۸صبح، کابل: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کونړ او هلمند ولایتونو کې پر استوګنیزو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه «د افغانستان پر حریم تېری او د حاکمیت نقض» بللي او په کلکه یې غندلي دي.
کرزي پنجشنبه د تلې پر ۹مه، د پاکستان له چارواکو غوښتي چې د «پلمو جوړولو او د افغان ښځو او ماشومانو د وژلو» پر ځای دې خپلې د ضدیت پالیسۍ او دښمنانه طرحې له سره وڅېړي او د افراطپالنې له خپرولو او نفاقاچولو دې لاس واخلي..
پخواني ولسمشر همدا راز له پاکستانه غوښتي چې له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنانه اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي.
په هلمند او کونړ د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۹ ملکیان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.





