• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

«خاموشستان»؛ د نجونو د نیمګړو هیلو ټاټوبی

فاطمه محبي فاطمه محبي
۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790166415]
Pexels

Pexels

هغه ورځې رایادېږي چې لا طالبان نه و راغلي؛ که څه هم جګړه وه او وخت ناوخت به د ښار په ګوټ ګوټ کې د چاودنو وېره احساسېده، خو ژوند روان و: نجونې ښوونځيو ته تللې؛ هلکانو به راتلونکي ته هیلې لرلې؛ کورنیو به د جګړې له خبرونو سربېره هم د مینې لپاره یو څه لرل؛ ښار لا د ګڼه‌ګوڼې بوی ورکاوه؛ د لمر له راختو سره به د تازه ډوډۍ بوی په کوڅو کې خپرېده؛ کتاب ‌پلورنځي به پرانیستي او له پېرېدونکو ډک و؛ د نجونو پر شونډو به موسکا خپره وه؛ د زده‌کړو شوق و او ځوانانو به زده کول چې څنګه له سختیو راپورته شي.

هغه ورځې رایادېږي چې لا طالبانو نه شوای کولی د زرګونو نجونو د برخلیک رنګ پیکه کړي؛ هغه ورځې چې لا هیلې وې، هڅه د ژوند مهمه خبره وه، لوستل او لیکل لومړیتوب و او کتاب، کتابچه او قلم د هر کور پر طاقچه کې د ژوند ساه اخیسته. هغه ورځو ته فکر کوم چې لا طالبانو د نجونو د هیلو پر اسمان سیوری نه و غوړولی او تیاره یې د هغوی پر ژوند نه وه حاکمه کړې. هغه ورځې رایادېږي چې د نجونو د زده‌کړو پر مهال به ګلان په ګلدانونو کې موسکېدل.

هغه ورځې رایادېږي چې نجونو به راتلونکی د کړکۍ له شا نه، د ښوونځي په کوڅو کې لټاوه؛ په خاورو لړلو بوټونو، له شلېدلو کتابونو او هغو سترګو سره چې لا نه پوهېدې، نړۍ به یې یوه ورځ پر وړاندې دروازې وتړي. هغه ورځې رایادېږي چې نجونو هېڅکله فکر نه کاوه، یوه ورځ به ښوونځي ته تګ، قلم نیول، د ښوونځي انګړ لیدل، پر څوکۍ کېناستل او تختې ته کتل یې ارمان شي.

هغه ورځې رایادېږي چې چا یوې دولس کلنې نجلۍ ته نه و ویلي، ښايي یوه ورځ د هغې لپاره لویېدل په دې مانا وي چې له ټولو هغو څېزونو لرې شي چې مینه ورسره لري؛ هغه ورځ چې کتاب یې د خونې په یوه ګوټ کې په دوړو کې پټ پروت وي او خپله به هر سهار په چوپتیا کې له خوبه راویښېږي او ګوري به چې د ښوونځي دروازې تړلې دي او د نجونو برخلیک لا هم په اسارت کې دی.

هغه ورځې او هغه نجونې رایادېږي چې یو دمي لویې شوې؛ هغو نجونو ته چې لا باید الفبا یې لیکلې وای، «قوقو» یې ویلې او نڅېدلې وای، خو مجبوره شوې چې د چوپتیا تمرین وکړي. هغو نجونو ته چې تر پرونه به یې د سبا د ازموینې اندېښنه لرله، اوس د داسې سبا په اړه اندېښمنې شوې چې نه پوهېږي څنګه به وي. هغو نجونو ته چې تر پرونه یې هیله لرله ډاکترې شي، خو نن ان د خپلو هیلو په اړه د خبرو اجازه هم نه لري. هغو نجونو ته چې غوښتل یې ښوونکې شي، اوس خپل کتابونه خپلې کوچنۍ خور ته ورکوي؛ ګواکې غواړي هغه څه چې ترې اخیستل شوي، لږ تر لږه راتلونکي نسل ته یې وسپاري.

کله کله فکر کوم چې طالبانو یوازې د ښوونځیو دروازې نه دي تړلې، بلکې د نجونو یوه برخه غږ یې هم د هماغو دروازو تر شا پرې ایښې؛ هغه چې خندلې، پوښتنې یې کولې، اعتراض یې کاوه، شعر یې وایه او د راتلونکي په اړه یې خبرې کولې. ګومان کوم، طالبانو د زرګونو نجونو روحونه د هماغو تړلو دروازو تر شا، په هغو ټولګیو کې چې له ښوونکو او قلمونو تشې دي، پرېيښې دي. ګومان کوم، زرګونه چیغې د هماغو تړلو دروازو تر شا په ستوني کې بند پاتې دي او زرګونه نالیکلي لا هم په کتابچو کې پراته دي.

خو له دې ټولو سره سره هم نجونې تسلیمې نه شوې؛ هغه چې په پټه کتابونه لولي، لیکي، خپل دردونه په کلمو کې بیانوي، خپل کړاوونه د جملو په منځ کې ځایوي او له سلګونو چیغو هم لوړ غږ لري. کله کله هماغه قلم چې په تیاره کې پر کاغذ خوځېږي، د هېرېدو او چوپتیا پر وړاندې اعلامیه وي.

زه له دې ټولو پېښو سربېره هم هغه سهار ته په تمه یم چې د وطن نجونې مې بیا خپل بیکونه پر اوږو واچوي؛ هغه سهار چې کوڅې به بیا د هغو نجونو د قدمونو غږ واوري چې کلونه یې انتظار ایستی دی. ښايي تر هغه مهاله ځینې لویې شوې وي، ښايي د ځینو ویښتان د سپین څادر لاندې سپین شوي وي او ښايي ځینې ارمانونه نور هغه د ماشومتوب نه وي. خو کله چې کتاب پرانیزي، پوه به شي چې لا هم د هغې کوچنۍ نجلۍ څه برخه یې په دننه کې ژوندۍ ده؛ هماغه چې یوه ورځ یې په ماشومانه لیکدود لیکلي و: «کله چې لویه شم، غواړم چې…..» او جمله یې نیمګړې پرېښې وه. ښايي یوه ورځ را وګرځي او د هماغې جملې پاتې برخه ولیکي. ښايي ولیکي: «کله چې لویه شم، غواړم خپل برخلیک خپله وټاکم.» او ښايي هغه ورځ افغانستان له «خاموشستان» څخه یو ګام لرې شي؛ ځکه هېڅ خاوره تر هغې په بشپړه توګه چوپه نه ده، چې لوڼې یې لا ارمانونه لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د افغانستان د ازادۍ جبهې خپل منشور خپور کړ
خبرونه

ازادۍ جبهه: په نورستان کې مو ۱۱ طالبان وژلي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791397051]
د ۲۰۲۶ کال د کیمیا نوبل جایزه د فرانسې او چاپان دوو ساینسپوهانو وګټله
بهرني خبرونه

د ۲۰۲۶ کال د کیمیا نوبل جایزه د فرانسې او چاپان دوو ساینسپوهانو وګټله

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791396514]
د معلولیت لرونکو وګړو امتیازات؛ د طالبانو جنګیالي ۱۰ زره او ملکیان دوه زره افغانۍ ترلاسه کوي
خبرونه

د معلولیت لرونکو وګړو امتیازات؛ د طالبانو جنګیالي ۱۰ زره او ملکیان دوه زره افغانۍ ترلاسه کوي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791392373]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.