرمنو پر وړاندې ۲۳۹ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې، چې د تېر کال په پرتله څو چنده زياتې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف پاکو اوبو ته د ماشومانو د لاسرسي پر ارزښت ټينګار کړی
ټولنه

یونیسف پاکو اوبو ته د ماشومانو د لاسرسي پر ارزښت ټينګار کړی

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791097300]
د سومالیا ولسمشر حوثیان د سیمې پر بې‌ثباته کولو تورن کړل
بهرني خبرونه

د سومالیا ولسمشر حوثیان د سیمې پر بې‌ثباته کولو تورن کړل

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791095527]
د ایران پوځ ملکیانو ته پوځي روزنه ورکوي
بهرني خبرونه

د ایران پوځ ملکیانو ته پوځي روزنه ورکوي

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791095183]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.