• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د «خیر» ډوډۍ؛ د هلمند د بېوزلو کورنیو پر اوږو د دیني مدرسو دروند بار

۸صبح، هلمند ۸صبح، هلمند
۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791719884]
Exclusive

Exclusive

د هلمند د ځينو سیمو اوسېدونکي وایي، د طالبانو د واکمنۍ له پنځو کالو تېرېدو او دیني مدرسو ته د میلیونونو افغانیو له ځانګړي کېدو سره سره، د دغو مدرسو زده‌کوونکي لا هم د خلکو له کورونو وچه ډوډۍ ټولوي. دوی ټينګار کوي چی دا چاره په داسې حال کې د بېوزلو او کم‌عاید لرونکو کورنیو پر اوږو دروند بار اچولي، چې خلک له بېوزلۍ، بې‌کارۍ او لوږې سره مخ دي.

د دغو سیمو اوسېدونکي وايي چې طالبانو په تېر کې هم د «خیر» په نوم د خلکو له دسترخوانونو ډوډۍ ټولوله او وروسته به یې خپلو جنګیالیو ته وېشله. د هلمند دا اوسېدونکي وایي، د دیني مدرسو زده‌کوونکي د ډوډۍ ټولولو ترڅنګ، د سړکونو پر غاړو هم څادرونه غوړوي او له خلکو نغدې پیسې ټولوي.

د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی شریف‌الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، هره ورځ د دوو رسمي دیني مدرسو زده‌کوونکي یې کلي ته ورځي او له خلکو ډوډۍ غواړي. هغه زیاتوی، د طالبانو د یوې امنیتي پوستې قوماندان د کلي د جومات له لارې ټولو کورنیو ته خبر ورکړی چې دې سیمې ته چې د مدرسو زده‌کوونکي راځي، ډوډۍ او دې ته ورته نورې مرستې ورکړي. نوموړی زیاتوي، هغه زده‌کوونکي چې په دې سیمه کې ډوډۍ ټولوي، د کلي په امنیتي پوسته کې له مېشتو طالب ځواکونو سره نږدې اړیکې لري او خلک اړ باسي چې ډوډۍ او نور خوراکي توکي ورکړي.

د هلمند دا اوسېدونکی وایي: «زموږ کلي ته د مدرسو زده‌کوونکي راځي او ډوډۍ غواړي. هغه کسان چې دوی ته ډوډۍ نه ورکوي، په سیمه‌یېزه امنیتي پوسته کې د مېشتو طالبانو له‌خوا سپکېږي. هغوی ته ویل کېږي چې تاسو له طالبانو سره همکاري نه کوئ او نه غواړئ طالبان پرمختګ وکړي.»

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی دل‌آغا وایي، د دوی په سیمه کې د طالبانو له مدرسو څخه د یوې مدرسې زده‌کوونکي په تېرو درېیو کلونو کې د خلکو کورونو ته تللي او له هغوی یې ډوډۍ غوښتې ده. د هغه په وینا، دا زده‌کوونکي له خلکو غواړي چې د ډوډۍ او نورو اړینو خوراکي توکو په چمتو کولو کې له مدرسې سره مرسته وکړي.

د نادعلي دا اوسېدونکی زیاتوي چې د مدرسو زده‌کوونکي په داسې حال کې له خلکو ډوډۍ غواړي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د سیمې د اوسېدونکو اقتصادي حالت خراب شوی او ډېرې کورنۍ ان د خپلو کورنیو د غړو د مړولو وس هم نه لري. نوموړی له طالبانو غواړي چې د خپلو رسمي دیني مدرسو زده‌کوونکي دې د ډوډۍ د ټولولو لپاره د خلکو کورونو ته نه لېږي.

دل‌آغا وایي: «د دې مدرسې زده‌کوونکي له کلونو راهیسې زموږ د کلي له خلکو څخه ډوډۍ ټولوي. اوس د خلکو اقتصادي حالت هم ډېر خراب شوی او خلک د دې وس نه لري چې دغو کسانو ته ډوډۍ ورکړي؛ خو موږ اړ یو. که ډوډۍ ورنه کړو، سبا ورځ به مولوي صاحب په جومات کې د نصیحت پر ځای زموږ منفي ټکي خلکو ته اوروي.»

ورته مهال په دغه راپور کې د هلمند د هغو دیني مدرسو له یو شمېر زده‌کوونکو سره هم خبرې شوې دي چې ډوډۍ ټولوي. هغوی وایي، د مدرسو د مسوولانو په لارښوونه کلیوالو سیمو ته ځي او د خلکو له کورونو ډوډۍ راټولوي.

د لښکرګاه ښار د نوآباد سیمې په یوه مدرسه کې یو زده‌کوونکی چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، د دوی په مدرسه کې ۵۰۰ زده‌کوونکي اوسېږي. د هغه په وینا، له دغو زده‌کوونکو څخه ۳۷۰ تنه د شپې په خپلو کورونو کې ویده کېږي او پاتې نور په مدرسه کې پاته کېږي.

نوموړی زیاتوي، هره ورځ د دې مدرسې د زده‌کوونکو شپږ ډلې کلیوالو سیمو ته د ډوډۍ ټولولو لپاره ځي او شاوخوا ۳۰۰ دانې ډوډي مدرسې ته راوړي. د هغه په وینا، له راټولو شویو ډوډيو څخه شاوخوا ۱۰۰ دانې پاتې کېږي چې د دوی د مدرسې مسوول یې خپل کور ته وړي.

دا زده‌کوونکی وایي، کله ناکله راټولې شوې ډوډۍ د مدرسې تر اړتیا ډېري وي. په داسې حالت کې د مدرسې مسوول ډوډۍ تر لمر لاندي وچوي او وروسته یې په ښار کې د وچې ډوډۍ په توګه پلوري.

پر سړکونو له خلکو د پیسو راټولول

د یادو سیمو ترڅنګ، د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې د دیني مدرسو زده‌کوونکي د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له خلکو مرسته غواړي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکی محمدشفیق هلمندی وایي، دا زده‌کوونکي نه یوازې په کلیوالو سیمو کې د «خیر» په نوم د خلکو له کورونو ډوډۍ ټولوي، بلکې په ښارونو او پر عمومي سړکونو هم ځنځیرونه اچوي او له خلکو د پیسو غوښتنه کوي. هغه وايي، دا زده‌کوونکيډېری مهال د پیسو ټولولو لپاره د طالبانو د امنیتي پوستو او وسله‌والو ځواکونو د تلاشۍ مرکزونو ته نږدې ځنځیرونه اچوي او له خلکو پیسې غواړي.

نوموړي په خبره، د سوېلي حوزې په نورو ولایتونو کې هم د دیني مدرسو زده‌کوونکي ورته کړنې کوي او د خپلو فعالیتونو لګښتونه له خلکو برابروي.

ښاغلی هلمندی وایي: «د خلکو کورونو ته هم ورځي او وچه ډوډۍ غواړي، پر عمومي سړکونو باندي هم ځنځیرونه اچوي او له خلکو د پیسو غوښتنه کوي. هر چا ته وایي چې موږ د دیني مدرسو زده‌کوونکي یو، د نغدو پیسو مرسته راسره وکړئ. ځینې خلک پیسې ورکوي او ځینې نور هېڅ مرسته نه ورسره کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له خلکو مرستې ترلاسه کولې او پر هېواد تر واکمنېدو وروسته یې هم څو وارې دغو مرستو ته اشاره کړې ده. هغوی په همدې تړاو یوه تبلیغاتي ترانه هم ویلې چې په یوه برخه کې یې وایي: «خلکو خپله مړۍ راسره نیمه کړه او موږ نړۍ ماته کړه.»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګرو ملتونو د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه
خبرونه

ملګرو ملتونو د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791719535]
په افغانستان کې جنسیتي تبعیض؛ ارواپوهان: نجونې د کورنیو تر فشار لاندې د رواني پاشلتیا تر بریده رسېږي
راپورونه

په افغانستان کې جنسیتي تبعیض؛ ارواپوهان: نجونې د کورنیو تر فشار لاندې د رواني پاشلتیا تر بریده رسېږي

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791719147]
د پاکستان ولسمشر په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړ
بهرني خبرونه

د پاکستان ولسمشر په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړ

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791718917]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.