څو موده وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ودانت پتل، په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد، اوس مهال د امریکا عادي ښاروند دی او لیدلوری یې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د رسمي سیاستونو وړاندې کوونکی نه دی. سربېره پر دې، د خلیلزاد سوابق کافي دي تر څو رسنۍ او د افغانستان سیاسي فعالین د هغه څرګندونو ته پام وکړي او هره کلمه چې له ژبې نه یې بهر کېږي تحلیل او تجزیه یې کړي. خلیلزاد سربېره په دې چې د امریکا په دولت کې یې ماموریت پای ته رسېدلی، په رسنیو کې حضور لري او کله ناکله جنجال پارونکې څرګندونې کوي. نوموړی په دې ورځو کې له ګڼ شمېر رسنیو سره مرکې کوي او په دغو مرکو کې ډیری مهال د طالبانو د حاکمیت تر سیوري لاندې د افغانستان عادي وضعیت ته اشاره کوي او غواړي چې د هغوی جنایتونه او تبعیضونه او بې عدالتۍ کم ارزښته وښيي. خلیلزاد په یوې وروستۍ مرکه کې، د افغانستان له سیاستوالو چې په تبعید کې ژوند کوي وغوښتل هېواد ته راشي او له طالبانو سره خبرې اترې وکړي او له دغې ډلې سره د ټولګډونه حکومت د جوړولو پر سر توافق ته ورسېږي. نوموړي د طالبانو د عمومي عفوې په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ که چېرې د تښتېدلي سیاسي مشران هېواد ته راشي، وژل کېږي نه. نوموړي د پخواني حکومت د لوړ پوړو چارواکو د عبدالله او کرزي په اړه یې وویل چې په کابل کې ژوند کوي او هېڅ ډول زیان ندی ورته رسېدلی. نوموړي د طالبانو د مخالفینو د روحیې د کمزوريتوب لپاره وویل چې امریکا بیاځلي په افغانستان برید نه کوي او د طالبانو مخالف مشران، باید خپله یوه حل لاره ومومي.
د بهرمېشتو سیاستوالو په محفلونو کې، لا هم له طالبانو سره د مذاکرې د څرنګوالي چلند پر مېز ایښی دی او د هغوی یو شمېر یې لېواله دي له دغې ډلې سره د خبرواترو له لارې، خپلو سیاسي موخو ته لاسرسي وموندي. کافي ده د طالبانو په محدودیتونو کې لږ نرمښت ښکاره شي ترڅو دغه مشران وهڅېږي او په دې هڅه کې شي تر څو له طالبانو سره د اړیکې په نیولو کې لاس په کار شي. د کار اصلي لامل دا دی چې طالبان هېڅکله له مخالفینو سره خبرو اترو ته چمتو نه دي او د ټولګډونه حکومت د تشکیل پر اړتیا د بهرنیو هېوادونو د غوښتنې ځواب ته، د رد ځواب ورکوي او خپل حکومت ټولګډونه ښيي او د اصلاح وړ یې نه بولي. طالبان په هېڅ ډول له خپلو سیاسي مخالفینو سره د مذاکرې لپاره چمتو نه دي او لکه څنګه چې د دغې ډلې چارواکو په ځلونو اعلان کړی دی، طالبان یوازې چمتو دي مخالف مشرانو ته اجازه ورکړي چې په هېواد کې عادي ژوند پر مخ یوسي.
خلیلزاد کرزی او عبدالله د بېلګې په توګه یادوي تر څو د طالبانو بهرمېشتي مخالفین وهڅوي هېواد ته راستانه شي. خو هغه څه چې خلیلزاد یې وایي واقعیت نه دي. سره له دې چې کرزي د خپل د دوهم حکومت په نیمايي کې، د طالبانو پر وړاندې یې د نرمښت سیاست غوره کړ او د بهرنیو ځواکونو له لوري ددغې ډلې په ځپلو یې نیوکه او ددې ډلې زرګونه زندانیان یې خوشې کړل تر څو بیاځلي د جګړې ډګر ته ستانه شي او د طالبانو په پلوي توب یې پیل وکړ او له دې اړخه، طالبان نوموړی د هر ډول تکریم او هرکلي وړ بولي، خو په عمل کې طالبانو پر نوموړي بېلابېل محدودیتونه تحمیل کړي دي.
نوموړي ته له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره د ازادې مرکې اجازه نه ورکوي. پر حرکتونو او د اوسېدو په ځای یې بشپړه څارنه لري. په ځلونو یې بهر ته له سفر کولو مخنیوی کړی دی. په دې لړ کې، د طالبانو د حکومت چلونې تر سیوري لاندې د ډاکتر عبدالله وضعیت هم د رحم وړ ده. سره له دې چې نوموړی هم د خلیلزاد او امریکایانو له منفعلانه کړنلارې، عملا یې واک ته د طالبانو د بیا راتګ زمینه برابره کړه، اوس مهال په انزوا کې دی او لوی فعالیت یې له کرزي او مسلمیار سره تکراري لیدنې دي. نوموړی شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې له هېواده بهر دی. په وروستي مورد کې، کله چې عبدالله غوښتل بهر ته سفر وکړي، طالبانو د اوږدې مودې لپاره د کابل په هوايي ډګر کې په تمه پرېښود او پرواز یې وځنډاوه. دغه راز له دې وړاندې، طالبانو په ځلونو بهر ته د نوموړي له سفر کولو مخنیوی کړی دی. لنډه دا چې، د طالبانو تر حاکمیت لاندې د کرزي او عبدالله وضعیت د نورو سیاستوالو لپاره د عبرت درس دی نه د پیروي کولو سرمش.
د افغانستان د سیاست په ډګر کې په دوو لسیزو کې د خلیلزاد کارنامه، ددې ښکارندويي کوي چې نوموړی سره له دې چې په دې کلونو کې د امریکا د حکومت استازی و، خو هېڅکله یې خپل «افغاني» عواطف او لېوالتیا نده هېره کړې او په افغانستان کې یې تل شتون، د نورو پر ضد د خپلې د خوښې وړ ډلې د پیاوړتیا لپاره و. نوموړي له هماغه وخت نه چې د جورج دبلیو بوش په دوره کې د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د لوړپوړي کارکوونکي په توګه دنده ترسره کوله، لېواله و ترڅو د طالبانو ځایناسي، داسې ډلې وي چې د «شمال ایتلاف» پورې تړلې نه وي. نوموړي دغې مسلې ته د «رالېږونکي» په توګه په ښکاره ډول ځواب ورکړی او د شک او تردید ځای یې پریښی ندی. نوموړي دغه سیاست تر پایه پرمخ یوړ او د سیاسي ځواکونو د ځپلو لپاره چې د خوښې وړ یې نه ول هېڅ راز هڅې ونسپمولې. په هرات کې د اسماعیل خان ځپل او په کابل کې د مارشال فهیم کمزوري کول او د ۲۰۱۹م کال په ټولټاکنو کې د عبدالله ګواښل، د افغانستان په پېښو کې د نوموړي د لاسوهنې درې بېلګې دي چې د ځانګړو ډلو په ګټه وې. نوموړي په دغو لاسوهنو سره، چې کېدای شي یو شمېر یې د متبوع دولت په سیاست پورې اړه نه درلودې، د بېلابېلو سیاسي ډلو ترمنځ د بدبینو او بې باوریتوب په رامنځته کولو کې، ښکاره شریک و. ظاهرا نوموړی اوسمهال هم خوښوي د طالبانو په ګټه عمل ته راودانګي او د رسنیزو تبلیغاتو د پرلاره اچولو له لارې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د وضعیت د عادي ښودلو په لټه کې دی.
په دې وروستیو کې زلمي خلیلزاد یوې لبناني ورځپاڼې سره د مرکې له لارې، له طالبانو نه بشپړ ملاتړ وکړ. خلیزاد د هدي الحیسني د دغې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو د قانع کولو لپاره دا چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، څه ډول کړنلارې ته اړتیا ده، د ټولو قراینو او شواهدو په نه پام کې نیولو سره، مدعي شو چې طالبان په دې اړه له یو بل سره اختلاف لري نوموړي ویلي چې «زما د اطلاعاتو پر بنسټ، د طالبانو ډیری مشران، غواړي چې نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړې وکړي، په ځانګړي ډول دې ته په پاملرنې چې هغوی په دوحه کې د مذاکراتو په لړ کې، په ښکاره ډول ځان د ښځو کار کولو او زده کړو ته متعهد بللي وو. سربېره پر دې، د طالبانو د مشرانو په منځ کې یوه افراطي ډله شته چې د ښځو له زده کړو سره مخالف دي. د ښځو د زده کړو د ممنوعیت په اړه د طالبانو پرېکړه، حتی د طالبانو د ډیری مشرانو له لوري د منلو وړ ندی.»
خلیزاد دلته هماغه پخوانۍ کلیشه تکرار او طالبان یې په افراطي لږکیو او ډیری معتدله وېشي. او په افغانستان کې جاري سخت چلندونه د افراطي لږکیو د سیاستونو له امله بولي. سربېره پردې، نشي کېدای چې واقعیت ته د اوږدې مودې لپاره شا وروګرځوو. د طالبانو په سازمان کې پرېکړه نیونه په کندهار کې ددې ډلې د مشرتابه په لاس کې ده او نور حق نلري خپل نظر ووايي. په کابل کې حاضر مشران، ددې ډلې په لویو پرېکړو کې دومره رول نه لري او که چېرې مخالفت هم وکړي، مخالفت یې هېڅ شی بدلولی نه شي. سربېره پر دې، د طالبانو د چارواکو ډېری کسان، هغه که په کابل کې دي او که په کندهار کې، په خپلو ښکاره څرګندونو کې، تل یې په یوه ډول د نجونو د زده کړو ممنوعیت توجیه کړی دی. دا ډېری چې خلیلزاد یې په اړه خبرې کوي چېرې دي؟
کله چې یاده ورځپاڼه له خلیلزاد نه پوښتي چې په افغانستان کې د خراسان داعش حضور څومره ګواښونکی او جدي بولي، د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی، له فرصت نه ګټه اخلي او د داعش په ځپلو کې د طالبانو کار ستايي. نوموړی د ملګرو ملتونو راپور ته اشاره کوي چې په هغه کې راغلي په افغانستان کې د داعش فعالیت، په یو یا دوو کلونو کې، ګواښ نه پېښوي. د خلیلزاد په خبره، د دوحې د تړون پر بنسټ، طالبان ژمن دي چې له تروریزم سره مبارزه وکړي. د نوموړي په خبره، داعش د امریکا او د طالبانو ګډ دښمن، دی او راتلونکی به وښيي چې ایا د طالبانو له لوري د داعش ځپل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د پراخو امنیتي همکاریو لپاره زمینه برابره کړي کنه.
دلته خلیلزاد د خراسان داعش د ځپلو په موخه د امریکا او طالبانو د امنیتي همکارۍ په اړه اعتراف کوي. دغه راز، بېلابېل راپورونه شته چې په افغانستان کې د خراسان داعش د جګړه مارانو شتون نه یوازې کم شوی بلکې د طالبانو په راتګ، زیاد شوي هم دی. د هشت صبح ورځپاڼې تازه راپور هم په همدې موضوع ټینګار کوي. ظاهرا طالبان په کافي اندازه ځواک نلري ترڅو په ټول افغانستان خپل کنترول وساتي او همدا امر په افغانستان کې د تروریستانو د شتون د زمینې لامل شوی دی. بله د یادولو مسله داده چې د تروریزم په اړه د منل شویو تعریفونو پر بنسټ، طالبان هم تروریستي ډله ده او د بې رویې وژنو او د بې ګناه کسانو پر وړاندې د عملیاتو په لاره اچولو، تر ټولو نورو ډلو یې رول درلود. په داسې حالت کې، څنګه امکان لري تروریزم د تروریزم جګړې ته ولاړ شي؟
خلیلزاد په دې مرکه کې، د طالبانو د حکومت د سپین ږيري په مقام کې، د مخدره توکو د قاچاق او کښت په اړه ددې ډلې د مخنیوي او په افغانستان کې په مخدره توکو د معتاد شویو کسانو د شمېر د کموالي په اړه خبرې کوي. دغه راز په دغه هېواد کې په اداري فساد کې د پام وړ د کموالي او دغه راز د طالبانو په حکومت کې د ښارونو له بیاجوړونې او نظم ورکولو په اړه یادونه کوي. کله چې خلیلزاد غواړي د طالبانو د پاکوالي په اړه خبرې وکړي، اړ دی ترڅو داسې څه ووايي چې د رسنیو ورته اړتیا وي. د بېلګې په ډول، کله چې خپلواکه رسنۍ د طالبانو په حاکمیت کې نشي کولای ازادانه فعالیت وکړي او طالبان ددغو رسنیو پر محتوا سخت سانسور لګوي، تاسو څنګه کولای شئ په دې هېواد کې د فساد د کموالي په اړه خبرې وکړئ؟ د طالبانو د حکومت د کارکوونکو د خبرو پر بنسټ، ددې ډلې په ادارو کې په کافي اندازه فساد شته، خو حالات، اجازه نه ورکوي دغه فساد په رسنیو کې څرګند شي. په دغه هېواد کې د مخدره توکو د کښت او قاچاق د کموالي په اړه هم ډېرې د هو او نه اوازې شته. کوم بدلون چې په تېرو کلونو کې رامنځته شوی دادی چې افغانستان اوسمهال کولای شي صنعتي مخدره توکي بهر ته صادر کړي او په سوېلي ولایتونو کې د شیشې جوړونې کارخونې ازادانه فعالیت لري. دغه راز په ځلونو ایراني چارواکو په افغانستان کې د مخدره توکو د زیاتوالي او یاد هېواد ته یې د قاچاق په اړه خبرې کړي دي. په داسې حالت کې تاسو څنګه کولای شئ په قاطعانه ډول د مخدره توکو د کښت او قاچاق د کموالي په اړه خبرې وکړئ؟
خلیلزاد په دې مرکه کې د خپلې لېوالتیا په اړه چې یوه ورځ په سپینه ماڼۍ کې طالبانو ته بلنه ورکړل شي پرده لیرې کوي. نوموړی وايي: « په تېر کې، هغوی پریزدنت ریګان سپینې ماڼۍ ته وربللي وو. خو اوس هغوی باید په خپله حکومتوالۍ کې ډېر بدلونونه رامنځته کړي تر څو د دا شان کار زمینه برابره شي.» البته د خلیلزاد د خبرو د اصلاح لپاره باید ووایو چې ریګان د سړې جګړې په وخت کې د افغان مجاهدینو مشرانو ته بلنه ورکړه نه طالبانو ته. د طالبانو ډله په واقعیت کې د پخوانیو مجاهدینو مخالف ځواک دی او د هغوی د جوړونې فلسفه له پخوانیو مجاهدینو سره دښمنۍ جوړوي. ایا خلیلزاد هېر کړي یا دا چې فکر کوي طالبان اوس مهال د امریکا په ستراتیژۍ کې هماغه رول لري چې پخوانیو مجاهدینو په افغانستان کې د سړې جګړې په وخت کې درلود؟
دا چې خلیلزاد په خپلو مرکو کې طالبان داسې ډله ښيي چې ځایناستي نه لري او امنیت یې ټینګ او داعش یې ځپلي دی او د افغانستان په بیاجوړونې لاس پورې کوي، سړی د لیلا هلمز په یاد کې اچوي. لیلا هلمز په ۹۰ لسیزه کې په امریکا کې د طالبانو لپاره لابي کوله او د اړیکو کانالونه یې رامنځته کول او د طالبانو ټوله توره کارنامه یې سپینه ښودله. نوموړې په هغو کلونو کې یو ځلي ویلي و: «زما لپاره د خوښۍ وړ نه ده کله چې طالبان کولای شي د ټول افغانستان امنیت ټینګ کړي او په هېواد کې سوله او ثبات پراخ کړي، نړۍواله ټولنه د بشر د حقونو او د ښځو ازادۍ او مذهبي ازادۍ وړاندې کوي.» لیلا هلمز، د خلیلزاد په څېر، د طالبانو د معتدله کسانو په اړه خبرې کولې او هڅه یې کوله د طالبانو ددغې برخې اړیکه د امریکا له دولت سره ټینګه کړي. نوموړې هغه څه چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض ګڼل کېدل، فرهنګي توپیرونو پورې یې تړل او عادي امر یې بوله. هلمز په شدت سره له دې خبرې سره چې طالبان تروریستي ډله ده مخالفت ښوده. هغه ادبیات چې خلیلزاد یې د طالبانو د پاکوالي لپاره کاروي، په ۹۰ لسیزه کې د لیلا هلمز له ادبیات سره ډېر ورته والی لري.