۸صبح، کابل: د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر مورات نورتلئو د ملګرو ملتونو په ۷۹مې عمومي ناسته کې په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د «پایدارې پراختیايي موخو» لپاره د سیمهییز مرکز جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر سهشنبه د تلې پر ۳مه ټینګار کړی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د اقلیمي بدلون له ګڼو ګواښونو سره مخ دي.
د نوموړي په خبره، قزاقستان په پام کې لري چې په ۲۰۲۶ کال کې د اقلیمي بدلون لومړنۍ سیمهییزه ناسته راوبولي.
هغه زیاته کړې چې په منځنۍ اسیا کې د اقلیمي بدلون له ننګونو سره د مقابلې لپاره د «پایدارې پراختیايي موخو» لپاره د یو مرکز جوړېدل اړین دي.
د یادونې ده چې له دې وړاندې ملګرو ملتونو پرلپسې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو اندېښنه ښودلې ده.





